Read متلونه Chapter 3 Online
Read متلونه Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 3
فصل 3
1. اای زما زویه! زما تعلیم مه هېروهاو زما حکمونه په خپل زړه کې ټینګ وساته
2. ځکه دا به ستا د عمر ورځې او کلونه ډېر کړياو سوله او سلامتي به در په برخه کړي.
3. مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوههغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4. نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شېاو د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.
5. په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوهاو په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه.
6. په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوهنو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
7. په خپل فکر ځان د حکمت خاوند مه ګڼهله څښتن څخه وېره کوه او له بدۍ نه مخ واړوه.
8. نو په دې به ستا بدن تل روغ وياو ټول وجود به دې تازه شي.
9. په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوهاو د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه
10. نو بیا به ستا ګودامونهله غلي دانې نه ډک شياو چاټۍ ګانې به دېد انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.
11. نو ای زما زویه! د څښتن اصلاح ته په سپکه سترګه مه ګورهاو کله چې تا رټي نو هېڅکله مه خفه کېږه
12. ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوينو هغه ته سزا ورکويلکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وينو رټنه یې د محبت نښه ده.
13. بختور دی هغه څوک چې حکمت حاصل کړياو هغه څوک چې پوهه پیدا کړي
14. ځکه چې د هغې ثمره له سپینو زرو نه غوره دهاو حاصل یې له سرو زرو نه ډېر زیات دی.
15. هغه د لعلونو نه ډېر قیمتي دیچې له ارزښت سره یې ستا له خوښې هېڅ ګټه برابره نه ده.
16. د هغې په یو لاس کې اوږد ژوند دیاو په بل لاس کې یې دولت او عزت دی.
17. لارې یې خوشحالوونکې دياو ټولې لارې یې د سولې او سلامتۍ دي.
18. څوک چې هغې ته غېږ ورکوينو د هغوی دپاره د ژوندانه ونه دهاو بختور دي هغه څوکچې هغې ته ټینګه غاړه ورکوي.
19. څښتن په خپل حکمت سره د ځمکې بنیاد کېښوداو اسمانونه یې د خپلې پوهې په وسیله پیدا کړل.
20. د هغه د علم په وسیله د ځمکې په تل کې د اوبو چینې روانیږياو له ورېځو نه یې باران او پرخه په ځمکه راوریږي.
21. نو ای زما زویه! پوهه له خپله نظره مه لېرې کوهاو په خپل ځان کې د حکمت او لیاقت ټینګه ساتنه کوه.
22. دوی به ستا روح تازه ساتياو دا به ستا د غاړې د فضل هار وي.
23. نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شېاو ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.
24. کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږېاو د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.
25. نو له ناڅاپي بلا نه مه وېرېږه کله چې په تا راشياو نه د هغه توفان له تباهۍ نه چې په بدکارانو راځي
26. ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی ويچې پښه دې په دام کې ونه نښلي.
27. ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرېنو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.
28. کله چې څوک ستا نه څه وغواړي او ته یې ولرېنو ورته مه وایه چې نن لاړ شه او سبا راشه، بیا به یې درکړم.
29. د خپل ګاونډي په خلاف د زیان رسولو اراده مه لرهڅوک چې ستا په خوا کې اوسیږي او په تا باور کوي.
30. ترڅو چې چا تاته زیان نه وي رسولینو په هغه باندې بېځایه تور مه لګوه.
31. د ظالم انسان سره بخیلي مه کوهاو د هغه د لارې پیروي مه کوه.
32. ځکه څښتن له هغه چا نه کرکه کوي چې په غلطه لار روان ويخو هغه د رښتینو خلکو سره د دوستۍ اړیکې لري.
33. د څښتن لعنت د بدکاره انسان په کور باندې وریږيخو هغه د نېکو خلکو په کورنیو باندې برکت وروي.
34. هغه په ملنډو وهونکو خندا کويخو په عاجزانو خپل فضل کوي.
35. د حکمت خاوندانو ته عزت په میراث کې رسیږيخو کم عقلان به د شرم سره مخامخ کیږي.
About متلونه Chapter 3
Read متلونه Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 3
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 3?
متلونه Chapter 3 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 21
- متلونه Chapter 30
- متلونه Chapter 10
- متلونه Chapter 17
- متلونه Chapter 20
- متلونه Chapter 27
- متلونه Chapter 9