Read مکاشفه Chapter 8 Online
Read مکاشفه Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 8
فصل 8
1. کله چې وري اووم مهر مات کړ، نو د نیم ساعت دپاره په اسمان کې کراره کراري وه.
2. بیا ما اووه فرښتې ولیدلې چې د خدای په مخکې ولاړې وې او هغوی ته اووه سرني ورکړل شول.
3. بیا یوه بله فرښته چې د خوشبویي د سوځولو د سرو زرو لوښی ورسره ؤ، راغله او د قربانۍ د ځای سره ودرېدله. هغې ته ډېره زیاته خوشبویي ورکړل شوه چې د خدای د سپېڅلو خلکو په دعا سره یې د سرو زرو د قربانۍ په ځای باندې چې د تخت په مخکې وه، وړاندې کړي.
4. د خوشبویۍ لوګی د خدای د سپېڅلو خلکو په دعا سره د فرښتې د لاس نه، پورته د خدای حضور ته لاړ.
5. بیا فرښتې هغه د خوشبویۍ لوښی راواخیست او د قربانۍ د ځای د اور نه یې ډک کړ او په ځمکه یې راګوزار کړ. بیا د تندر غږ، غړمبار، برېښنا او زلزله راغله.
6. بیا هغه اووه فرښتې چې اووه سرني ورسره وو، د سرنیو وهلو ته تیارې شولې.
7. کله چې اولنۍ فرښتې خپل سرنی وواهه، نو اور او ږلۍ د وینې سره په ځمکه راوورېدلې او د ځمکې درېمه برخه او د ونو درېمه برخه یې وسوځوله او ټول شنه واښه وسوځېدل.
8. بیا دوهمې فرښتې خپل سرنی وواهه او لکه د یو لوی غره په شان یو شی چې اور ورباندې بل ؤ، بحر ته وغورځول شو او د بحر درېمه برخه په وینو بدله شوه.
9. په بحر کې درېمه برخه ژوندي مخلوقات مړه شول او د کشتۍ ګانو درېمه برخه په بحر کې له منځه لاړلې.
10. بیا درېمې فرښتې خپل سرنی وواهه نو د اسمان نه یو غټ ستوری چې د څراغ په شان بلېده، د سیندونو او چینو په درېمه برخه باندې راولوېد.
11. د هغه ستوري نوم افسنتین دی چې تریخ والی معنی لري او د اوبو درېمه برخه ترخې شوې او ډېر خلک د دې ترخو اوبو د څښلو له امله مړه شول.
12. بیا څلورمې فرښتې خپل سرنی وواهه، نو د لمر، سپوږمۍ او ستورو درېمه برخه یې داسې ووهله چې د هغو درېمه برخه تیاره شوه او د ورځې د رڼا او د شپې د رڼا درېمه برخه له منځه لاړه.
13. بیا مې کتل او د یو عقاب اواز مې واورېد چې په اسمان کې الوته او په لوړ اواز یې ویل: «بلا، بلا او بلا د ځمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې اوس به درې نورې فرښتې خپل سرني ووهي.»
About مکاشفه Chapter 8
Read مکاشفه Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 8
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 8?
مکاشفه Chapter 8 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 18
- مکاشفه Chapter 10
- مکاشفه Chapter 6
Explore More from نوی عهد
- یعقوب Chapter 2
- لوقا Chapter 22
- اول پطروس Chapter 4
- اول قرنتیانو ته Chapter 3
- اعمال رسولان Chapter 4
- دوهم پطروس Chapter 2
- رومیانو ته Chapter 5