مکاشفه Chapter 6

For English

Read مکاشفه Chapter 6 Online

Read مکاشفه Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 6

فصل 6

1. بیا مې ولیدل چې وري د هغو اووه مهرونو څخه یو مهر مات کړ. له هغې وروسته مې د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه د یو اواز چې د تندر په شان ؤ، واورېد چې ویل یې: «راشه!»

2. ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو سپین اس ؤ او د هغه کس سره چې ورباندې سپور ؤ یوه لینده وه او هغه ته یو تاج ورکړل شو او هغه ووت چې بری ومومي.

3. کله چې وري دوهم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې دوهم ژوندي مخلوق ویل: «راشه!»

4. یو بل اس راووت چې تک سور رنګ یې درلود او په هغه باندې سپاره کس ته قدرت ورکړل شو چې د ځمکې د مخ نه سوله او ارامي یوسي، ترڅو خلک یو بل سره ووژني. هغه ته یوه غټه توره ورکړل شوه.

5. کله چې وري درېم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې درېم اسماني موجود ویل: «راشه!» ما وکتل او یو تور اس مې ولیده او په هغه باندې د سپور کس په لاس کې یوه ترازو وه.

6. د هغو څلورو اسماني موجوداتو له منځ نه مې یو اواز واورېد چې ویل یې: «د یو مزدور ورځنۍ مزدوري به یو کیلو غنم او یا درې کیلو اوربشې وي. خو د زیتون وني او د انګورو تاک ته زیان مه رسوئ.»

7. کله چې وري څلورم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې څلورم اسماني موجود ویل: «راشه!»

8. ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو اس ؤ چې پیکه رنګ یې ؤ او څوک چې په هغه اس باندې سپور ؤ د هغه نوم مرګ ؤ او قبر ورپسې ډېر نژدې روان ؤ. هغوی ته د ځمکې د څلورمې برخې واک او اختیار ورکړل شوی ؤ چې په توره، قحطۍ، د طاعون په ناروغۍ او ځنګلي ځناورو باندې خلک مړه کړي.

9. کله چې وري پنځم مهر مات کړ، نو ما د قربانۍ د ځای لاندې د هغو خلکو روحونه ولیدل چې د خدای د کلام په خاطر او له دې امله چې په خپلې شاهدۍ کې وفادار وو، وژل شوي وو.

10. هغوی په لوړ اواز نارې کړې: «ای څښتن تعالی، سپېڅلی او رښتینی خدایه! ترڅو پورې به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت نه کوې او د هغوی څخه به زمونږ د وینې بدل نه اخلې؟»

11. هغوی هر یو ته سپینه چپنه ورکړل شوه او ورته وویل شول چې تر هغې پورې لږ نور صبر وکړئ ترڅو ستاسو د ورونو او د خدای د نورو خدمتګارانو شمېر چې ستاسو په شان باید ووژل شي، پوره شي.

12. بیا ما وکتل او ومې لیدل چې وري شپږم مهر مات کړ او یوه سخته زلزله وشوه او لمر د ویر د کالیو په شان تور شو او سپوږمۍ لکه د وینې په شان سره شوه.

13. ستوري د اسمان نه داسې راولوېدل لکه څنګه چې خام انځران د سخت باد په وسیله د ونې نه په ځمکه رالویږي

14. او اسمان داسې فنا شو لکه څنګه چې طومار سره تاو او راتاو شي او هر غر او هره جزیره له خپله ځایه وخوځېدله.

15. نو بیا د ځمکې پاچاهانو، حاکمانو، جنرالانو، شتمنو، زورواکانو او ټولو خلکو که هغه غلامان وو یا ازاد، خپل ځانونه په غارونو او د غرونو د ګټانو په منځ کې پټ کړل.

16. هغوی غرونو او ګټانو ته غږ وکړ: «په مونږ راولوېږئ او د هغه کس له نظره چې په تخت باندې ناست دی او د وري له غضب نه مو پټ کړئ.

17. ځکه چې د خدای او د وري د لوی غضب ورځ رارسېدلې ده، څوک کولای شي د هغې په وړاندې ودریږي؟»

About مکاشفه Chapter 6

Read مکاشفه Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 6
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 6?

مکاشفه Chapter 6 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 22
  2. مکاشفه Chapter 15
  3. مکاشفه Chapter 8
  4. مکاشفه Chapter 1
  5. مکاشفه Chapter 13
  6. مکاشفه Chapter 4
  7. مکاشفه Chapter 18

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 14
  2. رومیانو ته Chapter 6
  3. مکاشفه Chapter 20
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  5. لوقا Chapter 2
  6. اعمال رسولان Chapter 10
  7. اول تیموتاوس Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. روت Chapter 2
  2. فلیپیانو ته Chapter 4
  3. دوهم پادشاهان Chapter 18
  4. زبور Chapter 53
  5. دوهم تواریخ Chapter 10
  6. دوهم پادشاهان Chapter 25
  7. متلونه Chapter 25
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *