Read هوشع Chapter 2 Online
Read هوشع Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
هوشع 2
فصل 2
1. هغه وخت په خپلو وروڼو باندې ”عمى“ يعنې ”زما خلق“ او خپلو خوېندو باندې ”رحامه“ يعنې ”چې په چا رحم شوے وى“ نومونه کېږدئ.
2. ”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى.
3. ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.
4. زۀ به د هغې په بچو رحم نۀ کوم، ځکه چې هغوئ حراميان دى.
5. او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“
6. نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى.
7. هغه به په خپلو عاشقانو پسې منډې وهى خو هغه به نۀ شى وررسېدے. هغه به خپل عاشقان لټوى خو پېدا به يې نۀ کړى. نو بيا به هغه ووائى، ”زۀ خپل خاوند له واپس ورځم. مخکښې زما ژوند د اوس نه ډېر ښۀ وو.“
8. هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل.
9. نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم.
10. زۀ به د هغې د عاشقانو په وړاندې د هغې شرم ښکاره کړم او هيڅوک به يې زما نه نۀ شى بچ کولے.
11. زۀ به د هغې ټول اخترونه ختم کړم، زۀ به د هغې مياشتنۍ او د کال او د سبت د ورځې خوشحالۍ ختمې کړم او د هغې نور ټول اخترونه به ختم کړم.
12. زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.
13. زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
14. خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم.
15. هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.
16. مالِک خُدائ فرمائى، نو په هغه ورځ به ما ته ”خپل خاوند“ ووائې او نور به ما ته ”مالِک بعل“ نۀ وائې.
17. ځکه چې زۀ به د بعل معبودانو نومونه ستا د خولې نه لرې کړم، او بيا به هيڅکله د هغوئ د نومونو ذکر ستا په خولۀ نۀ وى.
18. په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى.
19. زۀ به تا همېشه دپاره خپله ښځه جوړه کړم، او تا ته به صداقت، اِنصاف، نۀ ختمېدونکې مينه او رحم وښايم.
20. زۀ به په وفادارۍ سره تا خپله کړم، او بيا به تۀ ما وپېژنې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
21. مالِک خُدائ فرمائى، په هغه وخت کښې به زۀ د آسمان واورم او وريځې به پېدا کړم، او آسمان به د زمکې واورى او باران به وۀ وروم.
22. زمکه به د غلې، انګورو او د زيتُونو د ونو واورى او تنده به يې مړه کړى، او دا ټول څيزونه به د يزرعيل وادۍ ته برکت ورکړى.
23. په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“
About هوشع Chapter 2
Read هوشع Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: هوشع
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading هوشع Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is هوشع Chapter 2?
هوشع Chapter 2 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete هوشع Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from هوشع
- هوشع Chapter 9
- هوشَع Chapter 2
- هوشع Chapter 8
- هوشَع Chapter 13
- هوشع Chapter 11
- هوشع Chapter 5
- هوشع Chapter 12