Read متلونه Chapter 15 Online
Read متلونه Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 15
فصل 15
1. نرم ځواب د غوسې اور سړويخو سخته خبره سمدلاسه د قهر لمبې پورته کوي.
2. د هوښیارانو ژبه علم ته ښایست ورکويخو د کم عقلانو له خولې نه جهالت توییږي.
3. هرځای د څښتن تر نظر لاندې دیاو په ښو او بدو باندې ټینګ پام ساتي.
4. نرمه ژبه د ژوندانه د ونې په څېر دهخو سخته ژبه زړه ماتوي.
5. جاهل انسان د خپل پلار نصیحت سپک ګڼيخو ځیرک سړی تل ملامتیا مني.
6. د نېک سړي په کور کې لویه خزانه ويخو د بدکاره شتمني د تکلیف سبب ګرځي.
7. علم د هوښیارانو په خوله خپریږيخو د کم عقلانو په زړونو کې رښتینولي نه وي.
8. څښتن د بدکارانو له قربانۍ نه کرکه کويخو د صادقانو په دعا خوشحالیږي.
9. څښتن د بدکارانو له چلند نه کرکه کويخو څوک چې په صداقت پسې روان وي ورسره مینه کوي.
10. د سمې لار نه مخ اړوونکی به له سختې سزا سره مخامخ شياو څوک چې له ملامتیا او رټنې نه کرکه کوي نو هغه به مړ شي.
11. څښتن ته قبر او د تباهۍ کنده دواړه ښکارينو د انسانانو زړونه به ورته څومره ښکاره وي؟
12. ملنډې وهونکی اصلاح نه خوښوياو د هوښیارانو له مشورې نه ځان لېرې ساتي.
13. خوشحاله زړه مخ نوراني کويخو پرېشانه زړه روح ماتوي.
14. عقلمن انسان د علم تږی ويخو کم عقل د جهالت وږی وي.
15. د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې سختې ويخو خوشحاله زړه هر وخت له ژوند نه خوند اخلي.
16. د څښتن له وېرې سره لږه شتمني ښه دهله هغو ډېرو خزانو نه چې ورسره وېره او اندېښنه وي.
17. له مینې سره سابه او سوکړک خوړل ښه ديد هغې غوړې غوښې نه چې ورسره کرکه وي.
18. غوسه ناک سړی جنجال جوړويخو څوک چې زر نه په قهریږي شخړې سړوي.
19. د لټ سړي په لار کې د اغزو ډک انګړ ويخو د صادقانو لاره د پوخ سرک په شان هواره وي.
20. هوښیار زوی خپل پلار خوشحالويخو کم عقل سړی د خپلې مور سپکاوی کوي.
21. ناپوهه انسان له جهالت نه خوند اخليخو د پوهې خاوند په سمه لار روان وي.
22. له مشورې پرته ټولې نقشې شنډیږيخو له ډېرو مشوره ورکوونکو سره بریالې کیږي.
23. انسان په مناسب ځواب ورکولو خوشحالیږينو په مناسب وخت کې سمه خبره کول څومره ښه وي.
24. د هوښیارانو لار انسان تلپاتې ژوند ته بیایياو هغه د قبر په لور د لاندې تګ نه ساتي.
25. څښتن د کبرجنو کور ورانويخو د کونډې د جایداد پوله ټینګه ساتي.
26. څښتن د بدکارانو له فکرونو نه کرکه کويخو مهربانې خبرې پاکې ګڼي.
27. څوک چې په ناروا ګټې پسې ګرځيخپلې کورنۍ ته مصیبت رسويخو څوک چې له رشوت نه کرکه کويهغوی به ژوندي پاتې شي.
28. نېک سړی له ځواب ورکولو نه مخکې فکر کويخو د بدکارانو له خولې نه بدې خبرې راوځي.
29. څښتن له بدکارانو نه لېرې دیخو د نېکانو دعاګانې تل اوري.
30. په ورین تندي کتل زړه ته خوشحالي ورکوياو د ښې خبرې اورېدل بدن تازه کوي.
31. څوک چې جوړوونکې نیوکې ته غوږ نیسينو د هوښیارانو په ډله کې شمېرل کیږي.
32. څوک چې له نصیحت نه ډډه کوي خپل ځان سپکويخو څوک چې ملامتیا مني نو عقل او پوهه حاصلوي.
33. له څښتن څخه وېره انسان ته د حکمت ډک نصیحت دیاو عاجزي د سرلوړۍ سبب ده.
About متلونه Chapter 15
Read متلونه Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 15?
متلونه Chapter 15 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 4
- متلونه Chapter 24
- متلونه Chapter 11
- متلونه Chapter 22
- متلونه Chapter 6
- متلونه Chapter 17
- متلونه Chapter 3