لوقا Chapter 5

For English

Read لوقا Chapter 5 Online

Read لوقا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لوقا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لوقا 5

فصل 5

1. یوه ورځ عیسی د جنیسارت د دریاب په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي، ترڅو د خدای کلام واوري.

2. هغه ولیدل چې د دریاب په غاړه دوه کشتۍ ولاړې وې، خو ماهي نیوونکي ترې راښکته شوي وو او جالونه یې وینځل.

3. عیسی یوې کشتۍ ته چې د شمعون وه، وروخوت او د هغه څخه یې وغوښتل چې کشتۍ د غاړې څخه لږه لېرې بوځي. عیسی په کشتۍ کې ناست ؤ او له هغه ځای څخه یې خلکو ته تعلیم ورکاوه.

4. کله چې هغه خبرې پای ته ورسولې، نو شمعون ته یې وویل: «کشتۍ د اوبو منځ ته یو ژور ځای ته بوځه او تاسو خپل جالونه اوبو ته وغورځوئ چې ماهیان ونیسئ.»

5. شمعون ورته په ځواب کې وویل: «ای باداره! مونږ ټوله شپه خواري وکړه او هېڅ مو ونه نیول. خو که چېرې ته وایې نو زه به جالونه ورواچوم.»

6. هغوی همداسې وکړل او دومره زیات ماهیان یې ونیول چې نژدې ؤ جالونه وشلیږي.

7. نو هغوی خپلو ملګرو ته چې په بلې کشتۍ کې وو، اشاره وکړه چې راشي او مرسته ورسره وکړي. هغوی راغلل او دواړه کشتۍ یې له ماهیانو څخه داسې ډکې کړې چې نژدې وې ډوبې شي.

8. کله چې شمعون پطروس ولیدل چې څه وشول، هغه د عیسی پښو ته پرېوت او ویې ویل: «ای پاکه استاذه! زما څخه لېرې شه. ځکه چې زه یو ګناهکار انسان یم.»

9. پطروس او ټول ملګري یې د دومره زیاتو ماهیانو په نیولو حیران پاتې شول.

10. همدارنګه د شمعون شریکان یعقوب او یوحنا چې د زبدي زامن وو، هم حیران شول. عیسی شمعون ته وویل: «مه وېرېږه، له دې وروسته به ته ماهیان نه بلکې انسانان رانیسې.»

11. کله چې هغوی خپلې کشتۍ وچې ته راوستلې، نو هرڅه یې پرېښودل او د عیسی پسې روان شول.

12. یوځل عیسی په یو ښار کې ؤ، هلته یو سړی ؤ چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ. کله چې هغه سړي عیسی ولید نو په پښو کې یې پرېوت او زارۍ یې ورته وکړې: «ای ښاغلیه‎! که چېرې ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»

13. عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.» نو هغه ناروغي سمدلاسه ورڅخه لېرې شوه.

14. عیسی هغه ته امر وکړ: «په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او کاهن ته خپل ځان وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.»

15. خو د عیسی په هکله خبر نور هم زیات خپور شو او ډېر خلک راغلل چې د هغه خبرې واوري او د خپلو ناروغیو څخه شفا ومومي.

16. خو هغه به ګوښه ځایونو ته تللو چې هلته دعا وکړي.

17. یوه ورځ کله چې عیسی تعلیم ورکاوه، ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې د جلیل د هر کلي، یهودیې او اورشلیم څخه راغلي وو، هلته ناست وو او عیسی د خدای په قدرت سره ناروغان روغول.

18. په دې وخت کې څو کسانو چې یو شل سړی یې په کټ کې څملولی ؤ، راغلل. هغوی هڅه کوله چې هغه دننه کور ته بوځي او د عیسی په مخکې یې کېږدي.

19. خو د ګڼې ګوڼې له امله یې لاره ونه موندله ترڅو هغه دننه بوځي. نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، د پخو خښتو په منځ کې یې یو سوری جوړ کړ او هغه یې په کټ کې لاندې راښکته کړ او د ګڼې ګوڼې په منځ کې یې د عیسی په مخکې کېښود.

20. کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو هغه سړي ته یې وویل: «وروره! ستا ګناهونه وبخښل شول.»

21. هغه وخت د شریعت عالمانو او فریسیانو یو له بله سره بحث پیل کړ: «دا سړی څوک دی چې کفر وایي؟ ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟»

22. عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ورته ویې ویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟

23. ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي چې ستا ګناهونه وبخښل شول یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟

24. خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زه تاته وایم پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.»

25. نو سمدلاسه هغه سړی د ټولو خلکو په مخکې پاڅېد، خپل کټ یې چې ورباندې پروت ؤ واخیست او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، خپل کور ته روان شو.

26. هغوی ټول حیران پاتې شول، وېرې واخیستل او د خدای ثنا او صفت یې کاوه او ویل یې: «مونږ نن څه حیرانوونکي شیان ولیدل.»

27. له هغې وروسته عیسی دباندې ووت او د لاوي په نوم یو مالیه ټولوونکی یې ولید چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»

28. لاوي راپاڅېد، هرڅه یې پرېښودل او د هغه پسې روان شو.

29. بیا لاوي په خپل کور کې د عیسی دپاره یوه لویه مېلمستیا جوړه کړه او په مېلمنو کې زیات شمېر مالیه ټولوونکي او نور خلک هم وو.

30. خو ځینو فریسیانو او د شریعت عالمان چې د هغوی د ډلې څخه وو د عیسی په شاګردانو اعتراض وکړ او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای خورئ او څښئ؟»

31. عیسی ورته په ځواب کې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري، بلکې ناروغان ورته اړتیا لري.

32. زه د پرهېزګارانو دپاره نه یم راغلی بلکې د ګناهکارانو دپاره، ترڅو هغوی توبه وباسي.»

33. ځینو خلکو عیسی ته وویل: «د یحیی شاګردان زیات وخت روژه نیسي او دعاګانې کوي او د فریسیانو شاګردان هم همداسې کوي، خو ستا شاګردان خوري او څښي.»

34. عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو کولای شئ چې د زوم ملګري د واده په مېلمستیا کې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي مجبور کړئ چې روژه ونیسي؟ بې له شکه چې نه.

35. خو داسې وخت به راشي چې زوم به له هغوی څخه بوتلل شي او په هغه وخت کې به هغوی روژه نیسي.»

36. همدارنګه عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «هېڅوک د نویو کالیو څخه یوه ټوټه نه شلوي چې په زړو کالیو باندې یې پیوند کړي. که داسې وکړي نو هم به هغه نوي کالي وشلیږي او هم به د نویو کالیو ټوټه د زړې سره جوړه رانه شي.

37. نه به څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې واچوي، ځکه چې تازه شراب به هغه مشکونه وشلوي، شراب به توی شي او مشکونه به له منځه لاړ شي.

38. خو تازه شراب باید په نویو مشکونو کې واچول شي.

39. هېڅوک نه غواړي چې د زړو شرابو له څښلو وروسته تازه شراب وڅښي، ځکه داسې وایي چې زاړه شراب ډېر ښه دي.»

About لوقا Chapter 5

Read لوقا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لوقا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لوقا
Chapter: 5
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لوقا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لوقا Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لوقا Chapter 5?

لوقا Chapter 5 is part of the Book of لوقا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لوقا Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from لوقا

  1. لوقا Chapter 14
  2. لوقا Chapter 4
  3. لوقا Chapter 22
  4. لوقا Chapter 5
  5. لوقا Chapter 21
  6. لوقا Chapter 9
  7. لوقا Chapter 10

Explore More from نوی عهد

  1. دریم یوحنا Chapter 1
  2. کولسیانو ته Chapter 1
  3. اعمال رسولان Chapter 9
  4. مکاشفه Chapter 12
  5. افسیانو ته Chapter 2
  6. کولسیانو ته Chapter 4
  7. لوقا Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 35
  2. اول پطروس Chapter 3
  3. هوشع Chapter 8
  4. زکریا Chapter 11
  5. اعمال رسولان Chapter 26
  6. یشوع Chapter 1
  7. ایوب Chapter 36
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *