Read اول قرنتیانو ته Chapter 6 Online
Read اول قرنتیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول قرنتیانو ته 6
فصل 6
1. آيا په تاسو کښے دا جُرات څنګه وشو چه هر کله چه ستاسو دَ بل چا سره جګړه وى نو دَ فيصلے دَ پاره بے دينه خلقو ته ځئ اَؤ پاکانو ته نۀ ځئ؟
2. آيا تاسو نۀ پوهيږئ چه پاکان به دَ دُنيا اِنصاف کوى؟ نو چه تاسو ته دَ دُنيا اِنصاف کول دى نو ولے تاسو دَ معمُولى نه معمولى جګړو دَ فيصله کولو جوګه هم نۀ يئ څۀ؟
3. آيا تاسو نۀ ئے خبر چه مُونږ به دَ فرښتو اِنصاف کوُو؟ نو بيا به تاسو عامے مُقدمے نۀ شئ فيصله کولے څۀ؟
4. نو که په تاسو کښے عامے مُقدمے وى نو آيا تاسو به هغه مُنصفان مُقرروئ چه په جماعت کښے سپک ګڼلے شى څۀ؟
5. زَۀ تاسو ته دَ شرمولو دَ پاره دا وايم چه آيا په تاسو کښے يو هم څوک هوښيار سړے نِشته چه هغه دَ دوؤ وروڼو په مينځ کښے فيصله وکړے شى؟
6. بلکه په ورُوڼو کښے مُقدمے کيږى اَؤ هغه هم دَ بے دينو خلقو په وړاندے.
7. خو په اصل کښے په تاسو کښے لويه کمزورى دا ده چه په خپلو کښے مُقدمے کوئ. ظُلم زغمل ولے غوره نۀ ګڼئ؟ خپل نقصان ولے نۀ قبلوئ؟
8. بلکه تاسو ظُلم کوئ اَؤ نُقصان وررسوئ، اَؤ هغه هم خپلو ورُوڼو ته!
9. آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،
10. نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.
11. اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.
12. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.
13. خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.
14. خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.
15. آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه، هيڅ کله نه!
16. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه : ”نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.“
17. اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى، هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى.
18. دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.
19. آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،
20. ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.
About اول قرنتیانو ته Chapter 6
Read اول قرنتیانو ته Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 6
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول قرنتیانو ته Chapter 6?
اول قرنتیانو ته Chapter 6 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-قرنتیانو-ته
- اول قرنتیانو ته Chapter 10
- اول قرنتیانو ته Chapter 7
- اول قرنتیانو ته Chapter 14
- اول قرنتیانو ته Chapter 11
- اول قرنتیانو ته Chapter 9
- اول قرنتیانو ته Chapter 3
- اول قرنتیانو ته Chapter 15
Explore More from نوی عهد
- مکاشفه Chapter 12
- عبرانیانو ته Chapter 7
- متی Chapter 14
- لوقا Chapter 16
- فلیپیانو ته Chapter 1
- اول قرنتیانو ته Chapter 8
- عبرانیانو ته Chapter 1