Read اشعیا Chapter 19 Online
Read اشعیا Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اشعیا 19
فصل 19
1. دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.
2. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.
3. مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.
4. زۀ به مِصر يو ظالم مالِک ته حواله کړم، يو طاقتور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
5. د نيل په درياب کښې به اوبۀ کمې شى او درياب به مکمل اوچ شى.
6. کله چې د درياب نِهرونه په کمېدو شى او اوچيږى نو د دې نه به خراب بوئ ځى. لوخې او جاړې به اوچې شى،
7. او د نيل درياب په غاړه چې څومره بوټى دى هغه به اوچ شى. او د درياب سره نزدې ټول کَرلے شوى پټى به اوچ شى او په هوا کښې به والوځى.
8. ماهيګر به فرياد کوى او ژاړى به، د کُنډو او د جالونو والا به غمژن وى.
9. جولاګان او څوک چې د لټې جامې جوړوى به نااُميده وى.
10. د کپړې جوړوونکى به سخت مايُوسه وى، او ټول کاريګر به پرېشانه وى.
11. د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“
12. اے د مِصر بادشاه، ستا هغه هوښيار مشيران چرته دى؟ هغوئ دې معلوم کړى او تا ته دې ووائى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د مِصر دپاره څۀ منصوبې لرى.
13. د ضُعن مشران کم عقل دى او د ميمفِس مشرانو دوکه خوړلې ده. دغه مشرانو مِصر بېلارې کړے دے.
14. مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى.
15. او مِصر به هيڅ هم نۀ شى کولے، کۀ مشر وى او کۀ کشر، کۀ لوئ وى او کۀ وړوکے.
16. په هغه ورځ به مِصريان د ښځو په شان کمزورى وى. چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت کړى نو هغوئ به د يرې نه ولړزيږى.
17. او د يهوداه مُلک په وجه به په مِصريانو باندې يره راشى، هر چا ته چې د يهوداه نوم واخستلے شى نو هغه به ويريږى، دا د هغه منصوبې په وجه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خِلاف تياره کړې ده.
18. په هغه وخت کښې به د مِصر په پينځو ښارونو کښې عبرانى ژبه وئيلے شى. د هغه ځائ خلق به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په نوم د وفادارۍ قسمونه کوى. په هغه ښارونو کښې به د يو ښار نوم ”د نمر ښار“ وى.
19. په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.
20. دا به په مِصر کښې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د موجودګۍ نښې وى. کله چې هلته د خلقو سره ظلم زياتے کيږى او د مدد دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړى، نو هغه به د هغوئ د بچ کولو دپاره خلاصونکے ورلېږى.
21. مالِک خُدائ به د مِصر خلقو ته خپل ځان څرګند کړى او هغوئ به يې قبول کړى او د هغۀ عبادت به کوى او هغۀ ته به قربانۍ او نذرانې پېش کوى. هغوئ به د هغۀ سره پاخۀ لوظونه وکړى او خپلې وعدې به ورسره پوره کوى.
22. مالِک خُدائ به مِصريانو له سزا ورکړى، خو هغه به يې بيا روغ کړى. هغوئ به هغۀ ته راوګرځى او هغه به د هغوئ سوال قبول کړى او هغوئ به روغ کړى.
23. په هغه وخت کښې به د مِصر او اسور په مينځ کښې يوه لويه لار وى. او د دواړو مُلکونو خلق به د يو بل مُلک ته ځى راځى او د مِصر او اسور قومونه به په يو ځائ عبادت کوى.
24. په هغه وخت کښې به بنى اِسرائيل د مِصر او اسور سره ملګرے شى او دا درې واړه قومونه به د ټولې دُنيا دپاره د برکت سبب جوړ شى.
25. مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“
About اشعیا Chapter 19
Read اشعیا Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اشعیا
Chapter: 19
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اشعیا Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اشعیا Chapter 19?
اشعیا Chapter 19 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اشعیا
- اشعیا Chapter 1
- اشعیا Chapter 25
- اشعیا Chapter 18
- اشعیا Chapter 66
- اشعیا Chapter 54
- اشعیا Chapter 33
- اشعیا Chapter 51
Explore More from زوړ عهد
- ایوب Chapter 2
- پیدایښت Chapter 12
- اول تواریخ Chapter 2
- میکاه Chapter 1
- متلونه Chapter 12
- ایوب Chapter 35
- ارمیا Chapter 46