Read دوهم سموئیل Chapter 4 Online
Read دوهم سموئیل Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم سموئیل 4
فصل 4
1. کله چې د شائول زوی ایشبوشت واورېدل چې ابنیر په حبرون کې وژل شوی دی، هغه خپل همت له لاسه ورکړ او د اسراییلو ټول خلک ووېرېدل.
2. ایشبوشت دوه چریکي قوماندانان درلودل چې د یو نوم بعنه او د بل نوم ریکاب ؤ. هغوی د بیروتي رمون زامن وو او د بنیامین د قبیلې څخه وو. (بیروت د بنیامین یوه برخه ګڼل کیږي.
3. د هغه اصلي اوسېدونکي جتایم ته تښتېدلي وو، چې تر نن ورځې پورې هلته د بېګانه خلکو په شان اوسیږي.)
4. د شائول زوی یوناتان یو زوی درلود چې په دواړو پښو شل ؤ. هغه پنځه کلن ؤ چې د یزرعیل څخه د شائول او یوناتان د مړینې خبر راغی. د هغه دایي هغه واخیست او وتښتېدله، مګر هغه داسې په بیړه تلله چې هلک ولوېد او شل شو. د هغه نوم مفیبوشت ؤ.
5. نو بیا ریکاب او بعنه د ایشبوشت کور ته روان شول، هغوی د غرمې د ګرمۍ په مهال هلته ورسېدل. په دې وخت کې ایشبوشت د غرمې په خوب ویده ؤ.
6. د کور د دروازې ساتونکې ښځې غنم پاکول. د څو شېبو نه وروسته، هغه ستړې شوه او خوب وېوړه. نو ریکاب او بعنه پټ دننه لاړل.
7. دوی هغه وخت کور ته ورننوتل چې ایشبوشت د خپل خوب په کوټه کې په کټ کې پروت ؤ. هغه یې وواژه او د هغه سر یې پرې کړ. بیا د هغه سر یې د ځان سره واخیست او ټوله شپه یې د اردن په دره کې سفر وکړ.
8. اهغوی د ایشبوشت سر په حبرون کې داود ته راوړ او هغه ته یې وویل: <اعلیحضرته! دا ستاسو د دښمن شائول د زوی ایشبوشت سر دی، هغه شائول چې ستاسو د وژلو هڅه یې کوله. نن څښتن ستاسو بدله د شائول او د هغه د اولادې څخه واخیستله.>
9. مګر داود هغوی ته ځواب ورکړ: <د هغه ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې زه یې د ټولو مصیبتونو څخه خلاص کړی یم.
10. هغه څوک چې ماته صقلغ ته راغی او د شائول د مړینې خبر یې راوړ، دا ګمان یې کاوه چې ښه خبر یې راوړی دی. نو هغه مې ونیوه او ومې واژه. دا هغه انعام ؤ چې هغه ته مې د هغه د ښه خبر دپاره ورکړ!
11. دا نوره هم بده ده چې تاسو بدکاره سړیو یو بې ګناه سړی چې په خپل کور کې ویده ؤ قتل کړی دی! زه به اوس د هغه د قتل بدل ستاسو څخه واخلم او د ځمکې له مخ څخه به مو ورک کړم!>
12. نو داود خپلو نفرو ته حکم وکړ چې ریکاب او بعنه ووژني او هغوی دا کار وکړ. بیا یې د هغوی لاسونه او پښې پرې کړل او د هغوی مړي یې په حبرون کې د ډنډ په غاړه ځوړند کړل. مګر هغوی د ایشبوشت سر واخیست او په حبرون کې یې د ابنیر په هدیره کې ښخ کړ.
About دوهم سموئیل Chapter 4
Read دوهم سموئیل Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم سموئیل
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم سموئیل Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم سموئیل Chapter 4?
دوهم سموئیل Chapter 4 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-سموئیل
- دوهم سموئیل Chapter 15
- دوهم سموئیل Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 20
- دوهم سموئیل Chapter 19
- دوهم سموئیل Chapter 6
- دوهم سموئیل Chapter 1
- دوهم سموئیل Chapter 22
Explore More from زوړ عهد
- اول پادشاهان Chapter 19
- غزل غزلونه Chapter 3
- اشعیا Chapter 17
- زبور Chapter 14
- اول سموئیل Chapter 16
- دوهم تواریخ Chapter 11
- ارمیا Chapter 50