متی Chapter 17

For English

Read متی Chapter 17 Online

Read متی Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متی 17

فصل 17

1. شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او د یعقوب ورور یوحنا د ځان سره واخیستل او یو لوړ غره ته یې بوتلل چې هلته یوازې اوسي.

2. د هغوی په مخکې د هغه څېره بلکل بدله شوه او مخ یې لکه د لمر په شان ځلېده او کالي یې د رڼا په شان سپین شول.

3. بیا ناڅاپه شاګردانو ته موسی او الیاس ښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې.

4. نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. که ته غواړې نو زه به دلته درې خېمې جوړې کړم، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.»

5. هغه لا خبرې کولې چې یوه سپینه ورېځ راخپره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ او د ورېځې څخه یو اواز راغی او ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم. هغه ته غوږ ونیسئ.»

6. کله چې شاګردانو دا واورېدل، نو له ډېرې وېرې په ځمکه پړمخې پرېوتل.

7. بیا عیسی هغوی ته ورغی او په هغوی باندې یې لاس کېښود او ورته ویې ویل: «پاڅېږئ، مه وېرېږئ.»

8. کله چې شاګردانو خپلې سترګې خلاصې کړې نو پرته له عیسی یې بل هېڅوک هلته ونه لیده.

9. کله چې هغوی د غره څخه راښکته کېدل، نو عیسی هغوی ته امر وکړ: «څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله تر هغه وخته پورې چاته څه مه وایئ ترڅو پورې چې د انسان زوی بېرته د مړو ‎څخه راژوندی شوی نه وي.»

10. شاګردانو د عیسی نه پوښتنه وکړه: «بیا د شریعت عالمان ولې وایي چې لومړی باید الیاس راشي؟»

11. عیسی ځواب ورکړ: «دا رښتیا ده چې لومړی به الیاس راځي او هرڅه به سم کړي.

12. خو زه تاسو ته وایم چې الیاس لا پخوا راغلی دی، خو خلکو هغه ونه پېژانده او هرڅه چې دوی غوښتل د هغه سره یې وکړل. په همدې ډول به د انسان زوی هم د هغوی د لاسه وکړیږي.»

13. بیا شاګردان پوه شول چې هغه ورته د تعمید ورکوونکي یحیی په هکله خبرې کولې.

14. کله چې عیسی او شاګردان یې بېرته خلکو ته راغلل، نو یو سړی عیسی ته راغی، د هغه په مخکې په ګونډو شو

15. او ویې ویل: «ای ښاغلیه! زما په زوی باندې رحم وکړه. په هغه باندې میرګي راځي او داسې سختې حملې ورباندې راځي چې اکثره وختونه هغه په اور یا اوبو کې غورځیږي.

16. هغه مې ستا شاګردانو ته راوست، خو ویې نه شو کولای چې هغه روغ کړي.»

17. عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه او بې لارې خلکو، ترڅو پورې به زه تاسو سره یم؟ ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟ هغه هلک دلته ماته راولئ.»

18. عیسی هغه پېري ته په کلکه امر وکړ، نو هغه د هلک څخه راووت او په هماغه ساعت هلک روغ شو.

19. بیا شاګردان عیسی ته راغلل او کله چې هغوی یوازې وو نو پوښتنه یې ترې وکړه: «مونږ ولې ونه شو کولای چې هغه پېری وباسو؟»

20. هغه ورته وویل: «ځکه چې ستاسو ایمان کمزوری دی. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان هم ولرئ، نو کولای شئ دې غره ته ووایئ چې د دې ځای څخه هغه ځای ته لاړ شه، نو هغه به لاړ شي او هېڅ کار به ستاسو دپاره ناشونی نه وي. [

21. دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو او د روژې په نیولو سره کېدای شي وویستل شي.]»

22. کله چې ټول شاګردان په جلیل کې سره یوځای شول نو عیسی ورته وویل: «د انسان زوی به خلکو ته په لاس ورکړل شي

23. او هغوی به یې ووژني. خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» د دې خبرې په اورېدلو شاګردان ډېر غمجن شول.

24. کله چې عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته راغلل، نو د خدای د کور دپاره د مالیې راټولوونکي پطروس ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ستا استاذ د خدای د کور مالیه ورکوي؟»

25. پطروس وویل: «هو، هغه یې ورکوي.» کله چې پطروس کور ته لاړ، نو مخکې له دې چې څه ووایي، عیسی ورته وویل: «ای شمعونه، ته څه فکر کوې د نړۍ پاچاهان د چا څخه محصول او مالیه اخلي؟ د خپلو خلکو څخه یا د پردیو څخه؟»

26. پطروس ځواب ورکړ: «د پردیو څخه.» عیسی وویل: «نو بیا د دوی خپل خلک د مالیې ورکولو څخه معاف دي.

27. خو مونږ نه غواړو چې دا خلک خفه کړو. نو لاړ شه، په دریاب کې چنګک واچوه او کوم ماهي چې دې اول ونیوه هغه راوباسه او د هغه خوله خلاصه کړه، نو د سپینو زرو یوه سکه به په کې پیدا کړې. هغه واخله او د هغې څخه زما او ستا دواړو مالیه ورکړه.»

About متی Chapter 17

Read متی Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متی
Chapter: 17
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متی Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متی Chapter 17?

متی Chapter 17 is part of the Book of متی in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متی Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from متی

  1. متی Chapter 26
  2. متی Chapter 16
  3. متی Chapter 2
  4. متی Chapter 14
  5. متی Chapter 8
  6. متی Chapter 19
  7. متی Chapter 13

Explore More from نوی عهد

  1. غلاطیانو ته Chapter 6
  2. اعمال رسولان Chapter 1
  3. رومیانو ته Chapter 2
  4. مرقس Chapter 15
  5. فلیمون Chapter 1
  6. یوحنا Chapter 10
  7. مکاشفه Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 84
  2. لوقا Chapter 4
  3. زبور Chapter 126
  4. قاضیان Chapter 12
  5. یشوع Chapter 13
  6. دوهم پادشاهان Chapter 9
  7. اشعیا Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *