Read دوهم تواریخ Chapter 11 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 11
فصل 11
1. کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېده، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یوځل بیا تر خپل واک لاندې راولي.
2. خو څښتن شمعیه نبي ته وویل:
3. «د یهودا پاچا یعنې د سلیمان زوی رحبعام او د یهودا او بنیامین د قبیلو اسراییلیانو ته ووایه:
4. ‹د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.›» نو هغوی د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او د یروبعام په خلاف جګړې ته لاړ نه شول.
5. رحبعام په اورشلیم کې پاتې شو او په یهودا کې یې څو ښارونه په نظامي کلاګانو بدل کړل، ترڅو د خپلې سیمې په دفاع کولو کې ورڅخه کار واخلي. په هغو کې دا ښارونه شامل وو:
6. بیت لحم، عیتام، تقوع،
7. بیت صور، سوکوه، عدولام،
8. جت، مریشه، زیف،
9. ادورایم، لاکیش، عزیقه،
10. زرعه، ایالون او حبرون. دا د یهودا او د بنیامین قوي ښارونه دي.
11. هغه هر یو ښار ته د لښکرو یو یو قوماندان ورکړ او په ښارونو کې یې خواړه، د زیتونو تېل او د انګورو شراب ذخیره کړل.
12. دغه ښارونه یې په سپرونو او نېزو باندې سمبال کړل او په دې ډول یې هغه قوي کړل او د یهودا او بنیامین قبیلې یې د خپل واک لاندې وساتلې.
13. کاهنانو او لاویانو د اسراییلو هغه ټول ځایونه چې په کې اوسېدل، پرېښودل، ترڅو د رحبعام څخه ملاتړ وکړي.
14. څرنګه چې یروبعام او د هغه زامنو، لاویان د څښتن د کاهنانو په توګه د خپلو وظیفو څخه لېرې کړل، لاویانو په اسراییلو کې خپل جایداد او څړځایونه پرېښودل او اورشلیم او د یهودا نورو ځایونو ته یې کډه وکړه.
15. یروبعام خپل کاهنان غوره کړل چې د اسراییلو په سیمه ییزو عبادتځایونو کې، یعنې هغو ځایونو کې چې د سخوندرانو او د وزو بتان هم وو، خدمت وکړي.
16. د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه هغه خلک چې په اخلاص سره یې غوښتل د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي، لاویانو پسې اورشلیم ته لاړل، ترڅو وکولای شي چې د خپلو نیکونو څښتن خدای ته قربانۍ وړاندې کړي.
17. په دې کار باندې هغوی د یهودا پاچاهي قوي کړه او هغوی درې کاله د رحبعام د سلیمان د زوی څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې په دې دوران کې هغوی د داود او د سلیمان لاره غوره کړه.
18. رحبعام د داود د زوی یعنې یریموت د لور محلت سره واده وکړ چې مور یې د الیاب لور او د یسي لمسۍ یعنې ابیحایل وه.
19. د رحبعام او د محلت درې زامن پیدا شول چې دا یې نومونه وو: یعوش، شمریا او زهم.
20. بیا رحبعام د ابشالوم د لور معکې سره واده وکړ. ابیا، عتای، زیزا او شلومیت د هغوی اولادونه وو.
21. رحبعام اتلس ښځې او شپېته وینځې درلودلې او د اته ویشتو زامنو او د شپېتو لورګانو پلار ؤ. رحبعام ته د خپلو ټولو ښځو او وینځو څخه معکه ډېره ګرانه وه،
22. نو هغه ابیا د معکه زوی د خپلو زامنو مشر وټاکه، ترڅو د هغه څخه وروسته پاچا شي.
23. رحبعام په عاقلانه ډول خپلو زامنو ته مسوولیتونه وروسپارل او د یهودا او د بنیامین په قوي ښارونو کې یې هغوی ځای په ځای کړل. هغوی ته یې پرېمانه خوراکي شیان ورکړل او ډېرې ښځې یې ورته وکړې.
About دوهم تواریخ Chapter 11
Read دوهم تواریخ Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 11
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 11?
دوهم تواریخ Chapter 11 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
- دوهم تواریخ Chapter 9
- دوهم تواریخ Chapter 6
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 7
- زبور Chapter 71
- حزقیال Chapter 45
- متلونه Chapter 27
- اول سموئیل Chapter 27
- واعظ Chapter 11
- اشعیا Chapter 46