Read حزقیال Chapter 30 Online
Read حزقیال Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 30
فصل 30
1. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2. ”اے بنى آدمه پېشګوئې وکړه او ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، وير وکړئ او ووايئ، افسوس دې وى په هغه ورځ
3. ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.
4. د مِصر خلاف به تُوره رانازله شى، او په ايتهوپيا باندې به غم نازل شى. کله چې مِصر کښې مړى وشى، د هغۀ مال دولت به لوټ شى او د هغۀ بنيادونه به د بېخه وران شى.
5. د ايتهوپيا، ليبيا، د لِديه، عربو، او د کوب زما د غوره شوى مُلک خلق به د مِصر سره په تُوره قتل کړے شى.
6. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، مِصر او د هغۀ اِتحاديان به ووژلے شى او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى. د مجدال نه تر اسوان پورې به هغوئ د هغۀ سره په تُوره قتل کړے شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
7. هغوئ به د نورو ورانو مُلکونو په مينځ کښې برباد وى، او د هغوئ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې پراتۀ وى.
8. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ په مِصر اور ولګوم او د هغۀ ټول مددګاران قتل شى.
9. په هغه ورځ به پېغام رسوونکى زما نه په کشتۍ کښې روان شى چې د ايتهوپيا مغروره خلق ويروى. د مِصر د تباهۍ په ورځ به هغوئ ډېر پرېشانه شى، په يقين سره هغه ورځ راروانه ده.
10. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر په وسيله ګڼ مِصريان ختم کړم.
11. هغه او د هغۀ فوجيان چې په ټولو قومونو کښې ظالمان دى د دې مُلک د تباهۍ دپاره به راوستے شى. هغوئ به خپلې تُورې د مِصر خلاف راوباسى او هغه به د مړو نه ډک کړى.
12. زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.
13. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم.
14. زۀ به بره مِصر تباه کړم، او ضُعن ته به اور ولګوم، او تيبس ته به سزا ورکړم.
15. زۀ به خپل غضب د مِصر په مضبوط ښار پلوسيوم نازل کړم. او د تيبس ګڼ خلق به تباه کړم.
16. زۀ به په مِصر اور ولګوم او پلوسيوم به د درد نه تاويږى. تيبس به په مينځ نيم کړم، او ميمفِس به په مسلسله پرېشانۍ کښې وى.
17. د هليوپوليس او بوبستيس ځوانان به په تُوره مړۀ شى، او دا ښارونه به په خپله قبضه کړے شى.
18. په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى.
19. نو زۀ به په مِصر سزا نازله کړم، او هغوئ به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
20. په يوولسم کال د وړومبۍ مياشتې په اوومه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
21. ”اے بنى آدمه، ما د مِصر د بادشاه فِرعون لاس مات کړو. هغه د رغېدلو دپاره ونۀ تړلے شو او نۀ ورسره تخته ولګولے شوه چې هغه دومره مضبوط شى چې تُوره ونيسى.
22. په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف يم. زۀ به د هغۀ دواړه لاسونه مات کړم، روغ او مات دواړه لاسونه به يې مات کړم، او تُوره به د هغۀ د لاس نه وغورزوم.
23. زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.
24. زۀ به د څپرکیل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.
25. زۀ به د څپرکیل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم، خو د فِرعون لاسونه به شل ګوډ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ خپله تُوره د څپرکیل د بادشاه په لاس کښې کېږدم او چې هغه يې د مِصر خلاف راوکاږى.
26. زۀ به مِصريان د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
About حزقیال Chapter 30
Read حزقیال Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 30
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 30 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 30?
حزقیال Chapter 30 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 30 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
- حزقیال Chapter 8
Explore More from زوړ عهد
- عزرا Chapter 9
- لاویان Chapter 4
- زبور Chapter 86
- زبور Chapter 65
- پیدایښت Chapter 5
- زبور Chapter 123
- شمېر Chapter 31