Read متلونه Chapter 7 Online
Read متلونه Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 7
فصل 7
1. ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساتهاو حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته.
2. زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرېاو زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته.
3. هغه په خپلو ګوتو پورې وتړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4. حکمت ته خپله خور ووایهعقل او پوهه ډېر نژدې خپلوان وګڼه
5. نو دوی به تا د بل چا د ښځې نه لېرې وساتيد هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي.
6. زه یو وخت د خپل کور په کړکۍ کې ولاړ وماو د کړکۍ له جالۍ نه مې لاندې کتل
7. نو ساده ځوانان مې ولیدلاو د هغوی په منځ کې مېیو ناپوهه ځوان په نظر راغی.
8. هغه د هغې ښځې د کور په نژدې کوڅه کې روان ؤاو د هغې د کور په لور یې په ډاډه ډول قدمونه اخیستل.
9. د ماښام په وخت کې چې لمر پرېوتهتوره تیاره راغله او نیمه شپه شوه.
10. ناڅاپه یوه ښځه له هغه سره مخامخ شوهچې د بدلمنۍ کالي یې اغوستي وو او نیت یې ښه نه ؤ.
11. دا ښځه ډېره بې حیا او بې شرمه وهاو له کور نه بیرون تل سرګردانه ګرځېدله
12. او هر وخت به کوڅو او چوکونو ته تللهاو د ښار په هر ګوټ کې به په کمین کې ولاړه وه.
13. نو هغې له هغه نه په زور غاړه چاپېر کړه او ښکل یې کړاو په سپین سترګۍ یې هغه ته وویل:
14. «نن ما د قربانۍ غوښه پخه کړې دهاو خپل نذر مې پوره کړی دی.
15. په دې خاطر زه راووتلم چې ستا سره وګورماو غوښتل مې چې تا ولټوم او پیدا مې کړې.
16. ما د مصر قیمتي ټوکرونه او رنګارنګ څادرونهاو ښکلي پوښونه په خپل کټ باندې غوړولي دي.
17. ما په خپله بستره عطرکنډ، عود او دالچیني شیندلي دي.
18. زما سره لاړ شه چې تر سهاره په عشق ماړه شواو د یو بل له مینې نه خوند واخلو
19. ځکه مېړه مې په کور کې نشتههغه په یو لېرې سفر تللی دی.
20. د پیسو ډکه کڅوړه یې له ځان سره وړې دهاو د پنځلسمې سپوږمۍ تر راختلو پورې بېرته نه راځي.»
21. نو ښځې په خپلو ډېرو خوږو خبرو هغه مجبور کړاو په خپلو نرمو خبرو یې هغه بې لارې کړ.
22. نو هغه سمدلاسه په هغې پسې روان شولکه غویی چې حلالېدو ته روان شياو د غرڅه په شان چې په ټوپونو دام ته روان وي
23. ترڅو چې غشی یې ځیګر سوری کړيلکه مرغۍ چې د دام خواته په منډه روانه وياو نه پوهیږي چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
24. نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئاو زما خبرو ته پوره پام وکړئ.
25. خپل زړه مه پرېږدئ چې د داسې ښځې طرف ته وګرځياو یا د هغې په غلطو لارو روان شي.
26. ځکه چې ډېر خلک یې ژوبل کړي دياو بې شمېره خلک یې وژلي دي.
27. د هغې د کور لارې د ګور په لور تللې ديچې د مرګ ژورې کندې ته لاندې کوزیږي.
About متلونه Chapter 7
Read متلونه Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 7
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 7?
متلونه Chapter 7 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 31
- متلونه Chapter 20
- متلونه Chapter 16
- متلونه Chapter 18
- متلونه Chapter 17
- متلونه Chapter 2
- متلونه Chapter 6