Read ارمیا Chapter 26 Online
Read ارمیا Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ارمیا 26
فصل 26
1. دلته يرمياه ته د مالِک خُدائ پېغام د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه د حکومت په وړومبنى سر کښې ورکړے شو.
2. مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
3. کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.
4. هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،
5. او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو،
6. نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“
7. کله چې يرمياه د مالِک خُدائ په کور کښې دا کلام واورولو نو اِمامانو، پېغمبرانو او ټولو خلقو د هغۀ کلام واورېدو،
8. نو چې څنګه يرمياه هغه کلام خلقو ته اورول ختم کړو کوم چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے وو چې دې خلقو ته يې واوروى نو سمدستى اِمامانو، نبيانو او ټولو خلقو هغه ونيولو او چغې يې کړې، ”دا ضرورى ده چې تۀ د دې په وجه مړ شې.
9. تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.
10. کله چې د يهوداه آفسرانو د دې خبرو په حقله واورېدل، هغوئ د شاهى محل نه د مالِک خُدائ د کور طرف ته لاړل او هلته د نوې دروازې په نوم دروازه کښې په داخلېدو سره په خپلو ځايونو باندې کښېناستل.
11. نو بيا اِمامانو او پېغمبرانو، ټولو آفسرانو او نورو خلقو ته وفرمائيل چې، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورکړے شى ځکه چې هغۀ د دې ښار خِلاف پېشګوئې وکړه او تاسو په خپلو غوږُونو واورېده.“
12. نو بيا يرمياه ټولو آفسرانو او ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ رالېږلے يم چې د دې کور او د دې ښار خِلاف هغه ټولې پېشګويانې وکړم کومې چې تاسو واورېدلې.
13. تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.
14. ترڅو پورې چې زما خبره ده، زۀ خو ستاسو په قبضه کښې يم، څۀ چې تاسو ته ښۀ او صحيح ښکارى هم هغه ما سره وکړئ.
15. خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بېګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“
16. نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“
17. نو بيا د قوم يو څو مشران راپاڅېدل او ټولو حاضرو خلقو ته يې ووئيل چې،
18. ”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.
19. ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“
20. په هغه ورځو کښې يو بل نبى د اورِياه په نوم چې د قِريَتيعريم اوسېدونکے وو او د سمعياه زوئ وو د يرمياه نبى په شان د مالِک خُدائ په نوم نبوت کولو. هغۀ هم د دې ښار او د دې خلقو خلاف لکه څنګه چې يرمياه خبرې کړې وې يو شان خبرې وکړې.
21. کله چې يهويقيم بادشاه، او د هغۀ ټولو فوجيانو او آفسرانو د اورِياه خبرې واورېدلې، نو بادشاه د هغۀ د قتلولو کوشش وکړو. خو کله چې اورِياه واورېدل نو د يرې نه مِصر ته وتښتېدلو.
22. نو بيا يهويقيم بادشاه الناتن د عکبور زوئ مِصر ته سره د نورو کسانو ولېږلو.
23. نو هغوئ اورِياه په مِصر کښې ونيولو او يهويقيم بادشاه له يې راوستلو، او هغه يې په تُوره قتل کړو او د هغۀ لاش يې د عامو خلقو په قبرستان کښې ښخ کړو.
24. خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.
About ارمیا Chapter 26
Read ارمیا Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ارمیا
Chapter: 26
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ارمیا Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ارمیا Chapter 26?
ارمیا Chapter 26 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ارمیا
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- ارمیا Chapter 35
- ارمیا Chapter 5
- ارمیا Chapter 27
- ارمیا Chapter 2
- ارمیا Chapter 44
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 22
- ایوب Chapter 36
- استر Chapter 1
- دوهم تواریخ Chapter 1
- شمېر Chapter 28
- اشعیا Chapter 53
- اول تواریخ Chapter 5