ایوب Chapter 34

For English

Read ایوب Chapter 34 Online

Read ایوب Chapter 34 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 34

فصل 34

1. انو اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،

2. ”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ،

3. ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.

4. راځئ چې د دې پته ولګوو چې څۀ صحيح دى، راځئ چې ښۀ څيزونه زده کړُو.

5. ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بې‌ګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،

6. زۀ بې‌ګناه يم خو دروغژن ګڼلے شم، په ما کښې څۀ غلطى نشته، خو زما د زخم علاج نشته.

7. د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟

8. چې هغه د بدعملو سره ملګرتيا کوى او د بدمعاشانو سره ګرځى.

9. نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“

10. نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.

11. ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى.

12. بې‌شکه، خُدائ پاک به بد عمل نۀ کوى، او قادر خُدائ د هيچا سره بې‌اِنصافى نۀ کوى.

13. هغۀ له د زمکې اختيار چا ورکړے دے، او دا ټوله دُنيا په خپل ځائ چا لګولې ده؟

14. کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى،

15. ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى.

16. کۀ تاسو پوهه لرئ، نو دا خبره واورئ، زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته غوږ کېږدئ.

17. چې خُدائ پاک پخپله اِنصاف نۀ کوى نو بيا هغه څنګه دُنيا چلولے شى؟ تاسو به هغه لويه هستى رد کوئ څوک چې صادق دے؟

18. څوک چې بادشاه ته وائى چې تۀ بې‌کاره يې، او مشر ته وائى چې تۀ بدعمله يې،

19. څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.

20. يو کس د شپې اچانک مړ کېدے شى، خُدائ پاک خلق ووهى او هغوئ هلاک شى، خُدائ پاک طاقتور خلق هم په آسانۍ سره وژلے شى.

21. ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى.

22. داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.

23. مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو.

24. هغه د تپوس نه بغېر طاقتور راګزار کړى، او د هغوئ په ځائ کښې نور مقرر کړى.

25. هغه د هغوئ په کارونو خبر دے، هغه يې په شپه کښې لرې کړى او هغوئ تباه شى.

26. د هغوئ د بدعملۍ په وجه يې تباه کړى چې د نورو دپاره د عبرت سبب جوړ شى،

27. ځکه چې هغوئ د هغۀ د تابعدارۍ نه اوړى، او د هغۀ په حُکمونو باندې عمل نۀ کوى.

28. نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،

29. کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.

30. نو چې داسې د خُدائ پاک نه منکر خلق حکومت ونۀ کړى، او چې هغوئ خلق دوکه نۀ کړى.

31. خلق خُدائ پاک ته ولې نۀ وائى چې، ”مونږ ګناه کړې ده، خو مونږ به نوره ګناه نۀ کوُو“؟

32. يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟

33. خُدائ پاک به ستا د خوښې دپاره خپل اِنصاف پرېږدى؟ خو تا هغه رد کړے دے. دا زما نه بلکې ستا فېصله ده، مونږ ته اوس ووايه چې ستا خيال څۀ دے؟

34. چې څوک پوهه لرى نو هغوئ به ما ته ووائى، او هغه عقلمند چې ما ته غوږ ږدى نو هغوئ به ووائى،

35. ”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“

36. ايُوب دې عدالت ته راوستلے شى او غټى نه غټه سزا دې ورکړے شى، ځکه چې هغه د بدعمله سړى په شان خبرې کوى.

37. ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“

About ایوب Chapter 34

Read ایوب Chapter 34 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 34
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 34 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 34?

ایوب Chapter 34 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 34 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 11
  2. ایوب Chapter 39
  3. ایوب Chapter 19
  4. ایوب Chapter 8
  5. ایوب Chapter 1
  6. ایوب Chapter 42
  7. ایوب Chapter 41

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 33
  2. تثنیه Chapter 4
  3. خروج Chapter 22
  4. زکریا Chapter 14
  5. ارمیا Chapter 10
  6. دوهم تواریخ Chapter 10
  7. تثنیه Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 16
  2. دوهم سموئیل Chapter 1
  3. زبور Chapter 53
  4. پیدایښت Chapter 38
  5. ارمیا Chapter 40
  6. حزقیال Chapter 48
  7. خروج Chapter 32
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *