مکاشفه Chapter 21

For English

Read مکاشفه Chapter 21 Online

Read مکاشفه Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 21

فصل 21

1. بیا ما یو نوی اسمان او نوې ځمکه ولیدله، ځکه چې لومړنی اسمان او لومړنۍ ځمکه ورک شول او بحر نور نه ؤ.

2. ما سپېڅلی ښار یعنې نوی اورشلیم ولیده چې د خدای له خوا د اسمان نه راښکته کېده او داسې تیار کړای شوی ؤ لکه چې ناوې د خپل مېړه دپاره سینګار شوې وي.

3. ما د تخت نه یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «ګورئ، اوس د خدای د اوسېدلو ځای د خلکو په منځ کې دی. خدای به د هغوی سره اوسیږي. هغوی به د هغه قوم وي او هغه په خپله به د هغوی په منځ کې د هغوی خدای وي.

4. خدای به د هغوی د سترګو ټولې اوښکې وچې کړي. نور به مرګ، ویر، ژړا او درد نه وي، ځکه چې پخواني شیان تېر شوي دي.»

5. هغه کس چې په تخت ناست ؤ، ویې ویل: «ګورئ، زه ټول شیان نوي کوم.» همدارنګه هغه راته وویل: «دا ولیکه، ځکه چې دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي.»

6. او بیا یې ماته وویل: «دا وشول! زه الف او یا، اول او اخر یم. هرڅوک چې تږی وي زه به هغه ته د چینې څخه د ژوندون اوبه په وړیا توګه ورکړم.

7. څوک چې بریالی شي، هغه به د دې ټولو برکتونو وارث شي. زه به د هغه خدای یم او هغه به زما اولاد وي.

8. خو د وېرېدونکو، بې ایمانانو، فاسدانو، قاتلانو، زناکارانو، جادوګرانو، بت پرستانو او ټولو دروغجنو خلکو ځای به د اور په جهیل او سوځېدونکو ګوګړو کې وي. دا دوهم مرګ دی.»

9. بیا د هغو اووه فرښتو څخه یوه فرښته چې د اووه بلاګانو نه ډک جامونه ورسره وو، ماته راغله او ویې ویل: «راشه، زه به تاته ناوې یعنې د وري ښځه دروښایم.»

10. بیا کله چې زه د روح القدس تر اغېزې لاندې وم، فرښتې زه د یو ډېر لوړ غره څوکې ته بوتلم او د اورشلیم سپېڅلی ښار یې چې د خدای له خوا د اسمان څخه راښکته کېده، راته وښوده.

11. دا ښار د خدای په جلال روښانه ؤ. هغه د قیمتي تیږو په شان ځلېده او د لعل او بلور په شان صفا ؤ.

12. دې ښار لوی او لوړ دېوالونه درلودل او دولس دروازې یې لرلې او په هره دروازه کې یې فرښته ولاړه وه. په دروازو باندې د اسراییلو د قوم د دولسو قبیلو نومونه لیکل شوي وو.

13. درې دروازې د ختیځ خواته، درې د شمال خواته، درې د جنوب خواته او درې دروازې د لوېدیځ خواته وې.

14. د ښار دېوال په دولسو بنیادونو باندې جوړ شوی ؤ او په هغو باندې د وري د دولسو رسولانو نومونه لیکل شوي وو.

15. کومې فرښتې چې زما سره خبرې کولې د هغې په لاس کې د سرو زرو یو متر ؤ چې د ښار او د هغه د دروازو او دېوالونو اندازه ورباندې معلومه کړي.

16. ښار د مربع په شکل جوړ شوی ؤ چې اوږدوالی او پلنوالی یې یو شان ؤ او فرښتې د هغه متر په وسیله دا ښار اندازه کړ چې دولس زره ستادیا ؤ. د هغه اوږدوالی، پلنوالی او لوړوالی یو برابر ؤ.

17. بیا هغې دېوالونه اندازه کړل چې یو سل او څلور څلوېښت کیوبټ لوړوالی یې درلود چې دا د انساني معیار له مخې ؤ چې فرښتې ورڅخه هم کار اخیسته.

18. دېوال د لعلونو څخه جوړ شوی ؤ په داسې حال کې چې خپله ښار د سوچه سرو زرو نه جوړ شوی ؤ او د ښیښې په شان صفا ؤ.

19. د ښار د دېوالونو بنیادونه په ډول ډول قیمتي تیږو باندې سینګار کړای شوي وو. اولنی بنیاد د لعلونو، دوهم د لاجوردو، درېم د سپینو عقیقو، څلورم د زمردو،

20. پنځم د عقیقو، شپږم د جیګري عقیقو، اووم د زبرجدو، اتم د شینچکي یاقوتو، نهم د زیړو یاقوتو، لسم د غرني مرغلرو، یوولسم د فېروزې او دولسم د ارغواني یاقوتو څخه جوړ شوی ؤ.

21. هغه دولس دروازې دولس مرغلرې وې، یعنې هره دروازه د یوې مرغلرې څخه جوړه شوې وه. د ښار لوی سرک د سوچه سرو زرو او د ښیښې په شان صفا وه.

22. ما په ښار کې د خدای کور ونه لیده، ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای او وری خپله د دې ښار د خدای کور دی.

23. هغه ښار د لمر یا د سپوږمۍ رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه چې د خدای جلال هغه روښانه کوي او وری د هغه څراغ دی.

24. د هغه په رڼا کې به قومونه ګرځي او د نړۍ پاچاهان به د خپل شان او شوکت سره هغه ته ورننوځي.

25. د ښار دروازې د ورځې له خوا هېڅکله نه بندیږي او هلته به هېڅ شپه نه وي.

26. هغوی به د قومونو شان او شوکت او عزت دې ښار ته راوړي.

27. خو هېڅ ناپاکه شیان به دې ښار ته ورننوتلی نه شي او نه به هغه څوک چې د کرکې وړ کارونه کوي او نه دروغجن خلک. یوازې هغه کسان به هغه ښار ته ورننوځي چې نومونه یې د وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.

About مکاشفه Chapter 21

Read مکاشفه Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 21
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 21?

مکاشفه Chapter 21 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 15
  2. مکاشفه Chapter 22
  3. مکاشفه Chapter 8
  4. مکاشفه Chapter 1
  5. مکاشفه Chapter 13
  6. مکاشفه Chapter 4
  7. مکاشفه Chapter 18

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 6
  2. یوحنا Chapter 8
  3. افسیانو ته Chapter 4
  4. مکاشفه Chapter 4
  5. یوحنا Chapter 20
  6. لوقا Chapter 5
  7. یوحنا Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 37
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 6
  3. یشوع Chapter 17
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 3
  5. زکریا Chapter 13
  6. اول پادشاهان Chapter 2
  7. یشوع Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *