Read متی Chapter 16 Online
Read متی Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متی 16
فصل 16
1. فریسیان او صدوقیان عیسی ته راغلل چې هغه وازمایي، نو د هغه نه یې وغوښتل چې دوی ته یوه اسماني معجزه وښایي.
2. عیسی په ځواب کې وویل: «کله چې ماښام شي، نو تاسو وایئ چې هوا به ښه وي، ځکه چې اسمان سور دی
3. او د سهار په وخت کې کله چې اسمان سور او په ورېځو کې پټ وي، نو تاسو وایئ چې نن به باران وشي. تاسو اسمان ته په کتلو سره کولای شئ چې د هوا د حالت پېشګويي وکړئ، خو د دې زمانې د نښو په معنی نه پوهېږئ.
4. د دې زمانې بدکاره او بې ایمانه خلک معجزه غواړي، خو یوازېنۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس نبي معجزه ده.» بیا عیسی هغوی پرېښودل او لاړ.
5. کله چې شاګردان د دریاب بلې غاړې ته پورې وتل، نو دا یې هېر کړل چې د ځان سره ډوډۍ یوسي.
6. عیسی هغوی ته وویل: «پام کوئ چې د فریسیانو او صدوقیانو د خمیرې نه به ځانونه ساتئ.»
7. هغوی په خپل منځ کې سره بحث شروع کړ او ویې ویل: «هغه ځکه دا خبره کوي چې مونږ ډوډۍ نه ده راوړې.»
8. عیسی پوه شو چې هغوی څه وایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ستاسو ایمان څومره کمزوری دی، ولې په دې هکله بحث کوئ چې ډوډۍ درسره نشته؟
9. تاسو لا تر اوسه هم نه پوهېږئ؟ ایا هغه پنځه ډوډۍ او پنځه زره کسان مو په یاد نه دي چې د پاتې شویو ډوډیو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟
10. یا هغه اووه ډوډۍ د څلور زرو تنو دپاره او دا چې د هغو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟
11. تاسو څنګه په دې پوه نه شوئ چې ما د ډوډۍ په هکله خبرې نه کولې؟ بلکې ما تاسو ته ویلي وو چې د فریسیانو او صدوقیانو د خمیرې څخه ځانونه ساتئ.»
12. بیا شاګردان پوه شول چې عیسی هغوی ته دا نه وو ویلي چې د هغې خمیرې نه ځانونه وساتئ چې په ډوډۍ کې ترې کار اخیستل کیږي، بلکې د فریسیانو او صدوقیانو د تعلیم څخه ځان ساتل ؤ.
13. کله چې عیسی د فیلیپوس د قیصریې سیمې ته ورسېده، نو د خپلو شاګردانو څخه یې پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې د انسان زوی څوک دی؟»
14. هغوی ځواب ورکړ: «ځینې وایي چې تعمید ورکوونکی یحیی دی، ځینې وایي چې الیاس نبي دی او نور وایي چې ارمیا نبي یا کوم بل پیغمبر دی.»
15. عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟»
16. شمعون پطروس ځواب ورکړ: «ته مسیح، د ژوندي خدای زوی یې.»
17. عیسی وویل: «ای د یوحنا زویه شمعونه! ته بختور یې. ځکه چې دا درته انسان نه دي ښودلي بلکې زما اسماني پلار درته ښکاره کړي دي.
18. خو زه تاته وایم چې ته پطروس یې چې معنی یې تیږه ده او زه په دې تیږې باندې خپله کلیسا جوړوم او حتی مرګ هم دومره قدرت نه لري چې په هغې باندې بریالی شي.
19. زه به تاته د اسماني پاچاهۍ کیلي ګانې درکړم، هرڅه چې ته د ځمکې په مخ ناروا وګڼې، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼې، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي.»
20. بیا عیسی خپلو شاګردانو ته په کلکه امر وکړ چې هېچا ته ونه وایئ چې هغه مسیح دی.
21. د هغه وخت نه عیسی خپلو شاګردانو ته په ښکاره ویل چې هغه باید اورشلیم ته لاړ شي او هلته به د قوم د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا کړاوونه وویني او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.
22. بیا پطروس هغه له لاسه ونیوه او ګوښه یې کړ او د هغه په خبرو یې نیوکه وکړه چې داسې خبرې ونه کړي: «خدای دې نه کړي استاذه! په تا دې هېڅکله داسې ونه شي.»
23. بیا عیسی پطروس ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «زما د مخې نه لېرې شه شیطانه! ته زما د لارې خنډ یې، ځکه چې ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»
24. بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي، نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، خپل صلیب دې راواخلي او ما پسې دې راځي.
25. ځکه هرڅوک چې وغواړي خپل ځان وساتي، نو هغه به یې له لاسه ورکړي او څوک چې زما په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي نو هغه به رښتینی ژوند تر لاسه کړي.
26. د یو چا دپاره به څه ګټه وي چې ټوله نړۍ لاسته راوړي خو خپل ځان له لاسه ورکړي؟ یا د خپل ژوند په بدل کې هغه څه شی ورکولای شي؟
27. ځکه چې د انسان زوی به د خپل پلار په جلال کې د خپلو فرښتو سره راځي او بیا به هرچا ته د هغه د عمل له مخې بدل ورکوي.
28. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي ترڅو یې د انسان د زوی پاچاهي نه وي لیدلي.»
About متی Chapter 16
Read متی Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متی
Chapter: 16
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متی Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متی Chapter 16?
متی Chapter 16 is part of the Book of متی in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متی Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from متی
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 2
- اول تیموتاوس Chapter 1
- متی Chapter 23
- یوحنا Chapter 15
- افسیانو ته Chapter 1
- متی Chapter 13
- اول قرنتیانو ته Chapter 1