Read زکریا Chapter 4 Online
Read زکریا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زکریا 4
فصل 4
1. بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى.
2. ”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.
3. هم دې سره خوا ته دوه د زيتُونو ونې دى، يو د جام ښى طرف ته او بله ګس طرف ته ده.“
4. ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“
5. هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو.
6. نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُڅپرکیل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
7. هيڅ څيز هم نه، تر دې چې د زرُڅپرکیل په لار کښې غټ غرونه هم نۀ شى ودرېدلے، دا به د هغۀ په وړاندې هوار کړے شى. او کله چې زرُڅپرکیل د خُدائ د کور آخرى کاڼے په خپل ځائ کښې ږدى، خلق به چغې ووهى، خُدائ دې برکت ورکړى. خُدائ دې برکت ورکړى.“
8. بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
9. ”د زرُڅپرکیل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
10. وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُڅپرکیل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“
11. بيا ما د فرښتې نه تپوس وکړو، ”دا د زيتُونو دوه ونې څۀ دى چې د ډيوټ ښې او ګس طرف ته دى؟“
12. او بيا ما هغې نه تپوس وکړو، ”دا دوه د زيتُونو څانګې چې د سرو زرو دوه نلکو په خوا کښې دى چې ترې تېل بهيږى دا څۀ دى؟“
13. هغې جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، مالِکه،“ ما ورته ووئيل.
14. نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“
About زکریا Chapter 4
Read زکریا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زکریا
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زکریا Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زکریا Chapter 4?
زکریا Chapter 4 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زکریا Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زکریا
- زکریا Chapter 1
- زکریا Chapter 2
- زکریا Chapter 10
- زکریا Chapter 9
- زکریا Chapter 14
- زکریا Chapter 7
- زکریا Chapter 5
Explore More from زوړ عهد
- پیدایښت Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 13
- اول تواریخ Chapter 24
- ایوب Chapter 5
- دوهم تواریخ Chapter 25
- زکریا Chapter 6
- زبور Chapter 106