زبور Chapter 69

For English

Read زبور Chapter 69 Online

Read زبور Chapter 69 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زبور and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

زبور 69

فصل 69

1. وژغوره ما وژغوره ای خدایهاوبه نژدې دي چې نفس مې وباسي

2. ژورو خټو کې ډوبېږمه زهداسې ځای نشته چې زه ودرېږمهژورو اوبو کې ننوتی یمهدې ته نژدې یم چې کړي ډوب مې څپې

3. ستومانه شوی یمه زه چې نارې ووهم کومک دپارهزما ستونی دی وچ شویستا په انتظار مې سترګې ستړې شوې

4. چې بې سببه رانه کرکه کويهغوی دي زیات زما د سر له ویښتودښمنان زما په هکله درواغ وایيدوی دي قوي او غواړي ما ووژنيمجبوروي مې دوی ته ورکړمه زههغه شیان چې ما پټ کړي نه دي

5. ای خدایه ته ما پېژنې چې زه څومره کم عقل یمهګناهونه زما نه دي پټ له تا نه

6. ای څښتنه ای مطلق قادره خدایهشرمنده نه دې شي زما په سببڅوک چې په تا باندې توکل کويای د اسراییلو خدایهرسوا دې نه شي هغوی زما په خاطرڅوک چې تاته کړي رجوع

7. ستا په خاطر مې سپکاوی وزغامهاو په شرمونو پټ شوم

8. خپلو خپلوانو ته پردی ښکارمخپل خاندان ته بېګانه ښکارم

9. هغه غیرت چې زه یې لرم ستا د کور په خاطرزما بدن باندې یې اور بل کړیکومو خلکو چې وکړ ستا سپکاويهغوی زما سپکاوی هم وکړلو

10. کله چې زه شوم په ژړاځان مې خاکسار کړ په روژه نیولونو خلکو زه سپک کړمه

11. کله چې ما د ویر جامې واغوستېهغوی په ما پورې خندا وکړله

12. بازار کې ما پسې خبرې کوياو شرابیان زما په هکله جوړوي سندرې

13. خو زه به تاته کړم دعا څښتنهخدایه قبوله مې دعا کړهچې کله خوښه وي ستاپه خاطر د خپلې زیاتې او تلپاتې مینېکړه زما دعا قبولهځکه په وعده د نجات باندې وفا کوې

14. ما پرېنږدې چې شم ډوب خټو کېخوندي مې وساته له هغو چې نفرت کړي له ماژورو اوبو څخه ما وساته ته

15. پرېنږدې چې سېلاب راباندی راشيپرې مې نه ږدې چې شم ډوب اوبو کېیا مې کړي تېر قبر ژوندی ځان ته

16. ای څښتنه ته قبوله مې دعا کړهځکه تلپاتې مینه ستا غوره دهد خپلې زیاتې همدردۍ نه دې خپل مخ ماته راواړوه!

17. د خپل بنده نه دې مخ مه پټوهد ډېر تکلیف سره زه مخ یمه قبوله مې دعا کړه زر

18. ماته ته راشه او نجات راکړهخلاص مې کړه خپلو دښمنانو ځینې

19. ته ښه پوهېږې زما څومره سپکاوی شوی دیڅومره رسوا او بې حرمته شومهټول دښمنان زما ته وینې خپله

20. په سپکاوي دی زما زړګی مات شویاو مایوس شوی یمهما امید د خواخوږۍ لرلوخو هلته هېڅوک نه ؤوم منتظر چې تسلي راکړي څوکخو څوک مې نه کړ پیدا

21. چې کله وږی وم دوی زهر راکړلکله چې تږی وم سرکه یې راکړه

22. دسترخوانونه د دوی خپل دې دوی ته دام وګرځيودې ګرځي د دوی مذهبي مېلې تیلک دوی ته

23. هغوی ړانده کړه چې څه ونه وینيکړه ملاګانې یې کمزورې د تل دپاره

24. ته خپل قهر په هغوی باندې نازل کړهاو د خپل غضب په اور یې وسوځوه

25. وران او ویجاړ دې شي د دوی د اوسېدو ځایونهد دوی خېمو کې دې هېڅوک نه اوسي

26. ځکه هغه دوی ځوروي چې تا ورکړې سزاد هغو خلکو د کړاو په هکله کړي خبرېچې ژوبل کړي دي تا

27. د دوی د ټولو ګناهونه ثبت کړهاو هغوی ونه بخښې

28. د دوی نومونه دې شي ورک د ژوندانه له کتابحساب دې نه شي په نېکانو کې دوی

29. خو زه مظلوم یم او په غم کې ګېر یمای خدایه ما کړه پورته نجات راکړه

30. په سندرې به د خدای د نوم صفت کومهپه شکرونو به یې لویي اعلانومه

31. دا به خوشحاله کړي څښتنډېر د هغې نه چې ورته وړاندې شي څارویډېر د هغې نه چې د پوره غاښوخوسکی شي قرباني ورته

32. کله چې ویني مظلومان دغه کارنو خوشحالیږي به دویکوم خلک چې کړي خدای ته رجوعشي به یې زړونه ژوندي

33. ځکه څښتن د محتاجانو قبلوي دعاخپل خلک به هېر نه کړي زندان کې هغه

34. ثنا او صفت وکړئ د خدای ای اسمانونو او ځمکېاو هم بحرونو او هغې کې ګرځېدونکو ځناورو

35. ځکه خدای به وژغوري صهیونبېرته آباد به کړي د یهودا ښارونهد هغه قوم به هلته اوسي او دوی به خپله کړي هغه ځمکه

36. اولاده به د هغوی یې وارثان شياوسي به هلته څوک چې مینه کړي د هغه سره

About زبور Chapter 69

Read زبور Chapter 69 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: زبور
Chapter: 69
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زبور. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading زبور Chapter 69 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is زبور Chapter 69?

زبور Chapter 69 is part of the Book of زبور in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete زبور Chapter 69 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زبور

  1. زبور Chapter 22
  2. زبور Chapter 100
  3. زبور Chapter 111
  4. زبور Chapter 7
  5. زبور Chapter 8
  6. زبور Chapter 5
  7. زبور Chapter 110

Explore More from زوړ عهد

  1. حزقیال Chapter 7
  2. شمېر Chapter 34
  3. زبور Chapter 52
  4. میکاه Chapter 2
  5. زبور Chapter 84
  6. اول پادشاهان Chapter 2
  7. یشوع Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 18
  2. اشعیا Chapter 12
  3. ایوب Chapter 4
  4. زبور Chapter 150
  5. زبور Chapter 26
  6. دوهم سموئیل Chapter 5
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *