متی Chapter 3

For English

Read متی Chapter 3 Online

Read متی Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

متی 3

فصل 3

1. په هغو ورځو کې تعمید غسل ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې:

2. «توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.»

3. دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې او ویلي یې وو: یو څوک په دښته کې نارې وهي: «د څښتن دپاره لاره تیاره کړئ، لاره ورته سمه کړئ.»

4. یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ.

5. خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل.

6. هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.

7. خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟

8. نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده.

9. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.

10. همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.

11. زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي.

12. هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»

13. بیا عیسی د جلیل څخه د اردن سیند ته راغی ترڅو د یحیی په لاس د تعمید غسل واخلي.

14. یحیی کوښښ وکړ چې هغه د دې کار نه منع کړي او ورته ویې ویل: «زه باید ستا په لاس د تعمید غسل واخلم، خو ته ماته راځې؟»

15. خو عیسی په ځواب کې وویل: «پرېږده چې اوس همداسې وشي، ځکه چې دا زمونږ دپاره ښه ده چې د خدای رضا پوره کړو.» بیا یحیی ومنله.

16. او کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست.

17. بیا د اسمان څخه یو اواز راغی او ویې ویل: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»

About متی Chapter 3

Read متی Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متی
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متی Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متی Chapter 3?

متی Chapter 3 is part of the Book of متی in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متی Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from متی

  1. متی Chapter 1
  2. متی Chapter 15
  3. متی Chapter 13
  4. متی Chapter 22
  5. متی Chapter 16
  6. متی Chapter 4
  7. متی Chapter 20

Explore More from نوی عهد

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  2. لوقا Chapter 6
  3. مکاشفه Chapter 16
  4. اول تسالونیکیانو ته Chapter 5
  5. رومیانو ته Chapter 6
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 3
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 46
  2. دوهم سموئیل Chapter 22
  3. اول تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 4
  5. اول پادشاهان Chapter 21
  6. اشعیا Chapter 15
  7. زبور Chapter 110
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *