Read عاموس Chapter 1 Online
Read عاموس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عاموس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عاموس 1
فصل 1
1. د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.
2. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“
3. مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.
4. نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِنحدد قلعه ګانې وسوزوى.
5. زۀ به د دمشق دروازې ماتې کړم او د آون د وادۍ بادشاه چې په تخت ناست دے به ووژنم، زۀ به د بيتعدن بادشاه تباه کړم. د آرام خلق به د قير مُلک ته جلاوطن شى،“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
6. مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،
7. نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى.
8. زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.
9. مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.
10. نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“
11. مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.
12. نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“
13. مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى.
14. نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى.
15. د هغوئ بادشاه به خپلو آفسرانو سره يو ځائ جلاوطن شى،“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
About عاموس Chapter 1
Read عاموس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عاموس
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عاموس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عاموس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عاموس Chapter 1?
عاموس Chapter 1 is part of the Book of عاموس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عاموس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from عاموس
- عاموس Chapter 4
- عاموس Chapter 5
- عاموس Chapter 7
- عاموس Chapter 3
- عاموس Chapter 6
- عاموس Chapter 7
- عاموس Chapter 6