میکاه Chapter 6

For English

Read میکاه Chapter 6 Online

Read میکاه Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of میکاه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of میکاه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

میکاه 6

فصل 6

1. هغې ته غوږ شئ څۀ چې مالِک خُدائ فرمائى، ودرېږه، خپله مقدمه د غرونو د وړاندې بيان کړه، پرېږده چې غرونه واورى چې تۀ څۀ وائې.

2. واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى.

3. ”زما خلقو، ما تاسو سره څۀ کړى دى؟ ما په تاسو څۀ بوج اچولے دے؟ ما له جواب راکړئ.

4. ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.

5. اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“

6. ”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟

7. آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“

8. هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.

9. غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده.

10. آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟

11. آيا زۀ هغه سړے بې‌سزا پرېږدم څۀ چې په تول کښې بې‌ايمانى کوى، او ورسره د غلط وزن تيلۍ وى؟

12. د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى.

13. نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل.

14. تاسو به خوراک وکړئ، خو ماړه به نۀ شئ، او ستاسو خېټه به اوس هم تشه وى. تاسو به څيزونه جمع کړئ خو څۀ به بچ نۀ کړئ، ځکه چې تاسو څۀ جمع کوئ هغه به زۀ په تُوره ووهم.

15. تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ.

16. تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“

About میکاه Chapter 6

Read میکاه Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of میکاه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: میکاه
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading میکاه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading میکاه Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is میکاه Chapter 6?

میکاه Chapter 6 is part of the Book of میکاه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete میکاه Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from میکاه

  1. میکاه Chapter 3
  2. میکاه Chapter 7
  3. میکاه Chapter 2
  4. میکاه Chapter 1
  5. میکاه Chapter 4
  6. میکاه Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 25
  2. دوهم پادشاهان Chapter 14
  3. خروج Chapter 30
  4. تثنیه Chapter 23
  5. یشوع Chapter 24
  6. اشعیا Chapter 17
  7. دوهم سموئیل Chapter 19
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *