متلونه Chapter 20

For English

Read متلونه Chapter 20 Online

Read متلونه Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 20

فصل 20

1. شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوينو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي.

2. د پاچا غوسه د غړمبېدونکي زمري په څېر وېره پیدا کويڅوک چې هغه راپاروي نو خپل ځان تباه کوي.

3. د جنګ نه ځان ویستل انسان ته عزت ورکويخو هر جاهل سړی زر جګړې جوړوي.

4. لټ انسان د کښت په موسم کې قلبه نه کوياو د لو په وخت کې چې هر شی لټوي هېڅ نه مومي.

5. د انسان د زړه خیالونه د ژورې څاه د اوبو په شان ديخو د پوهې خاوند هغه ترې نه بهر راوباسي.

6. ډېر خلک د وفادارۍ دعوه کويخو هېڅوک یو وفادار انسان پیدا کولای نه شي.

7. نېک انسان خپل ژوند په صداقت تېروياو راتلونکی نسل به یې تل بختور وي.

8. کله چې یو پاچا د قضاوت په تخت کښېنينو څه چې یې په نظر بد وي د بوسو په څېر یې بادوي.

9. څوک ویلی شي چې زما زړه پاک دیاو زه پاک او بې ګناه یم؟

10. په ټګۍ سره اندازه کول او په غلطو کاڼو وزن کولدواړه د څښتن د کرکې سبب ګرځي.

11. حتی یو ماشوم هم په خپل سلوک سره ځان داسې ښایيچې ګوندې کارونه یې پاک او رښتیني دي.

12. غوږونه چې اوري او سترګې چې ګوريدواړه څښتن جوړ کړي دي.

13. که د خوب سره مینه کوې خوار به شېنو تل ویښ اوسه چې په ګېډه موړ شې.

14. اخیستونکی تل دا شکایت کوي چې «دا ښه نه دی! دا ښه نه دی!»خو کله یې چې واخلي نو بیا وایي: «ښه سودا مې وکړه!»

15. سره زر او قیمتي غمي ډېر زیات پیدا کیږيخو هغه شونډې چې د علم خبرې کوي نه مندونکې ګاڼه ده.

16. که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوينو کالي دې ترې ګرو واخلياو بیا دې د پردیو په ضمانت کېد ځان سره امانت وساتي.

17. حرامه ډوډۍ خوږه ويخو وروسته یې خوله د خاورو ډکیږي.

18. خپلې نقشې تل په مشوره جوړوهاو له ښې مشورې پرته جنګ ته مه ځه.

19. غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوينو له بېځایه خبرلوڅ انسان نه ځان لېرې ساته.

20. څوک چې په خپل مور او پلار لعنت وایينو د ژوند ډېوه به یې په توره تیاره کې مړه شي.

21. کوم میراث چې زر تر لاسه کیږينو په اخر کې به د برکت وسیله نه وي.

22. داسې مه وایه چې زه به د دې بدیو بدل اخلم.څښتن ته صبر وکړه چې ستا بدل واخلي.

23. څښتن په غلطو کاڼو وزن کولو نه کرکه کوينو د تلې غلط استعمال بد کار دی.

24. د انسان د ژوند لاره څښتن ټاکلې دهنو بیا څنګه څوک خپله لار پېژندلی شي؟

25. څوک چې په بیړه نذر مني او بیا فکر کوينو خپل ځان په دام کې نښلوي.

26. هوښیار پاچا بدکاران د غنمو په شان غوبل کوياو له ښو خلکو نه یې بېلوي لکه باد چې بوس بادوي.

27. د څښتن څراغ د انسان د روح لټون کويچې د هغه د زړه ټول رازونه ښکاره کوي.

28. مینه او وفا د یو پاچا کلکه ساتنه کويچې د مهربانۍ له امله به یې تخت تل ټینګ وي.

29. د ځوانانو عزت د هغوی قوت او قدرت دیاو سپین ویښته د مشرانو شان او شوکت دی.

30. د ادب لښته شرارت لېرې کوياو د اصلاح زخمونه د انسان زړه دننه پاکوي.

About متلونه Chapter 20

Read متلونه Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 20
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 20?

متلونه Chapter 20 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 14
  2. متلونه Chapter 12
  3. متلونه Chapter 23
  4. متلونه Chapter 29
  5. متلونه Chapter 17
  6. متلونه Chapter 26
  7. متلونه Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 42
  2. لاویان Chapter 26
  3. تثنیه Chapter 14
  4. واعظ Chapter 10
  5. زبور Chapter 137
  6. صفنیا Chapter 3
  7. ایوب Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *