Read متلونه Chapter 4 Online
Read متلونه Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 4
فصل 4
1. اَای زما زامنو! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسئاو هغه ته پام وکړئ چې عقل زده کړئ
2. ځکه چې زه تاسو ته ښه تعلیم درکومنو زما ښوونه او روزنه مه هېروئ.
3. کله چې زه د خپل پلار ځوان زوی وماو د خپلې مور په نظر یوازېنی او نازولی ماشوم وم
4. پلار مې ماته لارښوونه کوله او راته ویل به یې:«زما خبرې دې په خپل زړه کې ټینګې وساتهاو زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې.
5. حکمت حاصل کړه، عقل پیدا کړهزما کلام مه هېروه او مخ ترې مه اړوه.
6. حکمت له لاسه مه ورکوه نو ستا ساتنه به کوياو ورسره مینه کوه نو ستا حفاظت به کوي.
7. حکمت تر ټولو لوړ مقام لري نو حاصل یې کړهاو د خپلې ټولې شتمنۍ په بیه عقل تر لاسه کړه!
8. په درنه سترګه ورته ګوره نو تا به سرلوړی کړي.که ورته غاړه ورکړې نو ته به عزتمن شې.
9. ستا په سر به د افتخار شمله کېږدياو ښکلی تاج به در په سر کړي.»
10. نو ای زما زویه! ماته غوږ شه او خبرې مې ومنهنو په دې کار سره به دې عمر ډېر شي.
11. تاته مې د حکمت لار وښودلهاو ته مې د صداقت په لارو روان کړې.
12. په ګرځېدو کې به دې پښه په څه شي نه لګیږياو په منډه وهلو کې به نه ښویېږې.
13. نصیحت ته مې غاړه کېږده او له لاسه یې مه ورکوهټینګه ساتنه یې وکړه ځکه چې هغه ستا ژوند دی.
14. د بدکارانو په لار قدم مه ږدهاو د شر اچوونکو په لار تلل مه کوه.
15. ځان ترې وساته او پرې مه ځهمخ ترې واړوه او ورڅخه تېر شه.
16. ځکه دوی ته خوب نه ورځي چې چا ته یې زیان نه وي رسولیاو تر هغې نه ویده کیږي ترڅو چې بل یې نه وي غورځولی.
17. شرارت ورته د ډوډۍ په شان وي چې تل یې خورياو ظلم ورته د شرابو په څېر دی چې تل یې څښي.
18. خو د نېکانو لار د سباوون د رڼا په شان دهچې روښنایي یې زیاتیږي ترڅو د غرمې رڼا لګیږي.
19. د بدکارانو لار د تورې تیارې په شان دهاو په دې نه پوهیږي چې د لوېدلو سبب یې څه دی.
20. نو ای زما زویه! خبرو ته مې پام کوهاو څه چې درته وایم نو په غور یې واوره.
21. هغه له خپل نظر نه مه لېرې کوهاو د زړه په تل کې یې تل وساته.
22. څوک چې یې مني نو هغه ته اوږد ژوند ورکوياو ټول وجود ته یې شفا وربخښي.
23. له هرڅه نه لومړی د خپل زړه پوره پام ساتهځکه چې زړه دې د ټول ژوند سرچینه ده.
24. له خپلې خولې نه دې کږې وږې خبرې لېرې کړهاو له غولوونکو خبرو نه خپله ژبه وساته.
25. خپلې مخې ته سم او مخامخ ګورهاو سترګې دې هماغه لور ته ونیسه.
26. د خپلو قدمونو په لار پوره فکر وکړهنو بیا به دې د ژوند ټولې چارې ډاډمنې شي.
27. یو قدم هم ښي او کیڼ خواته مه ګرځهاو خپلې پښې له بدۍ نه لېرې وساته.
About متلونه Chapter 4
Read متلونه Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 4
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 4?
متلونه Chapter 4 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 18
- متلونه Chapter 20
- متلونه Chapter 31
- متلونه Chapter 30
- متلونه Chapter 9
- متلونه Chapter 5
- متلونه Chapter 29