دوهم قرنتیانو ته Chapter 12

For English

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 12 Online

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم قرنتیانو ته 12

فصل 12

1. ما ته فخر کول ضرورى دى اګر که فائده من نۀ دى خو اوس به دَ مالِک دَ رويا اَؤ دَ کشف ذکر کوم.

2. زَۀ په مسيح کښے يو سړے پيژنم چه څوارلس کاله کيږى چه هغه آيا په وجُود کښے وو يا بے له وجُود نه وو، زَۀ خبر نۀ يم، خُدائے خبر دے، ناڅاپى دريم آسمان ته وخيژولے شو.

3. اَؤ زَۀ خبر نۀ يم چه دا سړے، آيا په وجُود کښے يا بے له وجُوده وو، زَۀ خبر نۀ يم خُدائے خبر دے،

4. ناڅاپى فردوس ته ورسولے شو اَؤ داسے خبرے ئے واؤريدے چه داسے مُقدسے اَؤ پاکے وے چه دَ بيانولو نۀ دى اَؤ دَ هغو بيانول اِنسان ته ناروا دى.

5. زَۀ به په داسے سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان نه بلکه زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم.

6. اَؤ که فخر کول هم غواړم نو بے وقوف به نۀ يم ځکه چه رښتيا به وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چه څوک ما دَ هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى چه څنګه چه مے وينى يا له ما نه آؤرى.

7. اَؤ دَ کشفُونو دَ زياتوالى په وجه زما دَ مغرُورتيا دَ انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسُوخولے شو، يعنے دَ شيطان فرښته چه ما په سُوکونو وهى چه زَۀ مغرور نۀ شم.

8. په دے حقله ما مالِک ته درے ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى.

9. خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى.

10. دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.

11. زَۀ بے وقوف خو جوړ شوم ځکه چه زَۀ تاسو مجبُور کړم خو تاسو ته زما ستائينه کول په کار وه په وجه دَ دے چه زَۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم دَ هغه غټو رسُولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.

12. دَ رسُول نخښے ستاسو په وړاندے ما په ډير صبر سره په نخښو اَؤ په مُعجزو اَؤ عجيبه کارُونو ښکاره کړلے.

13. تاسو په کُومه يوه خبره کښے دَ نورو جماعتُونو نه کم يئ بے له دے چه ما په تاسو پيټے وانۀ چولو؟ زما دا بے اِنصافئ معاف کړئ!

14. ګورئ، په دريم ځل تاسو له راتلو ته تيار يم اَؤ په تاسو به پيټے وانۀ چوم ځکه چه زَۀ ستاسو دَ مال نه بلکه ستاسو غوښتُونکے يم، ځکه چه بچو ته دَ مور پلار دَ پاره څۀ جمع کول نۀ دى په کار بلکه مور پلار ته دَ بچو دَ پاره.

15. اَؤ زَۀ به ستاسو دَ پاره ډير څۀ په خوشحالئ خرڅ کړم بلکه خپل ځان به خرڅ کړم. که چرے زَۀ تاسو سره زياته مينه لرم نو آيا تاسو به ما سره کمه مينه ولرئ څۀ؟

16. دا ومنئ چه ما په خپله په تاسو پيټے نۀ وى اچولے خو کيدے شى چه مکار يم ځکه چه به مے تاسو په ټګئ راګير کړى يئ.

17. نو بيا څوک چه ما تاسو ته دروليږل نو په هغوئ کښے دَ چا په وسيله مے په ټګئ درنه واخستل څۀ؟

18. ما دَ تيطوس مِنت وکړو چه هغه لاړ شى اَؤ هغۀ سره مے يو ورور دروليږلو، خو آيا تيطوس دَ تاسو نه په ټګئ واخستل څۀ؟ آيا زمونږ دَ دواړو چال چلن دَ يکى يو رُوح دَ هدايت په مُطابق نۀ وو څۀ؟ آيا مُونږ په يو بل پسے نۀ يُو روان څۀ؟

19. شايد چه تاسو دا ګڼئ چه تر اوسه مُونږ درته خپل ځان سپينولو نه، مُونږ خو خُدائے حاضر ناظر ګڼُو اَؤ په مسيح کښے خبرے کوُو. اَئے زما خوږو ورُوڼو! دا هر څۀ ستاسو دَ ترقئ دَ پاره دى.

20. ځکه چه زَۀ ويريږم، هسے نۀ وى چه زَۀ درشم اَؤ تاسو چه څنګه غواړم هغسے مو ونۀ مُومم اَؤ څنګه چه تاسو نۀ غواړم ما هغسے ومُومئ، زَۀ ويريږم چه په تاسو کښے جګړه، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، بده وينا، غيبتُوته، ډُوزے اَؤ فساد نۀ وى.

21. ويريږم چه زَۀ درشم نو زما خُدائے ما ستاسو په وړاندے عاجز نه کړى اَؤ زَۀ په ډيرو خلقو چه ګُناهُونه ئے کړى دى، اَفسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ دَ هغے ناپاکئ، حرامکارئ اَؤ شهوت پرستئ نه چه ئے کړى دى، توبه نۀ ده کړے.

About دوهم قرنتیانو ته Chapter 12

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 12
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 12?

دوهم قرنتیانو ته Chapter 12 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 7
  7. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13

Explore More from نوی عهد

  1. مکاشفه Chapter 20
  2. متی Chapter 5
  3. مرقس Chapter 3
  4. اعمال رسولان Chapter 18
  5. اعمال رسولان Chapter 15
  6. متی Chapter 24
  7. رومیانو ته Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. اول سموئیل Chapter 9
  2. دوهم سموئیل Chapter 22
  3. ارمیا Chapter 39
  4. ارمیا Chapter 23
  5. اول پادشاهان Chapter 21
  6. عزرا Chapter 1
  7. زبور Chapter 45
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *