Read ایوب Chapter 14 Online
Read ایوب Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 14
فصل 14
1. يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،
2. د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
3. تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟
4. د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.
5. ځکه چې د هغوئ د عُمر حد مقرر دے، او د هغوئ د مياشتو شمېر تا ته معلوم دے، او دا تا مقررې کړې دى او دا نۀ شى بدلېدلے،
6. نو مونږ پرېږده چې آرام وکړُو. مونږ د مزدورانو په شان يُو او مونږ پرېږده چې خپل کار په خېر ختم کړُو.
7. کۀ يوه ونه هم راوغورزولے شى، نو امکان شته دا به بيا راوشى، او د دې شنۀ کېدل به نۀ ختميږى.
8. اګر چې د دې جرړې په زمکه کښې زړيږى، او د دې مونډ په زمکه کښې ورَستيږى،
9. خو يو څاڅکى اوبو سره به دا بيا را شنه شى، او د يوې نوې ونې په شان به دا بيا څانګې ونيسى.
10. خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟
11. لکه څنګه چې د يو ډنډ اوبۀ کميږى، او په سيند کښې اوبۀ اوچيږى،
12. نو انسان په قبر کښې څملى او بيا نۀ راپاڅى، چې ترڅو پورې آسمانونه ختم شوى نۀ وى، نو هغوئ به د خپل خوب نه نۀ راپاڅى.
13. کاش، چې تا زۀ په قبر کښې پټ کړے وے، او چې تر هغې پورې دې زۀ فنا کړے وے چې ستا غصه تېره شوے وے، او يا دې يو وخت مقرر کړے وے چې زۀ دې راپه ياد شوے وے.
14. چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.
15. تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى.
16. بيا به تۀ زما په هر قدم باندې نظر ساتې، خو زما د ګناهونو حساب به نۀ کوې.
17. زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې.
18. خو غر راوغورزيږى او ټوټې ټوټې شى، او غټ غټ کاڼى د خپل ځائ نه وخوځيږى،
19. اوبۀ کاڼى مږى، او سېلاب د زمکې خاوره اوړى، نو داسې تۀ د انسان اُميد تباه کوې.
20. تۀ په هغوئ باندې تل غالب يې او هغوئ ختميږى، تۀ د هغوئ شکلونه بدلوې او د مرګ په طرف يې بوځې.
21. کۀ د هغۀ بچو ته عزت مِلاو شى، نو هغۀ ته پته نۀ لګى، او کۀ د هغۀ د بچو سپکاوے وشى نو هم هغۀ ته پته نۀ لګى.
22. هغۀ ته صِرف د خپل بدن درد محسوسيږى، او هغه صرف په خپل غم کښې آخته وى.“
About ایوب Chapter 14
Read ایوب Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 14
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 14?
ایوب Chapter 14 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 25
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 33
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 25
- دوهم تواریخ Chapter 23
- اول پادشاهان Chapter 19
- خروج Chapter 31
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- حزقیال Chapter 23
- پیدایښت Chapter 8