اعمال رسولان Chapter 26

For English

Read اعمال رسولان Chapter 26 Online

Read اعمال رسولان Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اعمال رسولان 26

فصل 26

1. اګریپاس پولوس ته وویل: «تاته اجازه درکول کیږي چې د خپل ځان څخه دفاع وکړې.» نو پولوس خپل لاس پورته کړ او د خپل ځان څخه یې داسې دفاع وکړه:

2. «ای پاچا، زه خپل ځان بختور ګڼم چې نن ستاسو په حضور کې ولاړ یم او د هغو ټولو تورونو په خلاف چې د یهودیانو له خوا په ما لګېدلي دي، د خپل ځان څخه دفاع کوم.

3. په ځانګړې توګه څرنګه چې تاسو د یهودیانو د ټولو دودونو او د هغوی ترمنځ چې کوم اختلافات موجود دي، د هغو ټولو سره بلد یئ. نو تاسو ته سوال کوم چې په پوره صبر او حوصلې سره زما خبرو ته غوږ ونیسئ.

4. ټول یهودیان پوهیږي چې ما د ځوانۍ د وخت نه د خپلو خلکو سره او په اورشلیم کې څنګه ژوند تېر کړی دی.

5. هغوی ما له پخوا څخه پېژني او که چېرې هغوی وغواړي نو کولای شي تصدیق کړي چې زه د فریسیانو د ډلې غړی وم چې دا زمونږه یوه ډېره سرسخته مذهبي ډله ده.

6. اوس د دې دپاره چې د خدای د هغې وعدې په هیله یم چې زمونږ د نیکونو سره یې کړې ده، محاکمه کېږم.

7. دا هغه وعده ده چې زمونږ د خلکو دولس قبیلې د هغې د پوره کېدلو په هیله شپه او ورځ عبادت کوي. ای پاچا! د همدې هیلې په خاطر یهودیان په ما باندې تورونه لګوي.

8. تاسو هر یو ته دا ولې ناشونې ښکاري چې خدای مړي راژوندي کولای شي؟

9. یو وخت ما خپله داسې فکر کاوه هرڅه چې کولای شم باید د عیسی ناصري د نوم سره د مخالفت کولو دپاره یې وکړم.

10. ما په اورشلیم کې همداسې وکړل. د مشرانو کاهنانو څخه مې واک او اختیار تر لاسه کړ او ډېر ایمانداران مې زندان ته واچول او کله به چې هغوی ته د مرګ سزا ورکول کېدله، نو ما به هم د هغوی په خلاف رایه ورکوله.

11. څو څو ځلې مې هغوی ته په کنیسو کې سزا ورکړې ده او کوښښ مې کاوه چې هغوی دې ته مجبور کړم چې د خپلې عقیدې څخه منکر شي. زما قهر او غضب تر دې حده پورې ورسېده چې حتی هغوی پسې به د نورو هېوادونو ښارونو ته تلم چې هغوی وځوروم.

12. یوه ورځ زه د هغه واک او حکم له مخې چې د مشرانو کاهنانو له خوا راکړل شوی ؤ، د یو کار پسې دمشق ته روان وم.

13. ای پاچا! کله چې زه د غرمې په وخت کې په لاره روان وم، نو ما یوه رڼا ولیدله چې د لمر څخه هم زیاته روښانه وه او د اسمان څخه راروانه وه او په ما او زما د سفر په ملګرو باندې وځلېدله.

14. مونږ ټول په ځمکه باندې راولوېدلو. بیا مې په آرامي ژبه کې یو اواز واورېد چې ماته یې وویل: ‹ای شاووله، ای شاووله، ته ولې ما ځوروې؟ دا یو بې ګټې کار دی چې د خپل بادار د ارادې په وړاندې ودرېږې.›

15. ما پوښتنه وکړه: ‹ای څښتنه، ته څوک یې؟› او څښتن وویل: ‹زه عیسی یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې.

16. خو اوس پاڅېږه او په خپلو پښو ودرېږه. زه تاته د دې دپاره راښکاره شوم چې تا خپل خدمتګار وټاکم او څه چې دې زما څخه ولیدل او هغه څه چې په راتلونکي کې به یې درته وښایم د هغو په هکله به شاهدي ورکړې.

17. زه به تا د اسراییلو د قوم او غیریهودیانو څخه وژغورم. زه تا هغوی ته لېږم

18. چې د هغوی سترګې خلاصې کړې، ترڅو هغوی د تیارې څخه رڼا ته او د شیطان د واکمنۍ څخه یې د خدای خواته راواړوې، ترڅو په ما باندې د ایمان راوړلو په وسیله د هغوی ګناهونه وبخښل شي او د خدای په سپېڅلو خلکو کې شامل شي.›

19. نو ای پاچا! ما د هغه حکم څخه چې په اسماني رویا کې راته وشو، سرغړونه نه ده کړې.

20. ما لومړی په دمشق او اورشلیم کې او بیا په ټوله یهودیه کې او همدارنګه غیریهودیانو ته مې اعلان وکړ چې د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي، د خدای خواته راوګرځي او داسې کارونه وکړي چې ثابته کړي چې هغوی توبه ویستلې ده.

21. له همدې امله ځینو یهودیانو زه د خدای په کور کې ونیولم او کوښښ یې کاوه چې ما ووژني.

22. خو تر نن ورځې پورې خدای وساتلم او دلته ولاړ یم او ټولو لویو او وړو ته شاهدي ورکوم. زه یوازې هغه څه وایم چې پیغمبرانو او موسی ویلي دي چې پېښ به شي،

23. یعنې دا چې مسیح باید کړاوونه وزغمي او لومړنی کس به وي چې د مړو څخه به راژوندی شي او یهودیانو او غیریهودیانو دواړو ته به د خلاصون د رڼا اعلان وکړي.»

24. پولوس لا د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر خبرې کولې چې فستوس چیغې کړې: «ای پولوسه، ته لېونی یې! په ډېرو لوستلو لېونی شوی یې.»

25. پولوس په ځواب کې وویل: «نه ښاغلیه! زه لېونی نه یم. زه په هوش یم او رښتیا او معقولې خبرې کوم.

26. پاچا په دې ښه خبر دی او زه د هغه سره په زړورتیا سره خبرې کوم. زه په دې باندې ډاډه یم چې دا ټولې پېښې تاسو ته معلومې دي، ځکه چې هغه په کوم پټ ځای کې نه دي شوې.

27. ای پاچا! تاسو په پیغمبرانو باندې عقیده لرئ؟ زه پوهېږم چې تاسو ورباندې عقیده لرئ.»

28. اګریپاس پولوس ته وویل: «ته فکر کوې چې دومره زر به ما عیسوي کړې؟»

29. پولوس وویل: «که لږ وخت ونیسي یا ډېر، خو زه خدای ته دعا کوم چې یوازې تاسو نه بلکې هغه ټول خلک چې نن زما خبرې اوري، زما په شان شي، البته زما په شان په زولنو کې نه.»

30. بیا پاچا پاڅېد او والي، برنیکۍ او نور خلک چې د هغوی سره ناست وو، هم پاڅېدل.

31. کله چې هغوی ووتل، نو یو بل ته یې سره وویل: «دې سړي داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ یا زندان ته د اچولو وړ وي.»

32. اګریپاس فستوس ته وویل: «که چېرې دې سړي امپراتور ته عرض نه وای کړی، نو ازادېدلی شو.»

About اعمال رسولان Chapter 26

Read اعمال رسولان Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 26
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 26?

اعمال رسولان Chapter 26 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 9
  4. اعمال رسولان Chapter 5
  5. اعمال رسولان Chapter 13
  6. اعمال رسولان Chapter 28
  7. اعمال رسولان Chapter 14

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 20
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 5
  3. یوحنا Chapter 18
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 2
  5. مکاشفه Chapter 20
  6. دوهم پطروس Chapter 2
  7. یوحنا Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. غزل غزلونه Chapter 8
  2. خروج Chapter 7
  3. ایوب Chapter 14
  4. اول تواریخ Chapter 9
  5. اول یوحنا Chapter 2
  6. متی Chapter 23
  7. دانیال Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *