Read متلونه Chapter 30 Online
Read متلونه Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 30
فصل 30
1. دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي.«ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یمای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم.
2. په حقیقت کې زه د هر چا نه ناپوهه یماو په ما کې د انسان په شان عقل نشته.
3. ما پوهه او حکمت نه دي زده کړياو د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم نه لرم.
4. څوک اسمان ته پورته شویاو بېرته راښکته شوی دی؟چا هوا په موټي کې نیولېاو اوبه یې په څادر کې اچولي دي؟او چا دا ټوله ځمکه پیدا کړې ده؟د هغه نوم څه دیاو د زوی نوم یې څه شی دی؟که ته پوهېږې نو ماته ووایه!
5. د خدای د کلام هره خبره سوچه او د باور وړ دهڅوک چې هغه ته پناه وروړي د هغوی دپاره سپر دی.
6. د هغه په کلام کې یو توری هم مه زیاتوههسې نه چې هغه دې ورټي او تا دروغجن ثابت کړي.
7. نو ای خدایه! ستا نه دوه شیان غواړمترڅو مړ شوی نه یم له ما نه یې مه منع کوه:
8. ما د دروغو او غولوونکو خبرو نه لېرې وساته.ماته ډېره شتمني او ډېره غریبي مه راکوهخو ماته یوازې د هرې ورځې ډوډۍ راکړه
9. هسې نه چې زه موړ شم او ستا نه منکر شماو ووایم چې څښتن څوک دی؟او یا زه غریب شم او غلا وکړماو ستا نوم ته په سپکه سترګه وکتل شي.»
10. د بادار په مخ کې په یو خدمتګار تور مه لګوههسې نه چې هغه په تا لعنت ووایي او تا ملامت کړي.
11. داسې خلک هم شته چې په خپل پلار لعنت وایياو خپله مور مبارکه نه ګڼي.
12. داسې خلک هم شته چې خپل ځان بې ګناه ګڼيخو د بدن چټلي یې لا پاکه شوې نه ده.
13. داسې خلک هم شته چې سترګې یې له کبر نه ډکې دياو نورو ته تل په سپکه سترګه ګوري.
14. داسې خلک هم شته چې غاښونه یې د تورو په شان تېره دياو داړې یې د چړو په څېر تېرې ديترڅو د غریبانو غوښې پرې وخورياو مسکینان د ځمکې د مخ نه ختم کړي.
15. د یوې ژورې دوه لورګانې دي:لومړنۍ وایي چې «راکړه!» او بله هم وایي چې «راکړه!»درې شیان دي چې هېڅکله نه مړیږياو څلور شیان دي چې هېڅکله «بس!» نه وایي:
16. قبر او د شنډې ښځې ګېډهاو وچه ځمکه چې تنده یې نه ماتیږياو سوځېدونکی اور چې هېڅکله «بس!» نه وایي.
17. هغه سترګې چې په خپل پلار باندې ملنډې وهياو د خپلې مور نصیحت ته په سپکه ګورينو د تنګو درو کارغان به یې سترګې راوباسياو د ټپوسانو خوراک به شي.
18. درې حیرانوونکې شیان دياو څلور شیان دي چې زما دپاره د پېژندلو وړ نه دي:
19. په هوا کې باز څنګه الوزياو په تیږه باندې مار څنګه ځيپه دریابونو کې کشتۍ څنګه لار پیدا کوياو د یوې ځوانې ښځې سره یو ځوان څنګه یوځای کیږي.
20. دا د زناکارې ښځې طریقه ده:چې کله خواړه خوري او بیا خوله پاکوياو وایي چې ما خو کوم بد کار نه دی کړی.
21. درې شیان دي چې ځمکه لړزوياو څلور شیان دي چې هغه یې هېڅکله زغملی نه شي:
22. کله چې یو خدمتګار پاچا شياو بې عقله چې په ګېډه موړ شي
23. کله چې د کرکې وړ ښځه واده شياو کومه وینځه چې د کور د مېرمن بن شي.
24. څلور شیان دي چې په ځمکه ډېر واړه ديخو ډېر زیات هوښیار دي:
25. میږیان یو کمزوری مخلوق دیخو په اوړي کې ځان ته خواړه راټولوي.
26. غرنۍ سویه یو کمزوری حیوان دیخو د غره په کلکو ګړنګونو کې کور جوړوي.
27. د ملخانو پاچا او مشر نه ويخو د لښکر په شان سم روان وي.
28. که چرمښکۍ په لاس کې نیول کېدلی شيخو په پاچاهي ماڼیو کې هم ګرځېدلی شي.
29. درې شیان دي چې په ناز تلل کوياو څلور شیان دي چې په نخرو درانه قدمونه اخلي:
30. زمری چې په ټولو ځناورو کې قوي دیاو د هېڅ شي څخه نه وېریږي
31. جنګي چرګ او سیرلیاو هغه پاچا چې هېڅوک یې مخالفت نه شي کولای.
32. که ته د بې عقلتوب په خبرو ځان لوړ ګڼېاو یا چا ته دسیسه جوړوېنو په خپله خوله باندې دې لاس کېږده
33. ځکه چې د مستو د شاربلو نه کوچ جوړیږياو په پوزه باندې د ګوزار وهلو نه وینه بهیږيهمداسې د غوسې د راپارولو نه جګړه پیدا کیږي.
About متلونه Chapter 30
Read متلونه Chapter 30 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 30
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 30 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 30?
متلونه Chapter 30 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 30 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 11
- متلونه Chapter 26
- متلونه Chapter 22
- متلونه Chapter 23
- متلونه Chapter 17
- متلونه Chapter 27
- متلونه Chapter 12