دوهم قرنتیانو ته Chapter 10

For English

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 10 Online

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم قرنتیانو ته 10

فصل 10

1. زَۀ پولوس په خپله تاسو ته خواست کوم، چه ځنے خلق زما په حقله وائى چه زَۀ ستاسو په مخکښے ويريدُونکے اَؤ پشى شا زړۀ ور يم، خو زَۀ دَ مسيح زغم اَؤ نرمى دريادوم،

2. بلکه مِنت کوم چه ما ته په خپله دَ حاضريدو اَؤ په هغه شان زړۀ ورکيدو حاجت پيښ نۀ شى لکه څنګه چه زَۀ په ځنو خلقو دَ زړۀ ورکيدو اِراده لرم څوک چه مُونږ داسے شمارى چه مُونږ دَ دُنيا په مطابق ژوندُون تيروُو.

3. اګر که مُونږ په دُنيا کښے ژوندُون تيروُو خو دَ دُنيا په مُطابق جنګيږُو نه.

4. ځکه چه زمُونږ دَ جنګ وسلے اِنسانى نۀ دى بلکه دَ خُدائے په قُدرت دَ بدو قلاګانو دَ نړولو جوګه دى.

5. ځکه خو مُونږ دَ دليلُونو اَؤ هر هغه رُکاوټ څيز چه دَ خُدائے دَ پيژندګلئ خلاف ئے سر اُوچت کړے دے، نړوُو اَؤ هر يو خيال قيدوُو اَؤ دَ مسيح فرمابرداره کوُو.

6. اَؤ هر کله چه ستاسو فرمانبردارى ثابته شى نو بيا مُونږ تيار يُو چه دَ هر قِسم نافرمانئ سزا ورکړُو.

7. تاسو تش هغه څيزُونو ته ګورئ کُوم چه سترګو ته ښکارى. که دَ چا په ځان دا باور وى چه هغه دَ مسيح دے، نو په خپل زړۀ کښے دِ دا سوچ هم وکړى چه څنګه هغه دَ مسيح دے هم هغه شان مُونږ هم دَ مسيح يُو.

8. ځکه چه که زۀ په هغه اِختيار کُوم چه ستاسو دَ جوړولو دَ پاره، نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره مالِک راکړے دے څۀ زيات فخر هم وکړم نو زَۀ به شرمنده نۀ يم.

9. زَۀ داسے ځکه وايم چه دَ خطُونو په وسيله ستاسو ويروُونکے نۀ شم.

10. ځکه چه ځنى وائى چه دَ هغۀ خطُونه اثرناک اَؤ زبردست دى خو هر کله چه په خپله موجُود وى نو کمزورے شان معلُوميږى اَؤ دَ هغۀ تقرير فضول دے.

11. نو دغه شان ګڼُونکى دِ پوهه شى چه څنګه چه په خطُونو کښے پشى شا زمُونږ کلام دے نو دغه شان به دَ مخامخ کيدو په وخت کښے زمُونږ کار هم وى.

12. ځکه چه مُونږ دا جُرات نۀ لرُو چه خپل ځانُونه په هغه څو کسانو کښے شمار کړُو يا دَ هغو سره مُقابله وکړُو څوک چه خپله نيکنامى زياتوى، خو هغوئ چه په خپله په خپلو کښے دَ ځانُونو اندازه ولګوى اَؤ په خپله په خپلو کښے مُقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.

13. خو دا زمُونږ عادت نۀ دے چه مُونږ به دَ اندازے نه زيات فخر کوُو بلکه دَ خدمت په څپرکی کښے دعوىٰ کوُو په هغه حد کښے، کُوم چه خُدائے زمُونږ دَ پاره مُقرر کړے دے اَؤ چه په کښے تاسو هم راغلى يئ.

14. ځکه چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هغه حد نه زيات نۀ لويوُو لکه څنګه چه زمُونږ دَ خدمت په هغه حد کښے وى، نو دا زمُونږ حق نۀ وو که مُونږ تاسو ته راغلى نۀ وُو، اَؤ دغسے مُونږ اولنى کسان وُو چه تاسو ته دَ مسيح دَ زيرى په ورکولو در رسيدلى يُو.

15. اَؤ مُونږ دَ نورو په خوارئ فخر نۀ کوُو خو اُميد لرُو چه ستاسو په ايمان کښے ترقى وشى نو مُونږ به ستاسو په وسيله دَ خپل حد په مُطابق نور هم وړاندے شُو،

16. دَ دے دَ پاره چه ستاسو دَ حدُونو نه لرے زيرے ورسُوو، نۀ چه دَ نورو خلقو په علاقه کښے په جوړو شوو څيزُونو فخر وکړُو.

17. غرض دا چه ”څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک وکړى.“

18. ځکه چه څوک په خپله خپل تعريف کوى هغه مقبُول نۀ دے بلکه دَ چا تعريف چه مالِک کوى هم هغه مقبُول دے.

About دوهم قرنتیانو ته Chapter 10

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 10
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 10?

دوهم قرنتیانو ته Chapter 10 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 7
  7. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13

Explore More from نوی عهد

  1. عبرانیانو ته Chapter 12
  2. متی Chapter 1
  3. فلیپیانو ته Chapter 1
  4. یوحنا Chapter 14
  5. اول پطروس Chapter 4
  6. اعمال رسولان Chapter 5
  7. لوقا Chapter 7

Related Chapters & Readings

  1. اول پطروس Chapter 5
  2. دوهم تواریخ Chapter 32
  3. اعمال رسولان Chapter 19
  4. زبور Chapter 123
  5. عزرا Chapter 9
  6. واعظ Chapter 3
  7. اول پادشاهان Chapter 16
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *