دوهم سموئیل Chapter 6

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 6 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم سموئیل 6

فصل 6

1. داود یو ځل بیا د اسراییلو غوره شوي عسکر راغونډ کړل، چې شمېر یې دېرش زره تنه وو.

2. هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د یهودا بعلې ته لاړ شي د دې دپاره چې له هغه ځای څخه د خدای د لوظ صندوق راوړي. په صندوق باندې د مطلق قادر څښتن نوم دی او په هغه باندې د کروبیانو مجسمې دي چې د څښتن تخت د دې مجسمو دپاسه دی.

3. هغوی د خدای د لوظ صندوق د غوایانو په یوې نوې ګاډۍ کې کېښود او هغه یې د ابیناداب د کور څخه چې په غونډۍ باندې ؤ راوړ. د ابیناداب زامنو عزه او اخیو د ګاډۍ د لارښوونې دپاره د هغې سره تلل

4. او اخیو د ګاډۍ په مخکې روان ؤ.

5. داود او نورو ټولو اسراییلیانو په خپل ټول توان سره څښتن ته د درناوي په خاطر نڅا ګانې کولې او سندرې یې ویلې. هغوی رڅپرکی، چمبه، چنګ او تال غږاوه.

6. څنګه چې دوی د ناکون درمند ځای ته ورسېدل، غوایان وښوئېدل او عزه خپل لاس وراوږد کړ او د لوظ صندوق یې ونیوه.

7. څښتن په عزه باندې د هغه د بې پروایۍ په خاطر ډېر په قهر شو. د دې ګناه له امله څښتن هغه وواژه او هغه د خدای د لوظ د صندوق په څنګ کې مړ شو.

8. نو داود په غصه شو ځکه چې څښتن په قهر سره عزه ته سزا ورکړه او تر نن ورځې پورې هغه ځای د فارز عزه په نوم یادیږي.

9. په هغه ورځ داود د څښتن څخه ډېر ووېرېده او ویې ویل: <اوس به څنګه وکولای شم چې د څښتن د لوظ صندوق د ځان سره یوسم؟>

10. نو هغه ونه غوښتل چې صندوق د ځان سره د داود ښار ته یوسي. نو هغه خپله اصلي لاره پرېښوده او د هغه په ځای یې صندوق د عوبید ادوم جتي کور ته یووړ.

11. د څښتن صندوق درې میاشتې هلته پاتې شو او څښتن عوبید ادوم او د هغه ټولې کورنۍ ته برکت ورکړ.

12. داود پادشاه خبر شو چې څښتن عوبید ادوم، د هغه کورنۍ او شتمنۍ ته چې هغه درلودله د لوظ د صندوق په خاطر برکت ورکړ. نو هغه د لوظ صندوق د عوبید ادوم له کور څخه واخیست چې د یو لوی جشن په نیولو سره یې اورشلیم ته یوسي.

13. کله چې هغو نفرو چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه، شپږ قدمونه واخیستل، داود یو غویی او یو چاغ خوسی قرباني کړل.

14. داود د کتان پېشبند اغوستی ؤ او په خپل ټول توان سره یې څښتن ته د درناوي په خاطر نڅا کوله.

15. نو داود او ټولو اسراییلیانو د خوشالۍ په چیغو او د سرنیو په اواز سره د څښتن د لوظ صندوق اورشلیم ته راوړ.

16. کله چې صندوق د داود ښار ته راوړل شو، د شائول لور میکال له کړکۍ څخه وکتل او وې لیدل چې داود پادشاه د څښتن په مخ کې ټوپونه وهي او نڅا کوي، نو هغه یې په خپل زړه کې سپک وګاڼه.

17. هغوی د لوظ صندوق راوړ او هغه یې په هغې خېمه کې کېښود چې داود د هغه دپاره ودرولې وه. وروسته بیا داود څښتن ته سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې.

18. کله چې داود د نذرانو له وړاندې کولو څخه وزګار شو، هغه د خلکو دپاره د مطلق قادر څښتن په نوم برکت وغوښت.

19. هغه د اسراییلو ټول ولس، هم سړیو او هم ښځو، هر یو ته، یوه ډوډۍ، یوه ټوټه غوښه او د ممیزو یوه کلچه ووېشله. بیا ټول خلک خپلو کورونو ته لاړل.

20. کله چې داود خپل کور ته راستون شو چې د خپلې کورنۍ دپاره برکت وغواړي، د هغه ښځه میکال، د شائول لور د هغه مخې ته ورووتله او ورته ویې ویل: <د اسراییلو پادشاه نن خپل نوم لوړ کړ او د خپلو خدمتګارانو د وینځو په نظر کې یې خپل ځان لکه د یو احمق په شان لوڅ کړ.>

21. داود ځواب ورکړ: <ما څښتن ته د درناوي په خاطر نڅا کوله، چې زه یې ستا د پلار او د هغه د ټولې کورنۍ په ځای غوره کړی یم او زه یې د خپل قوم اسراییلو مشر جوړ کړی یم. او زه به په راتلونکې کې هم د څښتن په مخکې خوشالي کوم.

22. زه به خپل ځان له دې څخه نور هم رسوا کړم. ښایي ستا باور به دا وي چې زه هیڅ هم نه یم، خو د دې وینځو په خیال کې زه به د قدر وړ اوسم!>

23. نو د مرګ تر ورځې پورې د شائول د لور میکال اولاد پیدا نه شو.

About دوهم سموئیل Chapter 6

Read دوهم سموئیل Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 6?

دوهم سموئیل Chapter 6 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 19
  5. دوهم سموئیل Chapter 1
  6. دوهم سموئیل Chapter 22
  7. دوهم سموئیل Chapter 17

Explore More from زوړ عهد

  1. دانیال Chapter 1
  2. شمېر Chapter 3
  3. ایوب Chapter 37
  4. دوهم تواریخ Chapter 32
  5. حزقیال Chapter 7
  6. پیدایښت Chapter 12
  7. دوهم تواریخ Chapter 13

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 91
  2. زبور Chapter 97
  3. غلاطیانو ته Chapter 5
  4. ایوب Chapter 40
  5. اشعیا Chapter 16
  6. دوهم پادشاهان Chapter 23
  7. یوحنا Chapter 14
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *