متلونه Chapter 25

For English

Read متلونه Chapter 25 Online

Read متلونه Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 25

فصل 25

1. دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي.

2. دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتيد یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي.

3. لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره دههمداسې د پاچاهانو د زړونو رازونه هم پټ دي.

4. د سپینو زرو نه ناپاکي لېرې کړهچې زرګر ترې ښایسته لوښی جوړ کړي.

5. د پاچا له حضور نه بدکاران لېرې کړهچې تخت یې د عدالت په بنیاد ټینګ پاتې شي.

6. د پاچا په حضور کې ځان لوړ مه ګڼهاو د لویو خلکو په ځای مه کښېنه

7. نو دا به ښه وي چې هغه تاته ووایي:«راشه او زما په خوا کې کښېنه»له دې نه چې د مشرانو په مخکې دې سپک کړياو په لاندې ځای کې دې کښېنوي.څه چې تا په خپلو سترګو لیدلي دي

8. نو په محکمه کې په ویلو بیړه مه کوههسې نه چې تا ملامته او بیا دې رسوا کړي.که داسې وشي نو په اخر کې به ته څه کوې؟

9. په یوه دعوه کې د هرچا سره مخامخ بحث کوهاو د بل چا راز ورته مه ښکاره کوه

10. هسې نه چې څوک یې واوري او تا وشرموياو بدنامي به دې هېڅکله ختمه نه شي.

11. په ځای خبره داسې دهلکه د سپینو زرو په ګاڼه کې چې د سرو زرو مرۍ وي.

12. د حکمت د خاوند نصیحت، اورېدونکي ته داسې دیلکه په غوږ کې د خالصو سرو زرو غوږوالۍ او یا ګاڼه وي.

13. صادق استازی د خپل لېږونکي دپاره داسې دیلکه د لو په وخت کې چې د غرونو د واورې یخوالی ويچې د خپل بادار روح تازه کوي.

14. څوک چې د تحفې ورکولو لاپې وهي او نه یې ورکويلکه د هغې ورېځې او باد په شان دی چې باران نه وروي.

15. د صبر په وسیله یو حکمران هم رضا کیږياو نرمه ژبه هډوکي ټوټې ټوټې کوي.

16. که شات پیدا کړې نو د اړتیا نه ډېر مه خورههسې نه چې زیات وخورې او زړه دې بد شي.

17. د خپل ګاونډي کور ته ډېر مه ورځههسې نه چې زړه یې بد شي او ستا نه کرکه وکړي.

18. څوک چې د بل په خلاف د دروغو تور لګويلکه د لور یا تورې او یا تېره غشي په څېر زیان رسوي.

19. د سختۍ په وخت کې په بې اعتباره سړي باور کول داسې ديلکه په خوځېدلي غاښ خوړل او یا په ګوډه پښه ګرځېدل.

20. د مات زړه خاوند ته د خوشحالۍ سندرې ویل داسې ديلکه د یخنۍ په ورځ د چا نه څادر اخیستلاو یا یې په زخمونو باندې مالګه شیندل.

21. که ستا دښمن وږی وي نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خورياو که چېرې تږی وي نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي

22. په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړېاو څښتن به تاته اجر درکړي.

23. لکه څنګه چې د شمال باد باران راوليهمداسې غیبت د سړي په مخ کې غوسه پیدا کوي.

24. د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.

25. د لېرې ځای نه د خوشحالۍ زېري اورېدل داسې ديلکه تږي سړي ته یخې اوبه ورکول.

26. د یو نېک انسان بدکارانو ته تسلیمېدللکه د خټو نه ډکه چینه او د څاه چټلېدل.

27. لکه څنګه چې د ډېرو شاتو خوړل ښه کار نه دیهمداسې د ځان دپاره عزت او درناوی غوښتل ښه کار نه دی.

28. څوک چې د خپل نفس مخنیوی نه شي کولای داسې دیلکه یو ښار چې دېوالونه یې سوري او وران شوي وي.

About متلونه Chapter 25

Read متلونه Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 25
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 25?

متلونه Chapter 25 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 16
  2. متلونه Chapter 31
  3. متلونه Chapter 2
  4. متلونه Chapter 28
  5. متلونه Chapter 8
  6. متلونه Chapter 11
  7. متلونه Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 40
  2. عزرا Chapter 3
  3. لاویان Chapter 16
  4. ارمیا Chapter 52
  5. تثنیه Chapter 31
  6. زکریا Chapter 5
  7. پیدایښت Chapter 37
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *