دوهم تواریخ Chapter 8

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 8 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 8

فصل 8

1. سلیمان په شلو کالو کې د څښتن کور او خپله ماڼۍ جوړه کړه.

2. سلیمان هغه ښارګوټي هم بېرته ودان کړل چې حیرام پاچا هغه ته ورکړي وو او اسراییلیان یې هلته ولېږل چې په کې واوسیږي.

3. سلیمان په حمات صوبه باندې برید وکړ او هغه ځای یې ونیوه.

4. هغه د تدمور ښار چې په دښته کې ؤ، قوي کړ او په حمات کې یې هغه ټول ښارونه هم ودان کړل چې د ذخیرو د ساتلو مرکزونه وو.

5. سلیمان دا لاندېني ښارونه هم بېرته ودان کړل: پورتنی او ښکتنی بیت حورون (هغه دواړه قوي ښارونه وو چې داسې دروازې یې درلودلې چې اړمونه یې درلودل.)

6. سلیمان بعلت او هغه ښارونه ودان کړل چې هغه ذخیرې په کې ساتلې او هغه ښارونه یې هم ودان کړل چې د هغه د اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پاچاهي کوله، ودان کړل.

7. ‏-

8. سلیمان د بېګار دپاره د کنعان د خلکو ټوله اولاده مزدوران ونیول، یعنې هغه خلک چې د اسراییلو قوم د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې له منځه یو نه وړل. په دې کې حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي.

9. خو سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم د بېګار دپاره ونه نیوه، بلکې هغوی د هغه عسکر، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو.

10. همدارنګه هغوی د سلیمان پاچا د ودانۍ د جوړولو لوړ رتبه مامورین وو. دوه سوه او پنځوسو کسانو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.

11. سلیمان خپله ښځه چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې د هغې دپاره یې جوړه کړې وه، بوتله. ځکه هغه وویل: «زما ښځه نه شي کولای د داود، یعنې د اسراییلو د پاچا په ماڼۍ کې ژوند وکړي، ځکه په هرځای کې چې د لوظ صندوق ایښودل شوی وي، هغه ځای سپېڅلی دی.»

12. سلیمان د قربانۍ په هغه ځای کې چې هغه د خدای د کور برنډې ته مخامخ جوړ کړی ؤ، څښتن ته سوځېدونکې نذرانې قرباني کړې.

13. هغه د موسی شرطونه پوره کړل چې د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر او په درېو اخترونو کې چې هر کال راځي یعنې د فطیرې ډوډۍ اختر، د لو اختر او د جونګړو په اختر کې څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کېدلې.

14. بیا سلیمان د خدای په کور کې کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې وروسپارلې او هغه اصول یې سرته ورسول چې خپل پلار یعنې داود ورکړي وو. لاویانو د ستاینې او د عبادت مشري په غاړه اخیستې وه او د کاهنانو سره به یې د هغوی په وظیفو کې مرسته کوله. هغه د هرې دروازې دپاره ډله ییز ساتونکي هم وټاکل، ځکه چې دا د خدای د خدمتګار داود حکم ؤ.

15. کاهنانو او لاویانو هغه لارښوونې چې داود پاچا هغوی ته د خزانو او نورو موضوعګانو په اړه ورکړې وې، په غور او تفصیل سره تر سره کړې.

16. په دې ډول د سلیمان ټول کارونه پوره شول. د څښتن د کور د بنیاد ایښودلو څخه نیولې د هغه د پوره کېدو پورې ټول کارونه په بریالیتوب سره سرته ورسېدل.

17. وروسته سلیمان عصیون جابر او د ایلت ښارګوټو ته لاړ چې د ادوم د دریاب په غاړه پراته وو.

18. حیرام د خپلو سړیو د امر لاندې او د تجربه لرونکو کشتیوانانو سره هغه ته کشتۍ ګانې ورولېږلې. هغوی د سلېمان د کسانو سره په کشتۍ ګانو کې اوفیر ته سفر وکړ او د پنځلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان پاچا ته وسپارل.

About دوهم تواریخ Chapter 8

Read دوهم تواریخ Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 8?

دوهم تواریخ Chapter 8 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 19
  5. دوهم تواریخ Chapter 11
  6. دوهم تواریخ Chapter 6
  7. دوهم تواریخ Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. متلونه Chapter 13
  2. ملاکي Chapter 3
  3. خروج Chapter 12
  4. زبور Chapter 25
  5. اول تواریخ Chapter 9
  6. خروج Chapter 11
  7. ایوب Chapter 30

Related Chapters & Readings

  1. دانیال Chapter 12
  2. ایوب Chapter 40
  3. افسیانو ته Chapter 2
  4. یشوع Chapter 4
  5. دوهم تواریخ Chapter 13
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 6
  7. زبور Chapter 128
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *