دوهم سموئیل Chapter 9

For English

Read دوهم سموئیل Chapter 9 Online

Read دوهم سموئیل Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم سموئیل 9

فصل 9

1. یوه ورځ داود پوښتنه وکړه: <آیا د شائول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی؟ که چېرې وي نو زه به د یوناتان په خاطر ورسره مهرباني وکړم.>

2. نو د شائول د کورنۍ یو خدمتګار ؤ چې صیبا نومېده. هغه یې د داود حضور ته راوغوښت او پادشاه هغه ته وویل: <آیا ته صیبا یې؟>هغه ځواب ورکړ: <هو، اعلیحضرته، زه یم.>

3. پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه: <آیا د شائول د کورنۍ څخه څوک پاتې دی چې هغه ته د خدای احسان ښکاره کړم لکه څنګه چې ما د خدای سره وعده کړې ده چې زه به داسې کوم؟>صیبا ځواب ورکړ: <د یوناتان د زامنو څخه یو پاتې دی، چې هغه په دواړو پښو شل دی.>

4. پادشاه پوښتنه وکړه: <هغه چېرته دی؟>صیبا ځواب ورکړ: <په لودبار کې د عمیئیل د زوی ماخیر په کور کې دی.>

5. نو داود پادشاه هغه راوغوښت.

6. کله چې د یوناتان زوی او د شائول لمسی مفیبوشت داود ته راغی، هغه ته د درناوي په خاطر پړمخې پرېوت. داود وویل: <ای مفیبوشته!>هغه ځواب ورکړ: <ستاسو غلام یم>.

7. داود هغه ته وویل: <مه وېرېږه، ځکه چې زه به ستا د پلار یوناتان په خاطر په تا باندې مهرباني وکړم. ستا د نیکه شائول ټوله ځمکه به بېرته درکړم او ته به تل زما په دسترخوان باندې ډوډۍ خورې.>

8. مفیبوشت یو ځل بیا پړمخې پرېوت او ویې ویل: <اعلیحضرته! زما نه خو یو مړ سپی هم ښه دی، تاسو ولې زما سره دومره ښه کوئ؟>

9. وروسته بیا پادشاه د شائول خدمتګار صیبا راوغوښت او ورته ویې ویل: <ما ټول هغه شیان چې د شائول او د هغه د کورنۍ وو، ستا بادار یعنې د شائول لمسي مفیبوشت ته ورکړل.

10. ته، ستا زامن او ستا خدمتګاران دې ستا د بادار شائول د کورنۍ دپاره ځمکه وکرئ او حاصل یې راوړئ چې د هغوی دپاره خواړه تیار شي. مګر خپله مفیبوشت به تل زما په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري.> (صیبا پنځلس زامن او شل نوکران درلودل.)

11. صیبا ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! څه چې تاسو حکم کوئ زه به هماغسې وکړم.> نو مفیبوشت به لکه د پادشاه د یو زوی په شان د داود په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله.

12. د مفیبوشت یو وړوکی زوی ؤ چې میکا نومېده. د صیبا د کور ټول اوسېدونکي د مفیبوشت خدمتګاران شول.

13. نو مفیبوشت چې شل ؤ په اورشلیم کې اوسېده او د پادشاه په دسترخوان باندې یې تل ډوډۍ خوړله.

About دوهم سموئیل Chapter 9

Read دوهم سموئیل Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم سموئیل
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم سموئیل Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم سموئیل Chapter 9?

دوهم سموئیل Chapter 9 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-سموئیل

  1. دوهم سموئیل Chapter 15
  2. دوهم سموئیل Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 20
  4. دوهم سموئیل Chapter 19
  5. دوهم سموئیل Chapter 6
  6. دوهم سموئیل Chapter 1
  7. دوهم سموئیل Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 15
  2. ارمیا Chapter 27
  3. زبور Chapter 84
  4. دوهم تواریخ Chapter 8
  5. دوهم تواریخ Chapter 35
  6. اشعیا Chapter 49
  7. دوهم پادشاهان Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 36
  2. ارمیا Chapter 19
  3. پیدایښت Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 23
  5. زبور Chapter 29
  6. عاموس Chapter 6
  7. تثنیه Chapter 29
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *