اول یوحنا Chapter 4

For English

Read اول یوحنا Chapter 4 Online

Read اول یوحنا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول یوحنا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اول یوحنا 4

فصل 4

1. ګرانو دوستانو، په هر روح باندې باور مه کوئ، بلکې هغه وازمایئ ترڅو ووینئ چې ایا هغه روح د خدای له خوا دی یا نه. ځکه چې په نړۍ کې ډېر جعلي پیغمبران راپیدا شوي دي.

2. په دې ډول د خدای روح پېژندل کیږي: که چېرې څوک په دې اقرار وکړي چې عیسی مسیح د انسان په جسم کې راغلی دی، نو هغه د خدای له خوا دی.

3. خو هر روح چې په دې اقرار نه کوي چې عیسی د خدای له خوا دی، نو دا د مسیح د دښمن روح دی چې د هغه په هکله مو اورېدلي دي چې نړۍ ته به راځي او هغه همدا اوس په دې نړۍ کې موجود دی.

4. خو ای ګرانو بچیانو! تاسو د خدای یئ او تاسو په جعلي پیغمبرانو باندې بری موندلی دی، ځکه هغه روح چې په تاسو کې دی هغه د هغه چا نه ډېر قوي دی کوم چې د دې نړۍ دی.

5. هغوی د دې نړۍ دي او نړۍ د هغوی خبرې اوري، ځکه چې هغوی د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي.

6. خو مونږ د خدای یو او هرڅوک چې خدای پېژني هغه زمونږ خبرو ته غوږ نیسي. څوک چې د خدای سره اړیکه نه لري، هغه زمونږ خبرو ته غوږ نه نیسي. په دې ډول مونږ رښتینی روح او دروغجن روح پېژنو.

7. ګرانو دوستانو، راځئ چې د یو بل سره مینه وکړو، ځکه چې مینه د خدای له خوا ده. هرڅوک چې مینه کوي هغه د خدای اولاد دی او خدای پېژني.

8. خو څوک چې مینه نه کوي هغه خدای نه پېژني، ځکه چې خدای مینه ده.

9. د خدای مینه مونږ ته په دې ډول ښکاره شوه چې خپل یوازېنی زوی یې نړۍ ته راولېږه ترڅو د هغه په وسیله مونږ تلپاتې ژوندون ولرو.

10. مینه همدا ده: دا نه ده چې مونږ د خدای سره وکړله، بلکې په دې کې ده چې خدای زمونږ سره وکړله او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره یې خپل زوی راولېږه ترڅو زمونږ ګناهونه وبخښل شي.

11. ګرانو دوستانو! څرنګه چې خدای زمونږ سره داسې مینه وکړله نو مونږ هم باید یو د بل سره مینه وکړو.

12. هېچا هم هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو که چېرې مونږ یو د بل سره مینه ولرو، نو خدای په مونږ کې اوسیږي او د هغه مینه به په مونږ کې کامله شي.

13. خدای مونږ ته روح القدس راکړی دی نو ځکه مونږ پوهېږو چې مونږ په هغه کې اوسېږو او هغه په مونږ کې اوسیږي.

14. مونږ په خپلو سترګو لیدلي او شاهدي ورکوو چې پلار خدای خپل زوی راولېږه ترڅو د نړۍ خلاصوونکی اوسي.

15. که څوک اقرار کوي چې عیسی د خدای زوی دی، نو خدای به په هغه کې اوسیږي او هغه په خدای کې.

16. مونږ پوه یو او باور لرو چې خدای زمونږ سره مینه لري. خدای مینه ده او هرڅوک چې په مینه کې خپل ژوند تېروي نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې اوسیږي.

17. په دې وسیله د خدای مینه په مونږ کې کامله شوې ده چې د قضاوت په ورځ ډاډه اوسو، ځکه چې په دې نړۍ کې زمونږ ژوند د عیسی د ژوند په شان دی.

18. په مینه کې وېره نشته، کامله مینه وېره لېرې کوي. څوک چې وېریږي نو هغه وېره د سزا په خاطر ده او په هغه کې مینه کامله شوې نه ده.

19. مونږ په دې خاطر د یو بل سره مینه کوو ځکه چې لومړی خدای زمونږ سره مینه وکړه.

20. که چېرې څوک ووایي چې زه د خدای سره مینه لرم، خو د خپل ورور نه کرکه کوي نو هغه دروغجن دی. که چېرې هغه خپل ورور سره چې لیدلی یې دی مینه نه کوي، نو دا نه شي کېدلی چې د خدای سره چې نه یې دی لیدلی مینه وکړي.

21. مسیح چې کوم حکم مونږ ته راکړی دی، هغه دا دی: هرڅوک چې د خدای سره مینه کوي باید د خپل ورور سره هم مینه وکړي.

About اول یوحنا Chapter 4

Read اول یوحنا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول یوحنا
Chapter: 4
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول یوحنا Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول یوحنا Chapter 4?

اول یوحنا Chapter 4 is part of the Book of اول یوحنا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول یوحنا Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-یوحنا

  1. اول یوحنا Chapter 5
  2. اول یوحنا Chapter 2
  3. اول یوحنا Chapter 1
  4. اول یوحنا Chapter 3
  5. اول یوحنا Chapter 5
  6. اول یوحنا Chapter 4
  7. اول یوحنا Chapter 3

Explore More from نوی عهد

  1. یهودا Chapter 1
  2. اول یوحنا Chapter 1
  3. عبرانیانو ته Chapter 7
  4. مرقس Chapter 9
  5. لوقا Chapter 4
  6. مکاشفه Chapter 14
  7. رومیانو ته Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 19
  2. اول سموئیل Chapter 18
  3. حزقیال Chapter 12
  4. ارمیا Chapter 50
  5. اشعیا Chapter 42
  6. ناحوم Chapter 3
  7. دوهم سموئیل Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *