Read مرثیې Chapter 4 Online
Read مرثیې Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرثیې in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مرثیې and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مرثیې 4
فصل 4
1. وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو.
2. د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په شان دى، لکه چې کُلال جوړ کړى وى.
3. تر دې چې ګيدړه هم خپلو ماشومانو ته سينه ورکوى، خو زما خلق ظالمان شوى دى لکه شترمرغ چې په صحرا کښې وى.
4. د پيو د ماشومانو ژبې انښتې دى او د تندې نه تالو ته ورغلې دى. ماشومان روټۍ پسې ژاړى خو هيچا سره هم نشته چې هغوئ له ورکړى.
5. هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى.
6. زما د خلقو سزا د سدوم د خلقو نه زياته ده، کوم چې په يو شېبه کښې تباه شُو او هيچا پرې لاس ونۀ مروړلو.
7. د صيون حکمرانان د واورې نه زيات صفا وُو او د پيو نه زيات سپين وُو. د هغوئ بدن د مرجانو نه زيات سور وو، او د هغوئ شکلونه او صورتونه د نيلم کاڼى په شان ښکارېدل.
8. خو اوس د هغوئ مخونه سکارو نه زيات تور دى. هغوئ په لارو کوڅو کښې د خلقو د پېژندګلو نه وتى دى. د هغوئ څرمن د هغوئ هډوکو پورې انښتې ده او هغه لکه د پوستکى په شان اوچه شوې ده.
9. هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.
10. کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.
11. مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.
12. د دُنيا بادشاهانو په دې يقين نۀ کولو، او نۀ پرې د دُنيا يو اوسېدونکى باور کولو، چې مخالفين او دشمنان به د يروشلم په لويو دروازو کښې راننوځى.
13. خو دا د هغې د پېغمبرانو د ګناه په وجه وشو او د اِمامانو په جرمونو سره وشو، چا چې د ښار په مينځ کښې د صادقانو وينه تويه کړه.
14. هغوئ لکه د ړندو په کوڅو کښې سرګردانه ګرځېدل. او په وينو داسې لت پت وُو چې چا يې جامو له د لاس وروړلو جرأت نۀ کولو.
15. ”اخوا شئ ناپاکو،“ خلقو په هغوئ چغې ووهلې، ”اخوا شئ، اخوا شئ، لاس مۀ راوړئ.“ نو بيا هغوئ لرې وطنونو ته وتښتېدل او په غېرو قومونو کښې سرګردانه ګرځېدل خو هيچا هلته پاتې کېدلو ته نۀ پرېښودل.
16. مالِک خُدائ په خپله هغوئ خوارۀ وارۀ کړل او نور يې د هغوئ قدر نۀ کولو. خلقو نۀ د اِمامانو عزت کولو او نۀ يې په مشرانو رحم کولو.
17. په ډېرو کتو مو سترګې ړندې شوې خو بېفائدې، هيڅ مدد رانۀ غلو. مونږ د داسې يو قوم په انتظار وُو چې زمونږ بچ کول د هغوئ د وس کار نۀ وو.
18. مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو.
19. زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو.
20. د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“
21. اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.
22. اے صيون لورې، ستا سزا به پوره شى، هغه به تا نور په جلاوطنۍ کښې ونۀ ساتى. خو اے د ادوم لورې، هغه به تا له ستا د ګناهونو سزا درکړى او ستا ګناهونه به ښکاره کړى.
About مرثیې Chapter 4
Read مرثیې Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرثیې in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مرثیې
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مرثیې. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مرثیې Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مرثیې Chapter 4?
مرثیې Chapter 4 is part of the Book of مرثیې in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مرثیې Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21