Read متلونه Chapter 12 Online
Read متلونه Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 12
فصل 12
1. څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لريخو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې عقله دی.
2. ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلويخو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي.
3. هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږيخو د نېکانو ریښه هېڅکله له بېخه نه ویستل کیږي.
4. یوه مېړنۍ او پتمنه ښځهد خپل مېړه د سر تاج دهخو هغه ښځه چې د خپل مېړه د شرم سبب ګرځيد هډوکو د سرطان په شان ده.
5. د نېکانو ارادې په انصاف سره جوړیږيخو د بدکارانو بدې مشورې انسان غولوي.
6. د بدکارانو ژبه وینو تویولو ته تل په کمین کې دهخو د صادقانو ژبه د خلکو ژوند ژغوري.
7. بدکاران مړه کیږي او له منځه ځيخو د نېکانو د کور بنیاد به ټینګ ولاړ وي.
8. د انسان ستاینه د هغه د هوښیارۍ له مخې کیږيخو د غلط فکر خاوند ته په سپکه سترګه کتل کیږي.
9. ښه ده چې انسان عاجز وي او نوکر ولريله هغه چا نه چې ځان لوړ ګڼي او ډوډۍ نه لري.
10. نېک انسان په خپلو حیواناتو باندې هم پام کويخو د بدکارانو رحم هم له ظلم نه ډک وي.
11. څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شيخو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو ناپوهه دی.
12. بدکاران له شر اچوونکو نه د لوټ شوي مال تمه کويخو د نېکانو ریښې تل تازه او حاصل ورکوي.
13. بدکاره سړی د خپلو بدو خبرو په دام کې نیول کیږيخو نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي.
14. انسان د خپلې خولې په هوښیارو خبرو مړیږياو د خپلو لاسونو د کار ثمره ورکول کیږي.
15. جاهل سړي ته خپلې لارې چارې سمې ښکاريخو د حکمت خاوند د نورو لارښوونې ته غوږ نیسي.
16. جاهل سړی خپل قهر زر ښکاره کويخو ځیرک انسان په خپله بې عزتۍ پرده اچوي.
17. رښتینی انسان په صداقت شهادت ورکويخو دروغجن شاهد د ټګۍ خبرې کوي.
18. د بې پروایۍ خبرې د تورې په څېر غوڅول کويخو د حکمت د خاوندانو ژبه زخمونو ته شفا ورکوي.
19. رښتینې خبرې تل ټینګې پاتې کیږيخو د دروغو مزل لنډ وي.
20. څوک چې بدې نقشې جوړوي په زړونو کې یې ټګي ويخو د سولې او سلامتۍ غوښتونکي به خوشحاله وي.
21. نېک انسان ته هېڅکله زیان نه رسیږيخو بدکاران به تل له مصیبت سره مخامخ وي.
22. څښتن له دروغ ویلو نه کرکه کويخو له رښتینو خلکو خوشحاله وي.
23. ځیرک انسان خپله پوهه پټه ساتيخو کم عقل خلک خپل جهالت ښکاره کوي.
24. زحمت انسان لوړ مقام ته رسويخو لټي د انسان نه غلام جوړوي.
25. اندېښمن زړه انسان په غم ککړويخو د زړه ښې خبرې انسان خوشحالوي.
26. نېک سړی د خپل ملګري په پېژندلو کې احتیاط کويخو د بدکارانو کړه وړه هغوی بې لارې کوي.
27. لټ انسان حتی خپل ښکار هم نه شي پخولیخو خواریکښ انسان خپل حاصلات زیاتوي.
28. د صداقت په لاره کې ژوندون دیاو په سمه لاره کې هېڅکله مرګ نشته.
About متلونه Chapter 12
Read متلونه Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 12?
متلونه Chapter 12 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 16
- متلونه Chapter 28
- متلونه Chapter 24
- متلونه Chapter 21
- متلونه Chapter 13
- متلونه Chapter 14
- متلونه Chapter 23