مکاشفه Chapter 5

For English

Read مکاشفه Chapter 5 Online

Read مکاشفه Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

مکاشفه 5

فصل 5

1. بیا ما د هغه کس په ښي لاس کې چې په تخت باندې ناست ؤ، یو طومار ولیده چې دننه او دباندې دواړو خواوو باندې یې لیکنه شوې وه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلي وو.

2. ما یوه قوي فرښته ولیدله چې په لوړ اواز یې اعلان کاوه: «څوک د دې لایق دی چې طومار خلاص کړي او مهرونه یې مات کړي؟»

3. خو نه په اسمان کې، نه په ځمکه او نه هم د ځمکې لاندې داسې څوک ؤ چې وکولای شي هغه طومار خلاص کړي او یا یې دننه وګوري.

4. ما سخت وژړل، ځکه چې هېڅوک هم د دې لایق نه ؤ چې هغه طومار خلاص کړي او دننه یې وګوري.

5. خو د مشرانو څخه یو یې راته وویل: «نور مه ژاړه، ځکه چې د یهودا د قبیلې هغه زمری چې د داود د نسل څخه دی، بریالی شوی دی چې طومار خلاص کړي او اووه مهرونه یې مات کړي.»

6. بیا ما د تخت ترمنځ او څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په منځ کې ولیدل چې یو وری ولاړ دی او داسې معلومېده چې حلال شوی وي. هغه وري اووه ښکرونه او اووه سترګې لرلې چې هغه د خدای اووه روحونه وو چې ټولې نړۍ ته لېږل شوي دي.

7. هغه وری راغی او په تخت باندې د ناست کس د ښي لاس نه هغه طومار واخېست.

8. څنګه چې یې هغه طومار واخېست، نو هغه څلور اسماني موجودات او څلورویشت مشران د وري په مخکې په سجده شول. د هر مشر سره یو چنګ او د خوشبویۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چې د خدای د سپېڅلو خلکو دعاګانې دي.

9. هغوی یوه نوې سندره ویله:«ته لایق یې د دې چې طومار واخلېاو مهرونه یې مات کړېځکه چې ته یې حلال شوېاو په خپله وینه دې د خدای دپارهپه بیه واخیستل خلکد هرې قبیلې، هرې ژبې،هر قوم او هر ملت څخه

10. تا کړه جوړه د هغوی څخهشاهي کورنۍ او کاهنان د خدایاو پاچاهي به کوي هغوی په ځمکه باندې»

11. یوځل بیا مې وکتل او د زرګونو او میلیونونو فرښتو اوازونه مې واورېدل چې د تخت او اسماني موجوداتو او مشرانو نه ګردچاپېره ولاړې وې.

12. هغوی په لوړ اواز سره ویل:«د دې لایق دی حلال شوی وریچې تر لاسه کړي قدرت، شتمني، حکمت،زور، عزت او جلالاو ثنا او صفت یې وشي.»

13. بیا ما واورېدل چې هغو ټولو مخلوقاتو چې په اسمان، ځمکه، د ځمکې لاندې او په بحر کې دي ویل:«هغه چاته چې په تخت باندې دی ناست او وري تهثنا او صفت، عزت، جلال او قدرت دې وي تل ترتله ورته!»

14. او هغو څلورو اسماني موجوداتو وویل: «امین!» او مشران په سجده پرېوتل او د خدای او وري عبادت یې وکړ.

About مکاشفه Chapter 5

Read مکاشفه Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 5
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 5?

مکاشفه Chapter 5 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 22
  2. مکاشفه Chapter 15
  3. مکاشفه Chapter 8
  4. مکاشفه Chapter 1
  5. مکاشفه Chapter 13
  6. مکاشفه Chapter 4
  7. مکاشفه Chapter 18

Explore More from نوی عهد

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 8
  2. یوحنا Chapter 11
  3. متی Chapter 10
  4. متی Chapter 5
  5. دوهم پطروس Chapter 1
  6. دریم یوحنا Chapter 1
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 19
  2. هوشع Chapter 13
  3. غلاطیانو ته Chapter 4
  4. هوشع Chapter 10
  5. میکاه Chapter 7
  6. اول سموئیل Chapter 14
  7. غزل غزلونه Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *