یوحنا Chapter 12

For English

Read یوحنا Chapter 12 Online

Read یوحنا Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یوحنا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یوحنا 12

فصل 12

1. د فسحې د اختر نه شپږ ورځې مخکې عیسی بیت عنیا ته چې ایلعازر په کې اوسېده، یعنې هماغه سړی چې هغه د مرګ نه وروسته بېرته راژوندی کړی ؤ، راغی.

2. هغوی هلته د عیسی دپاره د ماښام ډوډۍ تیاره کړې وه. مرتا د هغوی خدمت کاوه او ایلعازر هم د عیسی سره ډوډۍ ته ناست ؤ.

3. په دې وخت کې مریم یو بوتل قیمتي عطر چې نیم لیتر وو او د یو ډول خالصه خوشبویه ملهمو څخه جوړ شوي وو، راواخیستل او د عیسی په پښو باندې یې واچول او د هغه پښې یې په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې او ټول کور د عطرو د خوشبویۍ نه ډک شو.

4. خو یهودا اسخریوتي چې د عیسی د شاګردانو څخه ؤ او وروسته یې د هغه سره خیانت وکړ، وویل:

5. «دا عطر ولې د درېو سوو سپینو زرو په سکو باندې خرڅ نه شول چې پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای؟»

6. هغه دا خبره د دې دپاره ونه کړه چې ګنې د هغه سره د غریبانو غم ؤ، بلکې په دې خاطر چې هغه خپله غل ؤ او څرنګه چې هغه د پیسو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود نو اکثره وخت به یې یو څه پیسې د خپل ځان دپاره پټولې

7. عیسی وویل: «د هغې سره کار مه لرئ، هغې زه د ښخولو دپاره تیار کړم.

8. ځکه چې غریبان به تل ستاسو سره وي، خو زه به تل تاسو سره نه یم.»

9. زیات شمېر خلک خبر شول چې عیسی په بیت عنیا کې دی، نو هغوی هلته ورغلل. یوازې د دې دپاره نه چې عیسی وویني بلکې ایلعازر چې عیسی راژوندی کړی ؤ، هم وویني.

10. نو مشرانو کاهنانو پرېکړه وکړه چې ایلعازر هم ووژني،

11. ځکه چې د هغه له امله ډېرو خلکو هغوی پرېښودل او په عیسی باندې یې ایمان راوړ.

12. په بله ورځ ګڼ شمېر خلک چې د اختر دپاره راغلي وو، خبر شول چې عیسی اورشلیم ته راروان دی.

13. نو هغوی د خرما د ونو څانګې واخیستلې او د هغه مخې ته ورووتل او چیغې یې وهلې: «ژوندی دي وي! مبارک دی وي هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي! مبارک دي وي د اسراییلو پاچا!»

14. عیسی یو کوټی پیدا کړ او په هغه باندې سپور شو، لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

15. «ای د صهیون خلکو، نور مه وېرېږئ!ګوره، ستا پاچا دی راروانهغه سپور دی په کوټي باندې.»

16. په اوله کې شاګردان د دې شیانو په معنی باندې پوه نه شول، خو کله چې عیسی خپل جلال ته ورسېده، نو هغوی ته ور په یاد شول چې دا شیان د هغه په هکله لیکل شوي وو او د هغه سره همداسې وشول.

17. کله چې عیسی ایلعازر ته غږ وکړ او هغه یې راژوندی کړ او د قبر څخه یې راوویست نو زیات شمېر خلک هلته موجود وو. هغوی چې څه لیدلي او اورېدلي وو د هغې په هکله یې نورو خلکو ته شاهدي ورکوله.

18. نو ګڼ شمېر خلک د هغه هرکلي ته ورغلل، ځکه چې هغوی اورېدلي وو چې عیسی دا معجزه ښودلې وه.

19. نو بیا فریسیانو یو بل ته سره وویل: «تاسو ګورئ چې مونږ هېڅ نه شو کولای، ټوله نړۍ هغه پسې روانه ده.»

20. په اختر کې چې د عبادت دپاره اورشلیم ته کوم خلک راغلي وو په هغوی کې ځینې یونانیان هم وو.

21. هغوی فیلیپوس ته چې د جلیل د بیت صیدا ؤ، راغلل او ورته ویې ویل: «ای ښاغلیه، مونږ غواړو چې عیسی ووینو.»

22. فیلیپوس لاړ او اندریاس ته یې وویل او هغوی دواړه لاړل چې عیسی خبر کړي.

23. عیسی هغوی ته وویل: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې د انسان زوی جلال ومومي.

24. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لویږي او له منځه لاړه نه شي، نو هغه به هماغه یوه دانه پاتې شي. خو که چېرې هغه له منځه لاړه شي نو ډېرې دانې به راشنې شي.

25. په چا باندې چې په دې نړۍ کې خپل ځان ګران وي نو هغه به له لاسه ورکړي. خو که څوک په نړۍ کې د خپل ځان نه تېر شي نو هغه به تل ترتله خپل ژوند وساتي.

26. که څوک غواړي چې زما خدمت وکړي نو هغه دې ما پسې راځي او چېرته چې زه یم نو زما خدمتګار به هم هلته وي. څوک چې زما خدمت کوي نو زما پلار به هغه سرلوړی کړي.

27. اوس زما زړه ناارامه دی او نه پوهېږم چې څه ووایم. ایا ووایم: ‹ای پلاره، ما د دې کړاو او ځورېدنې د ساعت نه وساته؟› خو زه دې نړۍ ته د دې دپاره راغلی یم چې وکړېږم.

28. ای پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه!» هغه وخت د اسمان نه یو اواز راغی او ویې ویل: «ما جلال ورکړی دی او بیا به هم جلال ورکړم.»

29. کوم خلک چې په هغه ځای کې ولاړ وو او دا اواز یې واورېد نو ځینو یې وویل: «دا د تندر اواز ؤ.» خو نورو وویل: «فرښتې د هغه سره خبرې وکړې.»

30. خو عیسی هغوی ته وویل: «دا اواز زما په خاطر نه، بلکې ستاسو په خاطر ؤ.

31. اوس د دې وخت رارسېدلی چې خدای به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت کوي او د دې نړۍ واکمن یعنې شیطان به شړل کیږي.

32. کله چې زه د ځمکې نه پورته وخېژول شم نو ټول انسانان به خپل ځان ته راکاږم.»

33. د عیسی د خبرې اشاره دې ته وه چې هغه به په څه قسم مرګ مړ کیږي.

34. خلکو عیسی ته وویل: «زمونږ شریعت وایي چې مسیح به تل ترتله ژوندی وي. نو بیا ته څنګه ویلی شې چې د انسان زوی باید پورته وخېژول شي؟ دا د انسان زوی څوک دی؟»

35. عیسی هغوی ته وویل: «ستاسو سره د لږ نور وخت دپاره رڼا شته. ترڅو پورې چې دا رڼا ستاسو سره ده نو تاسو ګرځئ، هسې نه چې تیاره درباندې راشي. ځکه څوک چې په تیاره کې ګرځي هغه نه پوهیږي چې چېرته روان دی.

36. تر هغې پورې چې رڼا درسره ده نو په رڼا باندې ایمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو د رڼا بچیان شئ.»کله چې عیسی خپلې خبرې پای ته ورسولې نو لاړ او د هغوی نه پټ شو.

37. سره له دې چې عیسی د هغوی په مخکې ډېرې معجزې وښودلې خو هغوی په هغه باندې ایمان رانه وړ،

38. ترڅو د اشعیا پیغمبر هغه خبرې رښتیا شي چې ویلي یې وو:«ای څښتنه، چا زمونږ په پیغام باندې باور کړی دی؟چاته څښتن خپل قدرت ښودلی دی؟»

39. نو هغوی ونه شو کولای چې ایمان راوړي. اشعیا پیغمبر هم ویلي دي:

40. «خدای د هغوی سترګې ړندې کړې دي،او د هغوی زړونه یې سخت کړي دي،چې په سترګو باندې څه ونه وینياو په زړونو کې ورباندې پوه نه شياو ماته را ونه ګرځيچې زه یې روغ کړم.»

41. اشعیا دا د دې دپاره وویل چې د عیسی جلال یې ولید او د هغه په هکله یې خبرې وکړې.

42. سره له دې بیاهم ډېرو یهودي مشرانو په هغه باندې ایمان راوړ، خو د فریسیانو له وېرې یې د خپل ایمان راوړلو اقرار نه کاوه، هسې نه چې د کنیسې څخه یې وشړي،

43. ځکه چې هغوی د خدای له خوا د ستاینې په ځای د انسان ستاینه زیاته خوښوله.

44. نو عیسی په لوړ اواز وویل: «هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه نه یوازې دا چې په ما باندې یې ایمان راوړی بلکې په هغه چا باندې یې هم راوړی دی چې زه یم رالېږلی یم.

45. هرڅوک چې ما ویني نو هغه څوک هم ویني چې زه یې رالېږلی یم.

46. زه نړۍ ته لکه د یوې رڼا په شان راغلی یم د دې دپاره چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه په تیاره کې پاتې نه شي.

47. خو که چېرې څوک زما خبرې واوري او عمل ورباندې ونه کړي، نو زه هغه نه محکوموم. زه نړۍ ته د دې دپاره راغلی یم چې خلک وژغورم، د دې دپاره نه یم راغلی چې هغوی محکوم کړم.

48. هرڅوک چې ما رد کړي او زما خبرې ونه مني نو د هغه دپاره قاضي شته، یعنې هغه تعلیم چې ما ورکړئ دی هغه به د اخرت په ورځ ملامته کړي.

49. ځکه چې زه له خپله ځانه خبرې نه کوم بلکې هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم ماته دا حکم کړی دی چې څه ووایم او څنګه خبرې وکړم.

50. زه پوهېږم چې د هغه حکم خلکو ته تلپاتې ژوندون ورکوي. نو ځکه زه چې څه وایم هماغه څه دي چې پلار راته ویلي دي چې ویې وایم.»

About یوحنا Chapter 12

Read یوحنا Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یوحنا
Chapter: 12
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یوحنا Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یوحنا Chapter 12?

یوحنا Chapter 12 is part of the Book of یوحنا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یوحنا Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اول یوحنا Chapter 5
  3. اول پطروس Chapter 4
  4. اعمال رسولان Chapter 15
  5. اول تیموتاوس Chapter 6
  6. عبرانیانو ته Chapter 10
  7. متی Chapter 5

Explore More from یوحنا

  1. یوحنا Chapter 19
  2. یوحنا Chapter 5
  3. یوحنا Chapter 17
  4. یوحنا Chapter 8
  5. یوحنا Chapter 12
  6. یوحنا Chapter 21
  7. یوحنا Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. هوشع Chapter 7
  2. شمېر Chapter 30
  3. ایوب Chapter 41
  4. زبور Chapter 139
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 16
  6. خروج Chapter 6
  7. حزقیال Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *