متلونه Chapter 8

For English

Read متلونه Chapter 8 Online

Read متلونه Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متلونه 8

فصل 8

1. حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهياو پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي.

2. هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وياو د څلور لارو په سر ودریږي.

3. هغه د ښار د دروازو دننهد تګ راتګ د لارو په خوا کې نارې وهي:

4. «ای سړیو! زه په تاسو ټولو ته غږ کوماو په تاسو ټولو باندې اواز کوم.

5. ای ساده خلکو! په خپل ځان کې ځیرکتیا پیدا کړئ!ای کم عقلانو! د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړئ!

6. غوږ ونیسئ! زه ستاسو دپاره ښې خبرې لرمچې په رښتینې ژبه به یې درته بیان کړم.

7. زه چې څه په خوله وایم، هغه رښتیا دياو ژبه مې له بدو خبرو نه کرکه کوي.

8. د خولې ټولې خبرې مې سمې ديیوه هم په کې کږه او غولوونکې نه ده

9. چې عقلمن انسان ته ټولې روښانه ديڅوک چې علم لري نو پوهیږي چې دا خبرې سمې دي.

10. د سپینو زرو په ځای زما نصیحت غوره کړئاو د سوچه سرو زرو په ځای علم حاصل کړئ

11. ځکه حکمت د لعلونو نه ډېر قیمتي دیچې له ارزښت سره یې ستا د خوښې هېڅ شی برابر نه دی.

12. زه حکمت یم او له ځیرکتیا سره یو ځای اوسېږماو علم او لیاقت تر لاسه کوم.

13. له څښتن څخه وېره له شرارت نه نفرت کول دينو ځکه له کبر، غرور، بدۍ او کږو خبرو نه کرکه کوم.

14. مشوره او حکمت زما کار دیزه عقلمن یم او زما سره قدرت دی.

15. پاچاهان زما په مرسته پاچاهي کوياو حکمرانان د انصاف پرېکړې کوي.

16. شهزادګان زما په مرسته حکومت کويواکداران او ټول عادل قاضیان فیصلې کوي.

17. زه له خپلو مینوالو سره مینه کومڅوک چې ما لټوي نو ما پیدا کوي.

18. دولت او عزت زما سره دیعدالت او تلپاتې شتمني زما ده.

19. زه د خالصو سرو زرو نه غوره مېوه ورکومچې حاصل یې له سوچه سپینو زرو نه بهتر دی.

20. د عدالت په لار روان یماو د انصاف په لارو تګ کوم

21. نو ځکه خپلو مینوالو ته شتمني ورکوماو د هغوی خزانې ډکوم.

22. څښتن له ټولو نه لومړیچې نور څه یې لا نه وو پیدا کړی، له هرڅه نه مخکېزه پیدا کړم.

23. له ازله یې زما د بدن برخې یوځای کړلېاو د دنیا له جوړېدو او د هرڅه نه مخکېزه موجود وم.

24. کله چې لا ژور دریابونه نه وو پیدا شوياو له چینو څخه اوبه نه وې راوتلېزه زېږېدلی وم.

25. مخکې له دی چې غرونه په خپل ځای ودریږياو غونډۍ رامنځته شيزه زېږېدلی وم.

26. مخکې له دی چې څښتن ځمکه او پراخه کروندې جوړ کړياو د دنیا لومړنۍ خاوره پیدا کړيزه زېږېدلی وم.

27. کله چې هغه اسمانونه په خپل ځای ودرولاو د دریاب په مخ یې د اسمان لمن راچاپېر کړهزه هلته وم.

28. کله چې هغه په اسمان کې ورېځې ځای په ځای کړېاو د ځمکې په مخ یې د اوبو چینې روانې کړېزه حاضر وم.

29. کله چې هغه دریابونو ته خپل حدود وټاکلچې اوبه یې له حکم نه سرغړونه ونه کړياو د ځمکې بنیاد یې کېښودزه هلته وم.

30. زه هر وخت د هغه په څنګ کې وماو زه هره ورځ خوشحالېدماو تل د هغه په حضور کې خوشحاله وم.

31. د نړۍ په ټوله ځمکه کې یې خوشحاله وماو د ټولو انسانانو نه خوشحالېدم.

32. نو ای زما زامنو! اوس ماته غوږ ونیسئبختور دي هغوی چې زما په لارو ځي.

33. زما نصیحت ته غوږ شئ او حکمت پیدا کړئهغه له پام نه مه غورځوئ او مخ ترې مه اړوئ.

34. بختور دی هغه څوک چې ماته غوږ نیسياو هره ورځ زما د کور په مخ کې ولاړ وياو زما د دروازې په درشل کې انتظار وباسي.

35. ځکه څوک چې ما پیدا کړي نو ژوند پیدا کوياو د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي

36. خو څوک چې ما نه پیدا کوي له ځان سره ظلم کويهرڅوک چې زما نه کرکه کوي له مرګ سره مینه کوي.»

About متلونه Chapter 8

Read متلونه Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 8?

متلونه Chapter 8 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 17
  2. متلونه Chapter 4
  3. متلونه Chapter 5
  4. متلونه Chapter 29
  5. متلونه Chapter 22
  6. متلونه Chapter 25
  7. متلونه Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 12
  2. اشعیا Chapter 28
  3. غلاطیانو ته Chapter 2
  4. شمېر Chapter 21
  5. لوقا Chapter 4
  6. زکریا Chapter 8
  7. لوقا Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *