مکاشفه Chapter 16

For English

Read مکاشفه Chapter 16 Online

Read مکاشفه Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 16

فصل 16

1. بیا ما د خدای د کور نه یو لوړ اواز واورېد چې هغو اووه فرښتو ته یې ویل: «لاړې شئ او د خدای د قهر او غضب اووه جامونه په ځمکه باندې توی کړئ.»

2. نو اوله فرښته لاړه او خپل جام یې په ځمکه باندې توی کړ او د هغو خلکو په بدنونو باندې چې د ځناور نښې یې درلودلې او د هغه مجسمې ته یې عبادت کاوه، خطرناکه او دردناکه زخمونه راښکاره شول.

3. دوهمې فرښتې خپل جام په بحر کې توی کړ او د بحر اوبه د مړي د وینې په شان شوې او د بحر ټول ژوندي موجودات مړه شول.

4. درېمې فرښتې خپل جام په سیندونو او په چینو کې توی کړ او د هغو اوبه په وینو باندې بدلې شوې.

5. بیا ما واورېدل چې هغې فرښتې چې په اوبو باندې یې واک او اختیار درلود، وویل:«ای سپېڅلی خدایه! چې ته یې او وې،ته یې عادلځکه تا کړي دا قضاوتونه

6. ځکه تویې کړې هغوی وینېستا د سپېڅلو خلکو او پیغمبرانوڅښلو دپاره دې هغوی ته ورکړې وینېځکه لایق وو هغوی د دې»

7. ما د قربانۍ د ځای نه یو اواز واورېد چې ویل یې:«ای څښتنه، مطلق قادره خدایهعادلانه دي او رښتیني قضاوتونه ستا»

8. څلورمې فرښتې خپل جام په لمر باندې توی کړ او لمر ته اجازه ورکړل شوه چې په خپل اور باندې خلک وسوځوي.

9. هغوی د هغې سختې ګرمۍ له امله وسوځېدل او د خدای نوم ته یې چې په دې بلاګانو باندې یې واک او اختیار درلود، کفر وویل. هغوی د خپلو ګناهونو څخه توبه ونه ویستله او د خدای ثنا یې ونه ویله.

10. پنځمې فرښتې خپل جام د هغه ځناور په تخت باندې توی کړ او د هغه پاچاهي په تیاره کې ډوبه شوه. خلکو د درد له امله خپل غاښونه چیچل

11. او د اسمان خدای ته به یې د خپلو دردونو او زخمونو له امله کفر ویل، خو د خپلو بدو کارونو څخه یې توبه نه ویستله.

12. شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوی سیند کې توی کړ او د سیند اوبه وچې شوې، ترڅو د ختیځ د پاچاهانو د راتللو دپاره لاره تیاره شي.

13. بیا ما ولیدل چې د ښامار د خولې نه، د هغه ځناور د خولې نه او د هغه جعلي پیغمبر د خولې نه د چونګښو په شان درې پېریان راووتل.

14. دا شیطاني روحونه دي چې معجزې ښایي. هغوی د ټولې نړۍ پاچاهانو ته ورځي چې هغوی سره راټول کړي چې د لوی قضاوت په ورځ د مطلق قادر خدای په وړاندې وجنګیږي.

15. څښتن وایي: «ګورئ، زه به لکه د غله په شان ناڅاپه درشم. بختور دی هغه څوک چې بېداره وي، خپل کالي یې اغوستي وي، ترڅو هغه د خلکو په مخکې لوڅ ونه ګرځي او ونه شرمیږي!»

16. نو هغو پېریانو پاچاهان په هغه ځای کې سره راټول کړل چې په عبرانۍ کې ورته «ارمګدون» وایي.

17. بیا اوومې فرښتې خپل جام په هوا کې توی کړ او د خدای په کور کې د تخت نه یو لوړ اواز راغی چې ویل یې: «هرڅه پای ته ورسېدل!»

18. وروسته بیا برېښنا وپړکېدله او د تندرغږ او غړمبار شو او یوه داسې سخته زلزله وشوه چې د انسان د پیدایښت راهیسې کله نه وه شوې.

19. هغه لوی ښار درې ټوټې شو او د نړۍ ټول ښارونه وران شول. خدای ته لوی څپرکیل ور په یاد شو او هغه یې مجبور کړ چې هغه پیاله وڅښي چې د هغه د ډېر قهر او غضب د شرابو نه ډکه وه.

20. ټولې جزیرې له نظره پناه او ورکې شوې او غرونه له منځه لاړل.

21. د اسمان نه د انسانانو په سرونو باندې ډېره غټه ږلۍ چې پنځه څلوېښت کیلوګرامه وزن یې درلود، را وورېدله او خلکو د دې ږلۍ له امله خدای ته کفر ویل، ځکه چې دا ډېر سخت افت ؤ.

About مکاشفه Chapter 16

Read مکاشفه Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 16
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 16?

مکاشفه Chapter 16 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 22
  2. مکاشفه Chapter 15
  3. مکاشفه Chapter 8
  4. مکاشفه Chapter 1
  5. مکاشفه Chapter 13
  6. مکاشفه Chapter 4
  7. مکاشفه Chapter 18

Explore More from نوی عهد

  1. لوقا Chapter 20
  2. اول تسالونیکیانو ته Chapter 5
  3. اول پطروس Chapter 4
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. دوهم تیموتاوس Chapter 3
  6. دوهم یوحنا Chapter 1
  7. لوقا Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 32
  2. ارمیا Chapter 4
  3. ارمیا Chapter 50
  4. زکریا Chapter 14
  5. لاویان Chapter 6
  6. ایوب Chapter 41
  7. شمېر Chapter 12
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *