اول سموئیل Chapter 18

For English

Read اول سموئیل Chapter 18 Online

Read اول سموئیل Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول سموئیل 18

فصل 18

1. وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شائول سره پای ته ورسولې، د شائول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو.

2. له هماغې ورځې څخه شائول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل پلار کور ته لاړ شي.

3. یوناتان د داود سره د ملګرتوب تړون وکړ ځکه چې د هغه سره یې د خپل ځان په شان مینه کوله.

4. یوناتان هغه چپنه چې په تن کې یې وه وویستله او داود ته یې ورکړه، خپلې زغرې، حتیٰ خپله توره، لینده او کمربند یې هم هغه ته ورکړل.

5. هر چېرته چې به شائول داود د هر کار دپاره لېږه هغه به یې په بریالیتوب سره سرته رساوه. شائول هغه د اردو لوړ افسر وټاکه. په دې باندې ټول قوم او د شائول ماموران خوشاله شول.

6. کله چې داود جلیات وواژه او عسکر بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل، د اسراییلو د ټولو ښارونو څخه ښځې د خوشالۍ په سندرو ویلو، ګډېدلو او د چمبو او رڅپرکیونو په غږولو سره د شائول پادشاه د هرکلي دپاره راووتلې.

7. په داسې حال کې چې ښځې ګډېدلې هغوی به دا سندره ویله: <شائول زرګونه وژلي دي، خو داود یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.>

8. دا سندره د شائول خوښه نه شوه او هغه ډېر په قهر شو، ویې ویل: <هغوی داود ته د لسګونو زرو اعتبار ورکړی دی او ماته یوازې د زرګونو. په راتلونکي کې به د هغه څخه پادشاه جوړ کړي.>

9. نو له هماغه وخت څخه شائول په داود باندې بخیلي کوله او په هغه شکمن شو.

10. د هغې ورځې په سبا د خدای له خوا په شائول باندې بده ارواح نازله شوه او هغه په خپل کور کې لکه د لېوني په شان بدرد ویل. داود لکه د هرې ورځې په شان رڅپرکی غږاوه او د شائول په لاس کې نېزه وه.

11. شائول خپله نېزه د داود خواته ورګوزاره کړه، د خپل ځان سره یې وویل: <زه به داود د دېوال سره مېخ کړم.> مګر داود دوه ځلې خپل ځان بچ کړ.

12. شائول د داود څخه وېرېده، ځکه چې څښتن د داود سره ؤ خو شائول یې پریښی ؤ.

13. نو هغه داود د خپل ځان نه لېرې کړ او هغه یې په زرو تنو باندې قوماندان کړ. داود به په جنګي عملیاتو کې د خپلو لښکرو مشري کوله.

14. داود به په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ، ځکه چې څښتن د هغه سره مل ؤ.

15. کله چې شائول ولیدل چې داود دومره بریالی دی نو د هغه څخه نور هم ووېرېده.

16. مګر داود د اسراییلو او یهودا په ټولو خلکو باندې ګران ؤ ځکه چې هغوی ته به یې په جنګي عملیاتو کې لارښودنه کوله.

17. یوه ورځ شائول داود ته وویل: <میراب زما مشره لور ده. هغه به تاته په نکاح کړم په دې شرط چې ته به د یوه زړور او وفادار عسکر په توګه زما خدمت کوې او د څښتن په جنګونو کې به جنګېږې.> شائول د خپل ځان سره فکر کاوه: <زه به داود په خپله ونه وژنم پرېږده چې فلسطینیان دا کار وکړي.>

18. مګر داود شائول ته وویل: <زه څوک یم او زما د پلار کورنۍ څه ده چې زه د پادشاه زوم شم؟>

19. هغه وخت چې داود تیار شو چې د شائول د لور میراب سره واده وکړي، شائول خپله لور عدر ئیل ته چې د محولا د ښار څخه ؤ ورکړه.

20. خو د شائول بله لور میکال په داود باندې مینه وه، کله چې شائول دا خبره واورېده هغه خوشاله شو.

21. هغه د خپل ځان سره وویل: <زه به میکال داود ته ورکړم. زه به د هغې څخه کار واخلم چې داود په دام کې راګېر کړي او هغه به د فلسطینیانو په لاس ووژلی شي.> نو شائول د دوهم ځل دپاره داود ته وویل: <ته به زما زوم شې.>

22. نو بیا شائول خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: <د داود سره په خصوصي ډول خبرې وکړئ او ورته ووایئ: پادشاه ستا څخه خوشاله دی او په مونږ ټولو باندې ګران یې. ولې نه غواړې د هغه زوم شې؟>

23. هغوی دا خبرې داود ته تکرار کړې، مګر داود ورته وویل: <آیا ستاسو په فکر د پادشاه زوم کېدل یوه کوچنۍ خبره ده؟ زه یو غریب او بې نومه سړی یم.>

24. د شائول خدمتګارانو هغه څه چې داود دوی ته ویلي وو شائول ته بیان کړل.

25. شائول هغوی ته حکم وکړ چې داود ته ووایي: <هغه څه چې پادشاه ستا څخه د مهر په توګه غواړي هغه د سلو فلسطینیانو د سنتۍ پوستکي دي چې د هغه د دښمنانو څخه بدل واخیستل شي.> دا د شائول پلان ؤ چې داود د فلسطینیانو په لاس ووژل شي.

26. د شائول خدمتګارانو چې داود ته دا خبرې وکړې هغه په دې خوشاله شو چې د پادشاه زوم شي. نو مخکې له دې چې ټاکلی وخت پوره شي،

27. داود د خپلو نفرو سره لاړ او دوه سوه فلسطینیان یې ووژل. د هغوی د سنتۍ پوستکي یې راوړل او پادشاه ته یې پوره حساب وړاندې کړ ترڅو هغه د پادشاه زوم شي. نو شائول خپله لور میکال هغه ته په نکاح کړه.

28. شائول په دې صفا پوه شو چې څښتن د داود سره دی او دا چې د هغه لور میکال په هغه مینه ده.

29. نو شائول د هغه څخه نور هم ووېرېده او د ژوند تر پایه پورې د هغه سره دښمن ؤ.

30. د فلسطینیانو قوماندانان به په دوامداره توګه راتلل او جګړه به یې کوله. مګر په هرې جګړې کې به داود د شائول د نورو عسکري منصبدارانو په پرتله بریالی ؤ او په ډېر درنښت یادېده.

About اول سموئیل Chapter 18

Read اول سموئیل Chapter 18 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول سموئیل
Chapter: 18
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول سموئیل Chapter 18 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول سموئیل Chapter 18?

اول سموئیل Chapter 18 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 18 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-سموئیل

  1. اول سموئیل Chapter 26
  2. اول سموئیل Chapter 10
  3. اول سموئیل Chapter 6
  4. اول سموئیل Chapter 4
  5. اول سموئیل Chapter 3
  6. اول سموئیل Chapter 24
  7. اول سموئیل Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 11
  2. ایوب Chapter 15
  3. یونس Chapter 1
  4. اول تواریخ Chapter 26
  5. قاضیان Chapter 15
  6. ارمیا Chapter 18
  7. دوهم تواریخ Chapter 32

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 30
  2. رومیانو ته Chapter 4
  3. یشوع Chapter 16
  4. پیدایښت Chapter 45
  5. ایوب Chapter 36
  6. زبور Chapter 73
  7. مرقس Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *