رومیانو ته Chapter 1

For English

Read رومیانو ته Chapter 1 Online

Read رومیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

رومیانو ته 1

فصل 1

1. دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح خدمتګار او د خدای له خوا غوره شوی رسول او د خدای د زېري د خپرولو دپاره ټاکل شوی دی.

2. خدای د پخوا نه په سپېڅلو لیکنو کې د خپلو پیغمبرانو په وسیله د دې زېري وعده کړې وه.

3. دا زېری د هغه د زوی په هکله دی چې په جسماني توګه د داود د نسل نه پیدا شوی دی

4. او د هغه سپېڅلي روح په وسیله چې په هغه کې ؤ او د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خدای په خپل لوی قدرت سره وښودل چې هغه د خدای زوی دی. هغه زمونږ څښتن عیسی مسیح دی.

5. خدای د هغه په وسیله او د هغه د نوم په خاطر په ما باندې فضل وکړ چې د هغه رسول شم او ټولو قومونو ته بلنه ورکړم چې ایمان راوړي او د مسیح اطاعت وکړي.

6. په هغوی کې تاسو رومیان هم شامل یئ چې خدای رابللي یئ چې د عیسی مسیح اوسئ.

7. زه دا سلامونه تاسو ټولو ته چې په روم کې یئ او په خدای باندې ګران یئ او د دې دپاره رابلل شوي یئ چې د خدای خلک اوسئ، وایم. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

8. د هرڅه نه مخکې زه د عیسی مسیح په نوم ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر کوم، ځکه چې په ټوله نړۍ کې خلک ستاسو د ایمان په هکله خبرې کوي.

9. هغه خدای چې د زړه له کومي یې خدمت کوم او د هغه د زوی په هکله زېری خپروم، هغه زما شاهد دی چې زه په دوامداره توګه تل تاسو په خپلو دعاګانو کې یادوم.

10. زه تل دا سوال کوم چې که د خدای رضا وي او ماته یوه لاره برابره شي چې څه موده وروسته تاسو ووینم.

11. ځکه چې دا زما ارمان دی چې تاسو ووینم او د روحاني برکت څخه مو برخمن کړم، ترڅو ستاسو روح ورباندې قوي شي.

12. زما مقصد دا دی چې مونږ د یو بل سره د خپل ایمان په وسیله مرسته وکړو ترڅو زمونږ د دواړو ایمان قوي شي، یعنې تاسو زما د ایمان په وسیله او زه ستاسو د ایمان په وسیله.

13. زما خویندو او ورونو، زه نه غواړم چې تاسو بې خبره پاتې شئ چې ما څو څو ځلې نیت کړی دی چې ستاسو خواته درشم، خو تل زما مخنیوی شوی دی. زه غواړم چې ستاسو په منځ کې کار وکړم او روحاني حاصل یې ووینم لکه څنګه چې مې په نورو غیریهودي قومونو کې ولیدل.

14. زه د ټولو خلکو په وړاندې مسوولیت لرم که هغه پرمختللي خلک دي او که وروسته پاتې خلک، که هغه پوه خلک دي یا ناپوهه.

15. نو له دې امله زه دې ته هیله من یم چې تاسو ته هم چې په روم کې یئ زېری واوروم.

16. زه په دې زېري نه شرمېږم، ځکه چې دا د خلاصون دپاره د خدای قدرت دی، د هر چا دپاره چې ایمان راوړي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره.

17. ځکه چې دا زېری مونږ ته دا ښکاره کوي چې خدای څنګه انسانان عادلان جوړوي او دا د ایمان څخه شروع کیږي او په ایمان باندې پای ته رسیږي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «عادل انسان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.»

18. د خدای غضب له اسمانه په هغو ټولو نازلیږي چې بې دینه او بد کاره دي او د هغوی دا بد کارونه د خدای په هکله د حقیقت پېژندنې مخه نیسي.

19. ځکه چې هغوی د خدای په هکله په حقیقت باندې پوهیږي، له همدې امله خدای په خپله دا هرڅه هغوی ته ښکاره کړي دي.

20. ځکه چې د نړۍ د پیدایښت نه د هغه نه لیدونکي صفتونه یعنې د هغه تلپاتې قدرت او الهي ذات په هغو شیانو کې چې هغه پیدا کړي دي، په روښانه توګه لیدل کیږي. نو له دې امله د دې خلکو دپاره هېڅ عذر نشته.

21. سره له د‎ې چې هغوی خدای پېژانده، خو هغه ته یې د خدای په توګه عزت ورنه کړ او نه یې ترې شکرګزاري وکړه، بلکې د هغوی خیالونه باطل شول او پوچ مغزونه یې تیاره شول.

22. هغوی دا دعوه کوي چې پوه دي، خو هغوی کم عقل دي.

23. هغوی د نه فنا کېدونکي او د جلال نه ډک خدای عبادت کول پریښی دی او د هغو بتانو عبادت کوي چې د فاني انسانانو، مرغانو، حیواناتو او خزندو ته ورته جوړ شوي دي.

24. له دې امله خدای هغوی د خپلو زړونو د نفساني غوښتنو پوره کولو ته پرېښودل، ترڅو خپل بدنونه یو د بله سره ناپاک او فاسد کړي.

25. هغوی د خدای په هکله حقیقت په دروغو بدل کړ او د خالق په ځای یې د هغه د مخلوق عبادت او خدمت وکړ یعنې هغه خالق چې تل ترتله د ثنا او صفت لایق دی. امین.

26. نو ځکه خدای هغوی خپل د شرم نه ډکو نفساني غوښتنو ته پرېښودل. حتی د هغوی ښځو عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د هغې په ځای یې په خپل منځ کې سره جنسي اړیکې خپلې کړې.

27. په همدې ډول سړیو هم د ښځو سره عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د خپل همجنس سره یې د جنسي اړیکو سخت خواهشات پیدا کړل. یو سړي به د بل سړي سره له شرمه ډک کارونه کول او په نتیجه کې هغوی په خپلو ځانونو باندې هغه سزا راوستله چې د خپلو بې لاریو له امله د هغې لایق وو.

28. څرنګه چې هغوی د دې نه انکار وکړ چې حتی د خدای په هکله فکر وکړي، نو هغه هم هغوی خپلو فاسدو خیالونو ته پرېښودل، ترڅو داسې کارونه وکړي چې باید ونه شي.

29. هغوی د هر ډول بدو کارونو، بدیو، حرص، کینې، بخیلتوب، قتل، جګړو، غولونې او بدو نیتونو څخه ډک دي. هغوی د یو بل پسې اوازې خپروي

30. او خبرې کوي، د خدای څخه کرکه کوي او د یو بل سپکاوی کوي. هغوی مغرور او لافې وهونکي خلک دي. هغوی د بدیو دپاره نوې لارې چارې جوړوي او د خپل مور او پلار د امر نه سرغړونه کوي.

31. هغوی ناپوهه، بې وفا، بې مینې او بې رحمه خلک دي.

32. هغوی د خدای د دې عادلانه حکم څخه ښه خبر دي چې څوک چې داسې کارونه کوي هغوی د مرګ لایق دي، خو هغوی نه یوازې دا چې خپله داسې کارونه کوي، بلکې نور هم دې ته هڅوي چې داسې کارونه وکړي.

About رومیانو ته Chapter 1

Read رومیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 1?

رومیانو ته Chapter 1 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 7
  2. رومیانو ته Chapter 14
  3. رومیانو ته Chapter 10
  4. رومیانو ته Chapter 3
  5. رومیانو ته Chapter 6
  6. رومیانو ته Chapter 8
  7. رومیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. افسیانو ته Chapter 3
  2. دوهم تیموتاوس Chapter 4
  3. عبرانیانو ته Chapter 3
  4. متی Chapter 27
  5. مکاشفه Chapter 10
  6. اعمال رسولان Chapter 4
  7. متی Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 36
  2. اول پادشاهان Chapter 1
  3. دوهم پادشاهان Chapter 23
  4. ایوب Chapter 37
  5. خروج Chapter 27
  6. قاضیان Chapter 4
  7. اعمال رسولان Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *