Read مکاشفه Chapter 19 Online
Read مکاشفه Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 19
فصل 19
1. وروسته له دې ما په اسمان کې د ګڼ شمېر خلکو لوړ اوازونه واورېدل، هغوی نارې وهلې:«د خدای ثنا ووایئ!خلاصون، جلال او قدرت دی زمونږ د خدای
2. ځکه رښتیني او عادلانه دي قضاوتونه د هغههغه د هغې لویې بدلمنې په هکلهچې فاسده یې کړه ځمکه خپلې زناکارۍ باندېویې کړه پرېکړه د سزا او د هغې څخه یې واخېستبدل د وینې د خپلو خدمتګارانو»
3. هغوی چیغې کړې یوځل بیا:«د خدای ثنا ووایئ!ځکه چې تل به پورته کیږي د هغه ښار لوګی.»
4. بیا هغه څلورویشت مشران او څلور اسماني موجودات په ځمکه پرېوتل او خدای ته چې په تخت باندې ناست ؤ په سجده شول، عبادت یې وکړ او ویل یې: «امین، د خدای ثنا ووایئ.»
5. بیا د تخت نه یو اواز راغی چې ویل یې:«ای د خدای ټولو خادمانوټولو خلکو چې وېرېږئ له هغه نهکه لویان یئ یا کوچنیانثنا ووایئ زمونږه د خدای»
6. بیا مې د ډېرو زیاتو خلکو اوازونه واورېدل چې د سیند د اوبو د غرهار او د تندر د لوی ګړزهار په شان وو، چې ویل یې:«د خدای ثنا ووایئ!ځکه چې کاندي پاچاهي زمونږ څښتنمطلق قادر خدای په پوره قدرت سره
7. راځئ چې وکړو خوشحالي او خوښ واوسواو بیان کړو د هغه لویيځکه چې وخت رارسېدلی دی د وري د وادهاو تیار کړی دی ناوې خپل ځان د هغه دپاره
8. ورکړل شوي دي هغې ته ډېر ښه، ځلېدونکياو پاک کتان کالي چې وایې غوندي.»ښه کتان د خدای د سپېڅلو خلکو ښه عملونه دي.
9. بیا فرښتې ماته وویل: «دا ولیکه: بختور دي هغه خلک چې د وري د واده مېلمستیا ته وربلل شوي دي.» او همدارنګه هغې وویل: «دا د خدای رښتینی کلام دی.»
10. بیا زه د هغې په پښو کې پرېوتم چې سجده ورته وکړم، خو هغې راته وویل: «نه، داسې مه کوه! زه هم ستا او ستا د ورونو په شان د خدای یوه خدمتګاره یم چې په عیسی باندې د خپل ایمان په هکله شاهدي ورکوي، یوازې خدای ته عبادت کوه! ځکه چې د عیسی په هکله شاهدي ورکول د نبوت الهام دی.»
11. بیا ما ولیدل چې اسمان پرانیستل شو او یو سپین اس هلته ولاړ ؤ او هغه کس چې ورباندې سپور ؤ، د هغه نوم «وفادار او رښتینی» ؤ، ځکه چې هغه د عدالت له مخې قضاوت او جنګ کوي.
12. د هغه سترګې د اور د لمبو په شان وې او په سر باندې یې ډېر تاجونه وو. په هغو باندې یو نوم لیکل شوی ؤ چې له هغه پرته بل هېڅوک پرې نه پوهېده.
13. هغه په وینو ککړه یوه چپنه اغوستې وه او د هغه نوم «د خدای کلام» ؤ.
14. اسماني لښکرې چې د سوچه سپین ښه کتان کالي یې اغوستي وو او په سپینو اسونو باندې سپاره وو، هغه پسې روان وو.
15. د هغه د خولې نه یوه تېره توره راووتله چې قومونه پرې ووهي. هغه به د اوسپنې په امسا باندې په هغوی حکومت کوي. هغه به د مطلق قادر خدای د قهر او غضب شراب په خم کې یعنې په هغه لوښي کې چې د انګورو شربت په کې وباسي، تر پښو لاندې کوي.
16. د هغه په چپنه او ورون باندې دا نوم لیکل شوی دی: «د پاچاهانو پاچا او د څښتنانو څښتن.»
17. بیا ما یوه فرښته ولیدله چې په لمر کې ولاړه وه او په اسمان کې یې الوتونکو مرغانو ته په لوړ اواز نارې کړې: «راشئ او د خدای په لویه مېلمستیا کې سره راټول شئ
18. او د پاچاهانو، جنرالانو، جنګیالیو، د اسونو او په هغو باندې د سپرو خلکو غوښې او د ټولو انسانانو که ازاد دي یا غلامان، او که لویان وي یا واړه، غوښې وخورئ.»
19. بیا ما ولیدل چې هغه ځناور او د نړۍ پاچاهان او د هغوی لښکرې سره راټولې شوې چې د هغه چا سره چې په اس باندې سپور ؤ او د هغه د لښکرو سره وجنګیږي.
20. خو هغه ځناور او هغه جعلي پیغمبر چې د هغه ځناور په خاطر یې معجزې ښودلې وې، ونیول شول. په دې معجزو باندې هغه جعلي پیغمبر هغه خلک غولول چې د هغه ځناور نښه یې درلودله او د هغه مجسمې ته یې سجده کړې وه. نو هغه ځناور او جعلي پیغمبر دواړه د اور هغه جهیل ته ژوندي وغورځول شول چې د ګوګړو لمبې ترې پورته کېدلې.
21. خو د هغوی ټولې لښکرې په هغې تورې باندې ووژل شوې چې په اس باندې د سپور سړي د خولې څخه راووتله او ټولو مرغانو د هغوی په غوښو ځانونه ماړه کړل.
About مکاشفه Chapter 19
Read مکاشفه Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 19
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 19?
مکاشفه Chapter 19 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 8
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 10
- مکاشفه Chapter 6
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 27
- مکاشفه Chapter 12
- مرقس Chapter 7
- اول قرنتیانو ته Chapter 7
- دوهم یوحنا Chapter 1
- فلیپیانو ته Chapter 1
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 5