Read متلونه Chapter 29 Online
Read متلونه Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متلونه 29
فصل 29
1. څوک چې د ډېرې رټنې نه وروسته بیاهم سرغړونه کوينو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي.
2. کله چې نېکان آبادیږي نو ټول خلک خوشحالیږيخو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي.
3. څوک چې له حکمت سره مینه لرينو خپل پلار خوشحالويخو څوک چې د بدلمنو ښځو ملګرتیا کوينو خپل مال او دولت بربادوي.
4. په عدالت کولو پاچا د خپل دولت امنیت ټینګويخو څوک چې ډېر مالیات راټولوي وطن ورانوي.
5. څوک چې بل چا ته غوړه مالي کوينو د هغه د پښو دپاره جال غوړوي.
6. شر اچوونکی د خپلې ګناه په دام کې نښليخو نېک انسان د خوشحالۍ سندرې وایي.
7. نېک انسان د مسکینانو د حق پوره پام کويخو بدکاره انسان یې خیال نه ساتي.
8. ملنډې وهونکي د اور د لمبو په شان ښارونه راپارويخو د حکمت خاوندان د غوسې اور سړوي.
9. که د حکمت خاوند یو جاهل محکمې ته بوځينو جاهل به په غوسه شي او ملنډې به وهي او روغه جوړه به نه وي.
10. د وینو تږي انسانان د پاک زړه د خاوند نه کرکه کوياو هڅه کوي چې صادقان ووژني.
11. کم عقل انسان خپله غوسه زر ښکاره کويخو د حکمت خاوند د غوسې اور سړوي.
12. کوم واکدار چې د دروغو خبرو ته غوږ نیسينو ټول خدمتګاران به یې بدکاره شي.
13. ظالم او مظلوم په یو صفت کې شریک ديځکه څښتن دواړو ته د ژوند روښانه سترګې ورکړې دي.
14. هغه پاچا چې په وفادارۍ د مسکینانو سره انصاف کوينو د پاچاهۍ تخت به یې تل په ټینګ بنیاد ولاړ وي.
15. د ادب لښته او سخته لارښوونه حکمت پیدا کويخو کوم اولاد چې ازاد ګرځي نو خپلې مور ته شرم راوړي.
16. کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو ګناهونه زیاتیږيخو نېکان به یې وګوري چې هغوی بربادیږي.
17. خپل زوی اصلاح کړه نو تاته به سکون درکړياو د زړه ارمانونه به دې په خوشحالۍ پوره کړي.
18. کله چې الهام نه وي نو ولس سرکښي کويخو بختور دی هغه څوک چې په قانون باندې عمل کوي.
19. نوکر یوازې په نصیحت نه اصلاح کیږيسره له دې چې هغه ستا په خبرو پوهیږي خو پام ورته نه کوي.
20. څوک چې پرته له فکر کولو نه خبرې کوينو هغه د یو کم عقل نه هم بدتر دی.
21. که څوک خپل نوکر د ځوانۍ نه نازولی اموخته کړينو په اخر کې به د خپل بادار د کور او مال مالک شي.
22. غوسه ناک انسان جنګ جګړې جوړوياو د غضب خاوند د ګناه اور ته لمن وهي.
23. کبر او غرور انسان له پښو غورځويخو د عاجزۍ خوی سړي ته عزت ورکوي.
24. د غلو ملګری د ځان دښمن دیځکه د قسم خوړلو نه وروسته بیاهم غلی پاتې کیږي.
25. څوک چې د انسان څخه وېره کوي په دام کې به ونښليخو څوک چې په څښتن باور کوي په امن کې به وساتل شي.
26. ډېر خلک د واکدارانو د مهربانۍ په لټون کې ديخو انصاف د څښتن په لاس کې دی.
27. نېکان د منافق انسان نه کرکه کوياو بدکاران د صادق انسان نه کرکه کوي.
About متلونه Chapter 29
Read متلونه Chapter 29 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متلونه
Chapter: 29
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متلونه Chapter 29 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متلونه Chapter 29?
متلونه Chapter 29 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متلونه Chapter 29 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from متلونه
- متلونه Chapter 24
- متلونه Chapter 18
- متلونه Chapter 30
- متلونه Chapter 2
- متلونه Chapter 11
- متلونه Chapter 23
- متلونه Chapter 17