Read مکاشفه Chapter 20 Online
Read مکاشفه Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 20
فصل 20
1. بیا ما یوه فرښته ولیدله چې د اسمان نه راښکته کېدله چې د بې پايه کندې کیلي او یو لوی زنځیر ورسره وو.
2. هغې ښامار یعنې هغه زوړ او پخوانی مار چې هماغه ابلیس یا شیطان دی، ونیوه او تر زرو کالو پورې یې په زنځیر وتړلو.
3. فرښتې هغه بې پایه کندې ته وغورځاوه، دروازه یې ورپسې وتړله او مهر یې ورباندې ولګاوه، ترڅو زر کاله پوره شوي نه وي، هغه نور ونه شي کولای چې قومونه وغولوي. له هغې وروسته باید د لږ وخت دپاره ازاد کړای شي.
4. بیا مې تختونه ولیدل چې هغه خلک پرې ناست وو چې د قضاوت کولو واک او اختیار ورته ورکړل شوی ؤ او د هغو کسانو روحونه مې ولیدل چې سرونه یې د عیسی په هکله د شاهدۍ ورکولو او د خدای د کلام په خاطر پرې کړل شوي وو. دا هغه خلک وو چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته یې سجده نه وه کړې او د هغوی تندي او لاسونو د هغو نښه نه درلودله. هغوی ټول بېرته راژوندي شول او د مسیح سره یې تر زرو کالو پورې پاچاهي وکړه.
5. خو هغه نور خلک چې مړه شوي وو، تر هغې پورې ژوندي نه شول ترڅو زر کاله پوره شوي نه وو. دا د مړو نه لومړنی بیا راژوندي کېدل دي.
6. بختور او سپېڅلی شوی هغه څوک دی چې په دې لومړني بیا راژوندي کېدلو کې شریک دی. ځکه چې په داسې خلکو د دوهم مرګ زور نه رسیږي، بلکې هغوی به د خدای او مسیح کاهنان وي او د هغه سره به تر زرو کالو پورې پاچاهي کوي.
7. کله چې زر کاله پوره شي نو شیطان به د زندان څخه راخلاص شي.
8. هغه به راووځي او د نړۍ د څلورو کنجونو قومونه چې جوج او ماجوج بلل کیږي، وغولوي او هغوی چې د بحر د شګو په شان بې شمېره دي، د جنګ دپاره سره راټول کړي.
9. هغوی په ټوله نړۍ کې خواره شول او د خدای د سپېڅلو خلکو کمپ او ګران ښار یعنې اورشلیم یې کلابند کړ، خو د اسمان نه ورباندې اور نازل شو او هغوی یې تباه کړل.
10. بیا شیطان چې هغوی یې غولولي وو، د اور او ګوګړو جهیل ته وغورځول شو، یعنې هغه ځای ته چې هغه ځناور او جعلي پیغمبر هم په کې غورځول شوي وو. هغوی به هلته شپه او ورځ د تل دپاره عذاب ویني.
11. بیا مې یو لوی سپین تخت ولیده چې یو کس ورباندې ناست ؤ. ځمکه او اسمان د هغه د مخې نه وتښتېدل او نور ونه لیدل شول.
12. بیا ما مړي ولیدل که غټ وو یا کوچني، د تخت په مخکې ولاړ وو او کتابونه پرانیستل شول. وروسته د دې کتابونو څخه بیا بل کتاب پرانیستل شو، یعنې د ژوندون کتاب. د مړو په هکله لکه څنګه چې په کتابونو کې لیکل شوي وو او د هغوی د عملونو له مخې قضاوت وشو.
13. بحر چې کوم مړي ساتلي وو، هغه یې بېرته ورکړل او مرګ او قبر هم هغه بېرته ورکړل او د هر چا قضاوت د هغه د عمل له مخې وشو.
14. بیا مرګ او قبر د اور جهیل ته وغورځول شول. د بحر دا اور دوهم مرګ دی.
15. د چا نوم چې د ژوندون په کتاب کې نه ؤ لیکل شوی، هغه د اور جهیل ته وغورځول شو.
About مکاشفه Chapter 20
Read مکاشفه Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 20
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 20?
مکاشفه Chapter 20 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 8
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 18
- مکاشفه Chapter 10
Explore More from نوی عهد
- غلاطیانو ته Chapter 6
- دوهم پطروس Chapter 2
- لوقا Chapter 8
- دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2
- مکاشفه Chapter 8
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
- اول قرنتیانو ته Chapter 13