Read متلونه Chapter 24 Online
Read متلونه Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 24
فصل 24
1. د بدکارانو سره بخیلي مه کوهاو له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره
2. ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوياو شونډې یې د شرارت خبرې کوي.
3. یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږياو د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي
4. او کوټې یې د علم په وسیلهد ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي.
5. د حکمت د خاوند قدرت ډېریږياو د عالم قوت نور هم زیاتیږي.
6. له ښو مشورو پرته جنګ ته مه ځهډېر مشوره ورکوونکي د بریالیتوب سبب ګرځي.
7. جاهل انسان د حکمت لوړ مقام ته نه شي رسېدلیاو په جرګه کې خپله خوله نه شي خلاصولی.
8. څوک چې بدې نقشې جوړوينو د فرېبکار په نوم به مشهور شي.
9. د جاهلانو نقشې د ګناه نه ډکې وياو د ملنډو وهونکو نه خلک کرکه کوي.
10. که د سختۍ په وخت کې خپل همت له لاسه ورکړېنو ته بیا ډېر کمزوری انسان یې.
11. د هغه چا په خلاصون کې سستي مه کوهچې د مرګ په لور راښکل کیږياو هغوی وژغورهچې حلالېدو ته وړل کیږي.
12. که ته وایې چې مونږ له دې نه خبر نه وونو د زړونو د رازونو قضاوت کوونکی دې ته پام نه کوي؟هغه چې ستا د ژوند حفاظت کوي، په دې به پوه نه شي؟هغه به د هرچا د عمل سره سم بدل ورنه کړي؟
13. ای زما زویه! نو شات خوره، ځکه چې دا ښه شی دیاو د مچیو د چک سوچه شات به ستا خوله خوږه کړي.
14. نو همدا شان حکمت هم ستا د روح دپاره خوږ دی.که ته یې حاصل کړې نو په راتلونکې کې به ستا دپاره پوره امید وياو هېڅکله به ستا هیلې پای ته ونه رسیږي.
15. د بدکارانو په شان مه اوسهچې د نېکانو د کور په خلاف په کمین کې ناست ويترڅو د هغوی د اوسېدلو کور لوټ او تالا کړي.
16. که نېک انسان حتی اووه وارې ولویږي خو بیاهم پاڅیږيخو بدکاران په بدۍ او بلا اخته کیږي.
17. کله چې ستا دښمن له پښو راولویږي خوند ترې مه اخلهاو که راغورځیږي نو خپل زړه دې مه خوشحالوه
18. که څښتن ستا دا خوشحالي وویني ستا نه به ناراضه شياو د هغه نه به خپل غضب لېرې کړي.
19. د بدکارانو په خاطر اندېښنه مه کوهاو د شر اچوونکو سره بخیلي مه کوه
20. ځکه چې د بدکاره انسان دپاره د راتلونکي امید نشتهاو د هغوی د ژوند ډېوه مخ په مړه کېدو ده.
21. نو ای زما زویه! د څښتن او له پاچا څخه وېره لرهاو د هغو خلکو ملګرتیا مه کوه چې له اطاعت کولو نه اوښتي دي
22. ځکه چې مصیبت به په دوی ناڅاپه نازل شياو څوک پوهیږي چې هغوی به په دوی کوم ډول بلا نازله کړي؟
23. د حکمت خاوندانو دا خبرې هم کړې دي.د قضاوت په وخت کې د چا طرفداري ښه کار نه دی.
24. هرڅوک چې مجرم ته وایي چې ته بې ګناه یېنو قومونه به پرې لعنت ووايي او ولسونه به ترې کرکه وکړي
25. خو څوک چې مجرم ملامتوينو بری او برکت به یې په برخه شي.
26. څوک چې ښکاره او روښانه ځواب ورکويلکه رښتینی ملګری چې څوک په مخ ښکلوي.
27. لومړی خپل کاروبار قوي کړهاو ځمکه دې وکرهاو بیا خپل کور ودان کړه.
28. له ثبوت پرته د بل چا په خلاف شاهدي مه ورکوهاو هېڅکله د هغه په هکله د دروغو هڅه مه کوه
29. او داسې مه وایه: «زما سره یې څه کړي ديزه به همداسې ورسره وکړم او خپل بدل به ترې واخلم.»
30. زه د یو لټ سړي په پټي تېر شوماو د یو ناپوهه سړي د انګورو باغ مې ولید
31. چې په هرځای کې یې اغزي راختلي وواو ځمکه یې په هر ډول واښو پوښل شوې وهاو د تیږو دېوالونه یې راغورځېدلي وو.
32. کله چې ما دا هرڅه وکتل نو په فکر کې ډوب شوماو څه چې ما ولیدل د هغې نه مې داسې عبرت واخیست:
33. که لټ سړی وایي: «نور به هم ویده شماو لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»
34. نو غریبي به د داړه مار په شان په هغه راشياو نېستي به د وسله وال غل په څېر ورباندې یرغل وکړي.
About متلونه Chapter 24
Read متلونه Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 24
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 24?
متلونه Chapter 24 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 8
- متلونه Chapter 16
- متلونه Chapter 14
- متلونه Chapter 2
- متلونه Chapter 26
- متلونه Chapter 11
- متلونه Chapter 4