رومیانو ته Chapter 5

For English

Read رومیانو ته Chapter 5 Online

Read رومیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

رومیانو ته 5

فصل 5

1. له دې امله چې مونږ د ایمان په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله د خدای سره زمونږ روغه جوړه وشوه.

2. د هغه په وسیله او د خپل ایمان له لارې د خدای په دې تجربه شوي فضل هغه ځای مونږ ته راکړل شو چې اوس په کې اوسېږو او په دې هیله خوشحالي کوو چې د خدای په جلال کې به شریک شو.

3. یوازې په دې شیانو نه، بلکې په خپلو کړاوونو او تکلیفونو باندې هم خوشحالي کوو، ځکه مونږ پوهېږو چې تکلیفونه صبر او زغم راپیدا کوي.

4. صبر او زغم د دې سبب ګرځي چې مونږ خدای ته د قبلېدلو وړ وګرځو او دا کار هیله راپیدا کوي.

5. دا هیله مونږ هېڅکله شرمېدلو ته نه پرېږدي، ځکه چې د خدای مینه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته راکړل شوی ده، زمونږ په زړونو کې اچول شوې ده.

6. کله چې هغه وخت مونږ لا بې وسه وو، نو مسیح په ټاکل شوي وخت کې د ګناهکارانو دپاره مړ شو.

7. داسې یو څوک به ډېر کم پیدا شي چې حتی د یو عادل سړي دپاره خپل ځان له لاسه ورکړي. خو کېدای شي چې یو څوک جرات وکړي چې د یو مهربانه سړي دپاره خپل ځان قربان کړي.

8. خو خدای خپله مینه مونږ ته داسې وښودله چې هغه وخت چې مونږ لا ګناهکاران وو، مسیح زمونږ دپاره مړ شو.

9. اوس چې مونږ د هغه د وینې په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو مونږ به څومره نور هم د هغه په وسیله د خدای د غضب څخه وژغورل شو.

10. ځکه کله چې مونږ د خدای دښمنان وو، نو د هغه د زوی د مرګ په وسیله ورسره پخلا شو، نو اوس چې مونږ سره پخلا شوي یو، نو څومره زیات به د مسیح ژوند زمونږ د خلاصون سبب وګرځي.

11. خو یوازې دا نه، بلکې مونږ د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله چې اوس یې مونږ د خدای سره پخلا کړي یو، په خدای کې خوشحالي کوو.

12. لکه څنګه چې ګناه د یو انسان په وسیله دنیا ته راغله او د ګناه په وسیله مرګ راغی، نو په دې ډول مرګ ټولو انسانانو ته راغی، ځکه چې ټولو ګناه وکړه.

13. ګناه د شریعت نه مخکې په دنیا کې موجوده وه، خو چېرته چې شریعت نه وي، نو څوک ګناهکار نه ګڼل کیږي.

14. خو سره له دې مرګ په هغو خلکو باندې هم چې د ادم د زمانې نه د موسی تر زمانې پورې يې ژوند کړی دی، حتی په هغو خلکو باندې هم چې د ادم په شان یې د خدای د حکم نه سرغړونه نه وه کړې، حاکم ؤ. ادم د هغه چا یو مثال او نښه ؤ چې راتلونکی ؤ.

15. خو د ادم د سرغړونې او د خدای د وړیا فضل تر منځ زیات فرق دی. ځکه د یو انسان یعنې د ادم د سرغړونې له امله ډېر خلک مړه شول، خو د خدای فضل او بخښنه څومره لویه ده او د هغه وړیا نعمت چې د یو بل انسان یعنې عیسی مسیح د فضل په وسیله ډېرو ته ورکړ شو.

16. د ادم د ګناه د نتیجې او د خدای د نعمت تر منځ زیات فرق دی. ځکه چې د هغې ګناه په هکله قضاوت د محکوم کېدلو سبب کیږي، خو د خدای نعمت زمونږ دپاره دا امکان برابروي چې د هغه دپاره عادل وګڼل شو، که څه هم مونږ ډېر ځلې سرغړونې کړې دي.

17. که چېرې د یو انسان د سرغړونې له امله مرګ په انسان باندې حاکم شو، نو د هغه کار پایله به څومره لویه وي چې هغه بل انسان یعنې عیسی مسیح سرته ورساوه. هغو ټولو خلکو چې د عیسی پرېمانه فضل او د عدالت وړیا نعمت یې تر لاسه کړ، د مسیح په وسیله به په ژوند کې لکه د پاچاهانو په شان حکومت کوي.

18. نو لکه څنګه چې یوه سرغړونه د ټولو خلکو د محکوم کېدلو سبب شوې ده، نو په همدې ډول یو نېک عمل ټول عادلان ګڼلي دي او ژوند یې ورکړی دی.

19. لکه څنګه چې د یو سړي د نافرمانۍ له امله ډېر خلک ګناهکار شول، نو په همدې ډول به ډېر خلک د یو سړي د فرمانبردارۍ په وسیله عادلان وګڼل شي.

20. د خدای شریعت د دې دپاره ورکړل شو ترڅو ټول خلک وویني چې هغوی څومره ګناهکاران وو. خو څنګه چې د خلکو ګناهونه زیاتیږي، نو د خدای حیرانوونکی فضل نور هم زیاتیږي.

21. نو لکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسیله حکومت وکړ، نو په همدې ډول د خدای فضل هم باید د عدالت په وسیله حکومت وکړي او د خپل څښتن عیسی مسیح په وسیله تلپاتې ژوند ورکړي.

About رومیانو ته Chapter 5

Read رومیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 5
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 5?

رومیانو ته Chapter 5 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 7
  2. رومیانو ته Chapter 1
  3. رومیانو ته Chapter 14
  4. رومیانو ته Chapter 10
  5. رومیانو ته Chapter 3
  6. رومیانو ته Chapter 6
  7. رومیانو ته Chapter 8

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 16
  2. عبرانیانو ته Chapter 11
  3. اول تیموتاوس Chapter 4
  4. مرقس Chapter 15
  5. اعمال رسولان Chapter 3
  6. رومیانو ته Chapter 12
  7. رومیانو ته Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 12
  2. اول سموئیل Chapter 7
  3. استر Chapter 1
  4. زبور Chapter 32
  5. حزقیال Chapter 20
  6. نحمیا Chapter 5
  7. خروج Chapter 28
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *