Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2 Online
Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تسالونیکیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تسالونیکیانو ته 2
فصل 2
1. ای خویندو او ورونو! اوس زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ او د هغه سره زمونږ د یوځای کېدو په هکله ستاسو نه غوښتنه کوو،
2. هوښیار اوسئ چې څوک ستاسو ذهنونه په اسانۍ سره ګډوډ او پرېشانه نه کړی، او ووایي چې د څښتن عیسی مسیح د راتګ ورځ رارسېدلې ده. که څوک دعوه وکړي چې مونږ د خدای له خوا الهام اخیستی یا مو د چا د خولې نه اورېدلي دي او یا یې زمونږ له خوا لیک تر لاسه کړی دی، نو باور ورباندې مه کوئ.
3. هېڅوک دې تاسو په هېڅ ډول ونه غولوي، ځکه چې تر هغې پورې به هغه ورځ رانه شي، ترڅو د خدای په وړاندې بغاوت رامنځته نه شي او هغه شریر کس راښکاره نه شي چې په قسمت کې یې دوزخ دی.
4. هغه به د هر شي سره چې ورته خدای ویل کیږي او د هر شي سره چې عبادت یې کیږي، مخالفت کوي او خپل ځان به د ټولو څخه لوړ ګڼي. هغه به د خدای په کور کې کښېني او د خدایۍ دعوه به کوي.
5. ایا تاسو ته په یاد نه دي چې کله زه تاسو سره وم نو د دې ټولو شیانو په هکله مې درته وویل؟
6. نو اوس تاسو پوهېږئ چې څه شی به د هغه د راتللو مخه نیسي، ترڅو هغه په خپل ټاکلي وخت کې راښکاره شي.
7. ځکه چې هغه بدکاره اوس هم په پټه کار کوي. خو هغه به هغه وخت ښکاره شي چې هغه څوک چې د هغه مخه نیسي، هغه به لرې شي.
8. بیا به هغه بدکاره سړی راښکاره شي او څښتن عیسی به هغه د خولې په پوکي سره ووژني او د خپل جلال نه ډک راتګ سره به هغه له منځه یوسي.
9. هغه خبیثه ارواح به د شیطان په قدرت سره راځي او هر ډول معجزې به ښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي چې خلک وغولوي.
10. هغه به د هغو خلکو سره چې د بربادۍ خواته روان دي، د هر ډول چل څخه کار واخلي. هغوی به تباه کیږي، ځکه چې حقیقت نه خوښوي او نه یې مني، ترڅو خلاصون ومومي.
11. له دې امله خدای به هغوی پرېږدي چې وغولیږي، ترڅو په دروغو باندې باور وکړي.
12. نو هغو ټولو خلکو ته به چې په حقیقت باور نه لري او د بدو کارونو څخه خوند اخلي، سزا ورکړل شي.
13. خو ای څښتن ته ګرانو خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو دپاره د خدای شکر وکړو. خدای تاسو لکه د اولني حاصل په شان د خلاصون دپاره غوره کړي یئ، هغه خلاصون چې د روح القدس په وسیله تاسو پاک او سپېڅلي او په حقیقت باندې په باور لرلو سره پیدا کیږي.
14. هغه تاسو د هغه زېري په وسیله چې مونږ درته راوړ، راوبللئ، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په جلال کې شریک شئ.
15. نو بیا ای خویندو او ورونو! هغه څه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی، که هغه مو درته په خوله ویلي دي یا مو د لیک په وسیله درکړی دی، په هغه باندې ټینګ ودرېږئ او عمل ورباندې وکړئ.
16. نو خپله زمونږ څښتن عیسی مسیح او زمونږ پلار خدای دې چې زمونږ سره یې مینه وکړه او په خپل فضل سره یې مونږ ته تلپاتې تشویق او ښه هیله راکړه،
17. تاسو ته د زړونو تسلي درکړي او په هر ښه کار او خبرو کې دې تاسو ته قوت درکړي.
About دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2
Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تسالونیکیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تسالونیکیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2?
دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2 is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تسالونیکیانو ته
Explore More from نوی عهد
- دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3
- عبرانیانو ته Chapter 2
- مکاشفه Chapter 3
- اعمال رسولان Chapter 8
- یوحنا Chapter 21
- غلاطیانو ته Chapter 5
- رومیانو ته Chapter 16