متلونه Chapter 1

For English

Read متلونه Chapter 1 Online

Read متلونه Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 1

فصل 1

1. دا د اسراییلو د پاچا او د داود د زوی سلیمان متلونه دي.

2. د دې متلونو مقصد دا دیچې خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شياو د عقلمندۍ خبرې زده کړي

3. ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شياو خپل ژوند په انصاف، عدالت او برابرۍ تېر کړي

4. چې ساده خلکو ته پوهه ورکوياو ځوانانو ته علم او لیاقت وربخښي

5. نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړياو عقلمندان دې له نورو ښې مشورې واخلي

6. د دې دپاره چې د متلونو او نصیحتونو په اهمیت پوه شياو د حکمت د خاوندانو خبرې او رازونه هم وپېژني.

7. له څښتن څخه وېره د علم او پوهې شروع دهخو جاهلان حکمت او نصیحت ته په سپکه سترګه ګوري.

8. ای زما زویه! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسهاو د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه

9. ځکه دا ستا دپاره د افتخار شمله دهاو ستا د غاړې دپاره ښکلی هار دی.

10. نو ای زما زویه! که ګناهکاران تا هڅوينو د هغوی خبرې هېڅکله مه منه.

11. که هغوی تاته ووایي: «زمونږ سره راځهچې د چا د وینو د تویولو دپاره کمین ونیسواو په یو بې ګناه انسان ناحقه یرغل وکړو.

12. راځه چې هغوی د قبر په څېر ژوندي تېر کړولکه هغه خلک چې روغ رمټ د مرګ کندې ته ښکته کیږي.

13. مونږ به هر ډول قیمتي مال دولت تر لاسه کړواو خپل کورونه به د لوټ شوې شتمنۍ نه ډک کړو.

14. راځه، مونږ سره مل شهاو لوټ شوی مال به په خپل منځ کې ووېشو.»

15. نو ای زما زویه! د هغوی سره په لار مه ځهاو د هغوی په پل قدم مه ږده

16. ځکه د هغوی پښې د بدۍ او زیان په لور منډې وهياو د وینو تویولو طرف ته په بیړه روان دي.

17. نو د یو وزر لرونکي په مخکېجال غوړول بې ګټې کار دی.

18. داسې خلک چې نورو ته په کمین کې ناست وينو خپله وینه تویوياو هغوی چې په نورو یرغل کوينو خپل ځانونه په دام کې نښلوي.

19. نو بیا ټول ټګان چې د داسې لارو ناروا ګټه تر لاسه کوينو په داسې ګټې سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

20. حکمت په لارو کوڅو کې چیغې وهياو په چوکونو کې په لوړ اواز نارې وهي.

21. د ګڼې ګوني په ځایونو کې خپل غږ پورته کوياو د ښار د دروازو دننه خپله وینا کوي:

22. «ای ساده خلکو، ترڅو به تاسو له ناپوهۍ سره مینه لرئ؟ترڅو به ملنډې وهونکي له ملنډو نه خوند اخلياو کم عقل خلک به له علم نه کرکه کوي؟

23. ماته مخ راواړوئ او زما سختې خبرې واورئنو زه به د خپل زړه دروازه تاسو ته بېرته کړماو خپل کلام به تاسو ته ښکاره کړم.

24. ما تاسو ته غږ وکړخو غوږونه مو بند کړي وو.کله چې مې لاس در وغزولونو سترګې مو ورباندې پټې کړې.

25. زما ټولې لارښوونې مو له پام نه وغورځولېاو زما سختې خبرې مو ونه منلې.

26. کله چې په تاسو لوی مصیبت راشيزه به په تاسو پورې وخاندماو کله چې په تاسو لویه بلا راشيتاسو پورې به ملنډې ووهم

27. کله چې په تاسو لویه بلا د توفان په شان راشيکله چې لوی مصیبت لکه د سختې سیلۍ په څېر په تاسې نازل شياو کله چې سختي او تکلیف په تاسو راشي.

28. نو بیا به هغوی ماته چیغې وهي خو زه به ځواب نه ورکوماو په سختۍ به ما لټوي خو پیدا به مې نه کړي

29. ځکه چې هغوی له علم نه کرکه وکړهاو له څښتن څخه یې وېره غوره نه کړه.

30. هغوی زما لارښوونه ونه منلهاو زما ټولو سختو خبرو ته یې په سپکه وکتل

31. نو بیا به د خپلې کړنې مېوه وخورياو د خپلو دسیسو په ترخه مېوه به ماړه شي.

32. نو د ساده خلکو سرکښي به د دوی د مرګ سبب شياو د کم عقلانو بې پروایي به دوی تباه کړي

33. خو هرڅوک چې زما واوري هغه به په امن کې ژوند کوياو له زیان څخه به وېره ونه لري.»

About متلونه Chapter 1

Read متلونه Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 1?

متلونه Chapter 1 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 8
  2. متلونه Chapter 27
  3. متلونه Chapter 16
  4. متلونه Chapter 23
  5. متلونه Chapter 11
  6. متلونه Chapter 7
  7. متلونه Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. عاموس Chapter 4
  2. اول پطروس Chapter 4
  3. یشوع Chapter 17
  4. دوهم تواریخ Chapter 22
  5. دوهم سموئیل Chapter 11
  6. یشوع Chapter 1
  7. دوهم سموئیل Chapter 22
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *