غلاطیانو ته Chapter 5

For English

Read غلاطیانو ته Chapter 5 Online

Read غلاطیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of غلاطیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

غلاطیانو ته 5

فصل 5

1. مسیح مونږ د ازاد اوسېدلو دپاره ازاد کړي یو. نو اوس په خپلې ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ او مه پرېږدئ چې یوځل بیا د غلامۍ جغ ستاسو په غاړه کې کېښودل شي.

2. ماته غوږ ونیسئ! زه پولوس تاسو ته وایم، که چېرې تاسو سنتول د خلاصون یوه وسیله ګڼئ، نو مسیح چې ستاسو دپاره کوم څه کړي دي، تاسو ته یې هېڅ ګټه نشته.

3. زه یوځل بیا په تاسو ټینګار کوم، که چېرې څوک سنت شي، نو هغه مجبور دی چې د شریعت په ټولو حکمونو باندې عمل وکړي.

4. که چېرې په تاسو کې څوک کوښښ کوي چې په شریعت باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي، نو خپله اړیکه د مسیح سره پرې کوئ او د خدای د فضل څخه لېرې پاتې کېږئ.

5. ځکه چې زمونږ هیله دا ده چې خدای به مونږ په خپل نظر کې عادل وګڼي او له دې امله مونږ د روح القدس په وسیله چې زمونږ د ایمان له لارې په مونږ کې کار کوي، انتظار وباسو.

6. ځکه کله چې مونږ په عیسی مسیح باندې ایمان ولرو، نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده. کوم شی چې مهم دی هغه ایمان دی چې ځان نورو ته په مینه کې څرګندوي.

7. تاسو خو په روحاني توګه ښه پرمختګ کاوه، نو بیا چا ستاسو مخه ونیوله چې د حقیقت پیروي ونه کړئ؟

8. دا کار د خدای له خوا چې تاسو یې رابللي یئ، نه دی.

9. لکه څنګه چې خلک وایي: «لږه خمیره ټول اوړه خمیره کوي.»

10. زه باور لرم چې تاسو به د څښتن سره په یووالي کې کومه بله عقیده ونه منئ. خدای به هر هغه چاته چې تاسو یې اندېښمن کړي یئ، که هغه هرڅوک وي، سزا ورکړي.

11. ای خویندو او ورونو! د خپل ځان په هکله باید ووایم، که زه تر اوسه د سنتېدلو په هکله وعظ کوم چې دا کار ضروري دی، نو بیا ولې تر اوسه ځورول کېږم؟ که چېرې هغه رښتیا وو، نو بیا به هېڅوک د مسیح د صلیب په هکله زما په وعظ خفه شوی نه وای.

12. کاشکې هغه څوک چې تاسو د دې دپاره پرېشانه کوي چې باید سنت شئ نو هغوی دې خپل ځانونه خصیان کړې.

13. ای خویندو او ورونو! تاسو د دې دپاره رابلل شوي یئ چې ازاد اوسئ. خو د دې ازادۍ څخه یوازې د خپلو نفساني غوښتنو په خاطر کار مه اخلئ، بلکې په مینه د یو بل خدمت وکړئ.

14. ځکه چې ټول شریعت په یو حکم کې خلاصه کیږي: «د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»

15. خو که چېرې تاسو په یو بل باندې خوله لګوئ او یو بل ته زیان رسوئ، نو بیا پام کوئ، که نه، نو یو بل به بالکل له منځه یوسئ.

16. نو زه دا وایم، که چېرې تاسو خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې سره سم تېر کړئ، نو بیا به د خپلو نفساني غوښتنو له مخې کوم کار نه کوئ.

17. ځکه چې نفساني غوښتنې د روح القدس د غوښتنو په خلاف دي او څه چې روح القدس غواړي هغه د نفساني طبیعت په خلاف دي. له دې امله تاسو نه شئ کولای هرڅه چې مو زړه وغواړي هغه وکړئ.

18. خو که چېرې تاسو د خدای د روح القدس په لارښوونه روان یئ، نو بیا مجبوره نه یئ چې د شریعت تابع اوسئ.

19. د نفساني غوښتنو کارونه ښکاره دي: جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، عیاشي،

20. بت پرستي، جادوګري، دښمني، جګړې، بخیلي کول، قهر او غضب، ځان خوښونه، بې اتفاقي، ډله بازي،

21. بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې ما تاسو ته هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري.

22. خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري،

23. نرمي او په خپل نفس باندې واک لرل. هېڅ شریعت د دې کارونو په خلاف نه دی.

24. نو څوک چې د عیسی مسیح پیروان دي، هغوی خپل انساني طبیعت د خپلو ټولو هوسونو او غوښتنو سره په صلیب کړی دی.

25. که چېرې مونږ د روح القدس په وسیله ژوند کوو، نو باید خپل ژوند د روح القدس د لارښوونې له مخې جوړ کړو.

26. نو باید غرور ونه کړو، یو بل ونه ځوروو او د یو بل سره بخیلي ونه کړو.

About غلاطیانو ته Chapter 5

Read غلاطیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: غلاطیانو ته
Chapter: 5
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading غلاطیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading غلاطیانو ته Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is غلاطیانو ته Chapter 5?

غلاطیانو ته Chapter 5 is part of the Book of غلاطیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete غلاطیانو ته Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from غلاطیانو-ته

  1. غلاطیانو ته Chapter 1
  2. غلاطیانو ته Chapter 3
  3. غلاطیانو ته Chapter 4
  4. غلاطیانو ته Chapter 6
  5. غلاطیانو ته Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 13
  2. یوحنا Chapter 21
  3. اعمال رسولان Chapter 16
  4. اول پطروس Chapter 3
  5. عبرانیانو ته Chapter 12
  6. فلیپیانو ته Chapter 1
  7. اعمال رسولان Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. هوشع Chapter 14
  2. پیدایښت Chapter 13
  3. شمېر Chapter 25
  4. لاویان Chapter 27
  5. اول پطروس Chapter 5
  6. اول پادشاهان Chapter 5
  7. زبور Chapter 75
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *